د ویښتانو ستونزه لرئ؟ دغه خواړه مو مرسته کولی شي / انځورونه

ویښتان د انسان د ښایست یوه مهمه برخه ده. انسان کولی شي د ځینو روغتیايي خوړو خوړلو سره له ځنډ او خنډ پرته د خپل خوښې ویښته ولري. دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره چې د ویښتانو زرغونیدو او پیاوړې کیدو کې مرسته کوي اشنا کوو.

سالمن (Salmon) نومې کبان

دغه ډول کبان د اومیګا ۳ (Omega-3) نومې غوړ اسید یو له غوره منابعو څخه دی کوم چې د سر د پوټکی روغتیا په ساتلو کې ډیره مرسته کوي. دغه مواد د ویښتانو بیرته زرغونیدو کې مهم رول لوبوي. دغه ډول کبان زیاته اندازه ویټامین ډي (Vitamin D) او امینو اسید (Amino Acid) هم لري کوم چې ویښتانو ته ځانګړی ښکلا ورکوي.

اووکادو (Avocado) نومې میوه

په دغه میوه کې شته غوړ مواد ویښتانو ته ډیره لږه موده کې ځانګړی ځلا او ښکلا ورکوي. دغه میوه هم خپل ترکیب کې اومیګا ۳ نومې غوړ اسید لري کوم چې د سر پوټکی په روغ ساتلو کې ډیره مرسته کوي. په مسقیم ډول په پوټکي د دغې میوې وهل د کولیجن (Collagen) او الاستین (Elastin) نومې پروټینونو تولید کوم چې د سر د پوټکي لپاره ډیر زیات ګټور دی کې مرسته کوي.

د هګۍ ژیړ

د هګۍ ژیړ په کافي اندازه د اومیګا ۳ غوړ اسید او بایوتین (Biotin) نومې مواد لري کوم چې ویښتانو ته ځانګړی ښکلا ورکولو سربیره په ډیره لږه موده کې يي اوږدوي. کوښښ وکړئ د خپلو ویښتانو له امله په زیاته اندازه د هګۍ سپینه برخه مه استعمالوئ ځکه چې د هګۍ دغه برخه د بایوتین (Biotin) نومې موادو جذب له خنډ سره مخ کوي.

بادام

بادام هم بایوتین نومې مواد لري. په ورځنی ډول یو کوچنی ګیلاس په اندازه بادام د ښکلی او پیاوړی ویښتانو په لرلو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.

Sweet potato

خوږ کچالو

خوږ کچالو خپل ترکیب کې بیټا کیروټین (Beta Carotene) نومې مواد لري کوم چې د ویټامین اې (Vitamin A) او نور ټول هغه مواد چې د ویښتانو په زرغونیدو او پیاوړی کیدو کې مرسته کوي جذبولو کې مرسته کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب