د ويښتانو «پَخې/خوشکۍ» له منځه وړلو لپاره څو کورنۍ نسخې

د ويښتانو ښایست او ځلېدو لپاره خلک زرګونه پسې لګوي، نوې شامپوګانې او دوا ګانې اخلي خو د دې ټولو کوښښونو سربېره هغه طبیعي ښایست چې ويښتان یې لري، بیا هم خپل ځای ته نه راځي.

دلته درته موږ یو شمېر کورنۍ نسخې وړاندې کوو چې نه یواځې د سر پخه یا خوشکي له منځه وړي بلکې د ويښتانو طبیعي ځلېدل او جذابیت بېرته خپل ځای ته راولي.

د کوپرې د اوبو/شېدو استعمال

ډیر خلک او په ځانګړي ډول ښځې د ويښتانو د ښایسته کولو، خوشکۍ یا پخې د له منځه وړلو لپاره کیمیاوي کریمونه استعمالوي چې له کبله یې ويښتان سخت او کلک شي. که څه ځېنې شامپوګانې خوشکي یا پخه له منځه وړي خو هغه مقابل کې هغومره جانبي عوارض هم لري.

دا چې د ويښتانو مو کورنی او طبیعي علاج کړی وي، نو د کوپرې اوبه/شېدې څلورمه برخه را واخلئ او په ويښتانو یې ووهئ، خو کوښښ وکړئ چې د کوپرې اوبه یا شېدې د ويښتانو بیخونه ته ونه رسیږي. څو دقېقې یې همداسې پریږدئ او بیا ويښتان په کومه ښه شامپو ووینځئ.

your ads

سرکه، زیتون او مستو سره د پخې علاج:

طبي پوهان وايي چې سرکه د ويښتانو لپاره د طبیعي صابون په څېر کار کوي چې که په میاشت کې یوځل استعمال شي، ګټه به ولري. د ښارونو تروشې اوبه هم ويښتان کلکوي چې له کبله یې په سر کې پخه راپيدا کیږي او د دې علاج بیا دادی چې د زیتون د تیلو یوه کاشوغه د مستو له دوه کاشوغو سره یوځای کړئ او په سر یې ووهئ، لږه شېبه وروسته یې بېرته ومینځئ، پخه به مو تر ډيره بریده له منځه تللې وې او د ويښتانو ځلا به مو بیا راغلي وي.

مڼې او لیمو استعمال:

د ويښتانو خوشکي/پخې له منځه وړلو او ځلا ورکولو لپاره د لیمو او مڼې جوس تر ټولو ډير ګټور دی. طریقه یې دا ډول ده چې یوه کاشوغه د مڼې جوس سره دوه کاشوغې د لیمو اوبه واچوئ، لومړی مو ويښتان په شامپو ووینځئ بیا پرې دا ووهئ او یوه دقیقه وروسته مو سر بېرته ومینځي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب