د واټس اپ کیسه!!

واټس اپ یو پیغام، انځور، ویډیو او… لیږونکی اپلیکیشن دی چې په اندرایډ او سمارټ فون کې استعمالیږي.

د واټس اپ WhatsApp  لفظ لهWhat’s up  نه اخیستل شوی دی چې په پښتو ژبه کې یې معنی”څه روان دي“ ده.

واټس اپ د یاهو دوو کارکونکو جین کوم او براین ایکټن په ۲۰۰۹ کال کې جوړ کړ.

کله چې د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر په میاشت کې کوم او ایکټن د یاهو په کمپنۍ کې دنده پریښوده؛ فیسبوک ته یې د دندې تر سره کولو غوښتنه ولیږله خو د فیسبوک لخوا ونه منل شوه.

وروسته جین کوم له یو روسي ډیولپیر سره یو ځای واټس اپ ډیزاین کړ او د iOS  په سټور باندې یې نشر کړ.[irp][irp]

له نشر کیدو څه موده وروسته واټس اپ په ټوله نړۍ کې مشهوره شو، تر دې چې په ۲۰۰۹ کال کې د پیغام لیږلو په برخه کې د نړۍ تر ټولو زیات استعمالیدونکی اپلیکیشن وګڼل شو.

په ۲۰۱۳ کال کې ۲۰۰ ملیونه کسانو واټس اپ کاراوه او په ۲۰۱۴ کال کې یې د استعمالوونکو شمېر لا زیات شو او ۵۰۰ ملیونه استعمالونکې یې پیدا کړل.

فیسبوک د ۲۰۱۴ کال د فروري په میاشت کې واټس اپ په ۱۹.۳ بلیونه ډالر واخیست؛ او ډېرې نورې اسانتیاوي یې ور اضافه کړې.

د ۲۰۱۶ کال د فروري په میاشت کې د یو نشر شوي خبر له مخې”واټس اپ یو ارب استعمالونکې لري(مطلب په نړۍ کې په هرو ۷ کسانو کې یو کس واټس اپ استعمالوي)؛ او هره ورځ په واټس اپ باندې ۴۲ بیلیونه پیغامونه، ۱.۶ بلیونه انځورونه او ۲۵۰ ملیونه ویډیوګاني نشریږي. “

د واټس اپ دفتر(هېډ کوارټر) د کالیفورنیا ایالت په Mountain View  سیمه کې دی.

عبدالغني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب