د ویني د دوران اخلال یوه انسان ته څومره خطر لري؟

د ویني د دوران اخلال

وروسته تر ۴۵ کلنۍ عمر هر درېم سړی د ویني د دوران اخلال لري .
لاملونه ئي :  فشار (کورنی٬ دکار، ولسي)٬ تمباکو څکول٬  د ویني جګ فشار چې لامل ئي نه وي څرګند٬ د شکرې ناروغي او په وینه کښې غوړ  لرل .

په څانګړې توګه ستونځمن اړخ ئي : په لومړي سر کي ډېری ناروغان  پخپلي دغي ناروغۍ  نه پوهيږي٬ خو مغزي سکته یا دزړه سکته ئي پاېله ده .

په رګونو کي د ویني د دوران اخلال لومړنۍ نښي :  د يادښت خراب تیا٬ سرڅرخي٬  په غوږو کي بوږه هار او د وینو جګ فشار پیداکوي .  د درملني لپاره باید ناروغی ژرترژره یو طبیب ته ورسي .دغه ناروغي دیو ډول چوني څخه  د بدن د رګو په منځ کي پیدا کېږي او په رګو کي د ویني د دوران د خرابېدو لامل ګرځې، درملنه ئي  بایدوکړي . ناروغي هرڅومره چې ژر  وپېژندل سي او درملنه ئي وسي هغومره  ژر ناروغی له خطره خلاسون  پیدا کوي . هر څومره چې ناروغي په بدن کي ځنډيږي هغومره ئي خطر  ډېريږي .

دا ولي داسي ده ؟ پورته و ویل سوه ٬ چې په رګو کي د ویني د دوران اخلال یادښت خرابه وي  سرڅرخي پیداکوي او په غوږو کي بوږهار پيداکوي اودغسي نور . د ساري په توګه ٬ و ناروغي ته  سرڅرخي پیدا ده٬ ډاکتر ته ورځي شکایت د سرڅرخي کوي . ډاکتر ناروغی ګوري او د ناروغۍ پوښتنه ځني کوي او فشار ئي د وینو ګور ي که په دغه مهال کي ئي فشار سم وو او ناروغي خپل د ناروغی لامل سم وه نه وایه  طبیب له خپلي ازموني څخه ناروغي ته د سر څرخی درمل  ورکوي .   د ناروغي سرڅرخي جوړیږي ٬ خو د خطرناکې ناروغۍ درملنه ونسوه، اصله خطرناکه ناروغي پاته ده٬ چې دغه پاته  نارغي د سکتې لامل ګرځي .

د الماني ژبي روغتیائي مجلې څخه ژباړنه

your ads

ژباړنه : محمدسرور وکیلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب