د ويني کموالي (Anemia)

دوينې کموالى په وينه کې دهيمو ګلوبين د کچي له ټيټوالي څخه عبارت ده چې دوينې دسرو حجراتو دکيفيت يا کميت له کموالي سره څرګنديږي. د ويني د سرو حجرو شمير کموالى کيداى سي دلاندې مواردو په پايله کې رامنځته سي.

•    دتوليد کموالي

•    داوسپنې د فوليت يا دواړواو ويټامين 12B دتغذيې کموالى، چى دهيموګلن بين په توليد کې  هغوى ته اړتياده .

•    خوار ځواکې – دخوراکې موادو کموالى دوينې دکموالي ډير معمول لامل دى.

•    اميدواري.

•    مزمن سيستميکې ناروغۍ.

•    دهډوکي دمغز دتوليد کموالى ( لوکيميا او يا نورې ناروغۍ).

•    انتان.

•    خراب جذب.

•    دتخريب زياتوالي ( هيموليز).

•    ملاريا.

•    انتان ( ويروسي باکتريايي).

•    ددرملوغبرګونونه د ( مثال په توګه Cytoxtoxics,Co –Trimoxazol,Primaquine يا دمشتقات Nitrofuran ).

•    Hyperplensim ، دانزايمونو کموالي.

•    دويني ضايع کيدل.

•    پرازيټي انتانات ( دمثال په ډول چنګکي چينجي ،Whipworm ).

•    دوينې ضايع کيدل په مياشتنى عادت کى له ډيرى وينې راتلني يا ږيږون سره .

•    په مزمنه توګه دوينې له لاسه ورکول، دمعد او اثناعشر له ټپ څخه راپيداسوې ناروغۍ، بواسير، يا دکولمو سرطان.

تشخيص

•    دوينې دکموالي اعراض او علايم دهغه دمزمنوالي او شدت ددرجي له مخې توپير لري.

•    دويني خفيف کموالى کيداى سي کومه نښه ونلري ، په عمده موندنو کې کيداى سي لاندې موارد شامل وي:

o     الوتى رنګ – منضمه ،مخاطي غشا او دنوکانو بستر.

o    ستړيا، داشتها نشتوالې ،دسړښت نه زغمل.

o    دسر درد او ګنګس والى.

*    دوينې شديد کموالى ( په هر ډيسي ليتر کې له  ٧  ګرامه څخه کم هيموګلوبين HB ) چې دلاسونو په ورغوي کې درنګ له شديد خسافت سره مل وي، داحالت کيداى سي په سالنډۍ او دزړه دعدم کفايى لامل سي.

*    دوينې دکموالي لپاره دتعريف سوي ارزښتونه دعمر اوجنس له مخې توپير لري ،په ټولنيزه توګه په ماشومانو کې په هر ډيسي ليتر کې له  ١٠ لس ګرامو څخه کم ( له ٢٨ هيماتوکريت سره سمون لري) او په لويانو کې په هر ډيسي ليترکې له ١٢ ګرامو څخه کم ( له ٣٢ هيماتوکريت سره سمون لري) دويني دکموالي تعريف دى.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب