د وینې لږوالی ناروغي

د دې لیکنې لیکوال ډاکټر صاحب زاده صالحی (خیشکی) د کابل طبی پوهنتون استاد دی.

د وینې کموالی (کم خوني) یا انیمیا (Anemia) په نړۍ کې د تغذي تر ټولو ستره ستونزه بلل کیږی. دا ناروغي ځوانې ښځیې، او واړه ماشومان ډیر اغیزمن کوي دا ناروغي زموږ په هیواد کې هم ډیری خلک اغیزمن کړي نو ماهم وغوښتل په دې هکله لنډ معلومات خپلو هیوادوالوته ورکړم.

دغه راز په هرو شپږو ښځو کې یوه ښځه له ۸۵ کلنۍ څخه وروسته په نوره نړۍ کې او له شلو کلنۍ وروسته زموږ هیواد کی ډیری ښځې په دې ناروغۍ اخته کیږي. په داسی حال کې چې د وینې لږوالی پخپله نیغ په نیغه د ژوند لپاره گواښ نه دی خو کیدای شی په بدن کې د یوې بلې خطرناکې ناروغۍ یوه نښه وي.

له ۶۵ کلنۍ څخه وروسته په هرو پنځو کسانو کې، چی د وسپنې د کموالي انیمیا یې تشخیص کیږي، یو کس د کولمو خطرناکه ناروغي لري. د وسپنې د کموالي انیمیا د ټولو انیمیا گانو په پرتله عامه ده.

انیمیا څه شی دی؟

په دې ناروغي کې وینه د بدن انساجو ته په کافی پیمانه اکسیجن رسولی نه شي. دا کیدای شي د وینې د حجرو د کموالي له کبله وي او یا د وینې د سرو حجرو د هیموگلوبین د کمښت له کبله وي.

د وینی حجرې د هډوکو په ماغزو کې جوړيږي او په منځنۍ توگه له څلورو میاشتو وروسته له منځه ځي. کله چې د وینې د سرو حجرو دغه د جوړښت او تخریب موازنه له منځه لاړه شي نو انیمیا رامنځته کېږي- په دې ډول چې یا د هډوکو په ماغزو کې د سرو حجرو تولید کم وي او یا د وینې حجرې په چټکی سره تخریبیږي او یا ضایع کیږي.

د انیمیا لاملونه

د هډوکو په ماغزو کې ستونزه

د وسپنې کموالی –وسپنه د هیموگلوبین د جوړښت یو مهم عنصر دی

د ویټامین B12 او فولیک اسید کمښت ـ دواړه ویټامینونه د وینې د سرو حجرو په تولید کې اړین دي.

د وینې د لاسه ورکول – لکه په ښځو کې میاشتنی عادت، په بدن کې داخلي خونریزي چی د بیلابیلو ناروغیو له امله منځته راځی.

انتانی ناروغی لکه ملاریا

د انیمیا کوم ډول ډیر عام دی؟

د انیمیا تر ټولو عامه بڼه د وسپنې د کموالي له امله منځته راځی. د وسپنې کموالی د هډوکو په ماغزو کې د سرو حجرو لپاره د هیموگلوبین د جوړیدو مخنیوی کوي. دا د دی لامل گرځی چی جوړ شوي سری حجری واړه او بی رنگه وی او د اکسیجن د انتقال وړتیا ونلری.

ستونزه کیدای شي په خوړو کې د وسپنې د کموالي له امله هم منځته راشي – د وسپنې ښی سرچینی میوې، حبوبات لکه لوبیا او غوښه دی. دغه راز کیدای شی ستونزه په کولمو کې وي چی کولمې ونشي کړای په ښه توگه وسپنه جذب کړي د بیلگې په ډول د  (Coeliac)  په ناروغي کې- په دې ناروغۍ کې هاضمه دله گډوډۍ سره مخامخ کیږی.

خو د وسپنی د کموالي انیمیا د عادي حالت څخه په زیاته پیمانه په چټکی سره د وسپنی له لاسه ورکول دي لکه په شدیدو او دوامدارو خونریزیو کې. بیلابیلی ناروغی د وسپنې د دې ډول له لاسه ورکولو په لاره کې رول لوبوي. هغه ناروغی چی له دوامداری او اوږدمهالي خونریزۍ سره مل دي په دې ډول دي:

د معدی او کولمو بیلابیلی ناروغی- دبیلگی په ډول د معدی التهابی ناروغی، د معدې سوی (سوزش)، د معدې زخم (Peptic ulcer)، د معدې سرطان، د کولمو التهابی ناروغي، بواسیر او د کولمو سرطان.

د اوږدئې مودې لپاره د اسپرین (Aspirin) او دې ته ورته د ځینو نورو التهاب ضد درملو کارول هم د معدې او یا کولمو د خونریزۍ لامل گرځی.

د وینه د لږوالي اعراض او نښې:

د ستړتيا او د زړه د چټک ضربان احساسول د وینې د کموالي لومړنۍ نښې دي. نورې ستونزې لکه سالنډي او سرڅرخی یادولی شو.

که چیری د وینې کموالی شدید وي نو Angina (د سینی او یا ټټر قلبی درد)، سردردی او د پښو او پنډیو دردونه منځته راځی.

په پرمختللي حالاتو کې د انتاناتو په وړاندی د بدن د معافیت وړتیا کمیږی.

د وسپنې د کموالی له امله د اوږدې مودې انیمیا هیو لړ نورې ستونزې رامنځته کولی شي، لکه:

په ژبه کې د سوي یا د سوځیدنی احساس

د خولې او ستوني وچوالی

د خولې په شاوخوا کې زخمونه

د لامسې  حس گډوډیدل

د ډوډۍ په تیرولو کې ستونزه

د سر د ویښتانو ماتیدا او توییدل

په ځوانانو کې د شدیدی کم خونۍ اعراض او نښی دومره ژر نه لیدل کیږی خو په زړو وگړوکې د دې ناروغۍ نښې نښانې ډیر ژر تر ترسترگو کیږي چی لامل يي د زړو خلکو په عضلاتو، ماغزو او نورو غړو کې د وینی زیرمو کموالی بلل کیږي.

درملنه

په ډیرو پیښو کې چی د وینې لږوالی د وسپنی د کموالي له امله وي، په دې حالت کې د وسپنی په ټابلیټونو او یا پیچکاری (ستنی) سره تداوي کیږي. دغه راز په شدیدو پښو کې چی د وسپنی کمښت بی دریغه زیاته وي نو بیا ناروغ ته وینه ورکول کیږي.

لیکوال : ډاکټر صاحب زاده صالحی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب