د هوښیارۍ او حافظې د زیاتېدو ۹۲ اسانه لارې

 

۱-په عین وخت کې له دواړو لاسونو نه کار واخلئ،مثلآ په یولاس د خوړلو،څکولو،دویښتانو دږمنځولو اویا دموس نه د استفادې لپاره کار واخلې اوپه بل لاس دلیکولو کار ترسره کړئ.
۲-پخوانې شیان په پوره ابتکار سره بیا جوړ کړئ،کوشش وکړئ چې د خپلې شاوخوا شیانو څخه کار واخلئ له پوره هوښیارۍ او ذرکتیا پواسطه یې بېرته جوړ کړئ.
۳-لېدلې معماګانې حل کړئ.
۴-په هغه لاس چې مخکې مو پرې لیکل نه کول،لیکل وکړئ.
۵-لیکل سرچپه کړئ او بیایې ولولئ.
۶-اوبه وڅکئ دا دمغزو الکتروشیمیايي فعالیتونه پیاوړي کوي.
۷-دسترګو لېد مو بدل کړئ،مثلآ دڅه وخت لپاره مو د کور دتابلو عکس برعکس راځوړنده کړئ.
۸-په مسائلو کې د متن اواعدادو پرځای له نقاشۍ او دلېدلو له لارې مسائل حل کړئ.
۹-دوخت تېریدنه وزغمئ.
۱۰-د ورځې په اوږدو کې نیم وخت مې خوب او سوچ ته ځانګړی کړئ.
۱۱-وخت مو بې ځایه مه تېروئ.
۱۲-هره ورځ ورزش وکړئ.
۱۳-دمغزو لپاره له ګټورو غذايي موادو څخه ګټه واخلئ څو مغزو ته انرژي ورکړي نه مضرې غذاګانې.
۱۴-د ریاضي محاسبې له ماشین حساب پرته ترسره کړئ.
۱۵-د تلیفون شمېره یاده کړئ.
۱۶-عادي عادتونو ته مو تغیر ورکړئ.
۱۷-یوه ذهني لوبه وکړئ.
۱۸-دبحث په وخت په استدلال او دلیل سره مقابل طرف ته یقینیت ورکړئ.
۱۹-هدف ټاکنه وکړئ.
۲۰-لکه د ماشوم غوندې له هر څه سره کنجکاو شئ.
۲۱-مثبت فکر وکړئ.
۲۲-د سلو داسې شیانو لیست برابر کړئ،چې دهغې قدر کوئ.
۲۳-مجلې وساتئ،چې ذهن ته مو تحریک ورکوي.
۲۴-د سلو ورځو په اوږدو کې پیاده تګ وکړئ.
۲۵-نظریات مو په یاد ولرئ ترڅو له هغې څخه په راتلونکې کې ګټه واخلئ.
۲۶-نننی کار او ژوند مو اسانه پلان ګذاري کړئ او هغې په منځ کې تعادل وساتئ.
۲۷-هغې څه چې تراوسه مو نه دې کشف کړي دنظریاتو ټولګي ته لاړ شئ.
۲۸-کلمې برعکس هجا کړئ.
۲۹-دکور لوازم او کوچونه دیو بل پر ځای کېږدئ.
۳۰-نړۍ بغیر له قضاوت ووینئ.
۳۱-که دیوې موضوع په اړه بشپړ مالومات نه لرئ هغه له نورو سره شریک کړئ.
۳۲-یوې مسائلې ته د مختلفو کسانو له نظره وګورئ خپله فکر وکړئ مثلآ یوفقیر،نابغه ،سست او یو بریالی کس یوې مسلې سره څه ډول چلند کوي.
۳۳-یوه نوې تفریح دځان لپاره جوړه کړئ.
۳۴-دمختلفو موضوع ګانو ترمنځ چې په ظاهر کې سم اوبرابر نه وي ارتباط جوړ کړئ.
۳۵-په خلاقیت، ابتکار اوتخیل سره نظریات رسم کړئ.
۳۶-په اونۍ کې یوه ورځ ارام ولرئ.
۳۷-دحافظې دپياوړي کېدو تکنیکونه زده کړئ.
۳۸-له هوښیارو اومثبت فکر لرونکو خلکو سره راشه درشه وکړئ.
۳۹-هره ورځ نوې کلمې یادې کړې اوله هغې ګټه واخلئ.
۴۰-له هېواده بهر سفر وکړئ.
۴۱-له څو کاره کسان مه اوسئ په مخشص وخت کې یوه کار ترسره کړئ خو په ښه کیفیت سره یې ترسره کړئ.
۴۲-دبریالیو او متفکرو خلکو نقل وقول را جمع کړئ.
۴۳-خپل روایات واضح او شفاف ترسیم کړئ.
۴۴-خپل روایات تل په یاد ولرئ.
۴۵-مشکیلات مو په لوړ غږ سره ووايي.
۴۶-لوبه وکړئ.
۴۷-له یوه ساعت څخه معکوسه ګټه وکړئ.
۴۸-د خپل شاوخوا بدلونونه څخه خبر اوسئ.
۴۹په کافي اندازه خوب وکړئ.
۵۰-ځان ډېر مه مړوئ.
۵۱-وخاندئ.
۵۲-په یاد ولرئ چې څنګه په خپلو احساساتو تمرکز ولرو او هغه مدیریت کړئ.
۵۳-له تېرو تجربو څخه ګټه واخلئ.
۵۴-یوه انشايي موضوع انتخاب کړئ او دورځې په اوږدو کې دهغې موضوع په اړه څومره چې کولای شئ یوه څه ولیکئ.
۵۵-یوه بله ژبه زده کړئ.
۵۶-ذهني توپان زده کړئ.
۵۷-له پيزار سره لاړ شئ.
۵۸-حداقل هره میاشت یو فکري کتاب ولولئ.
۵۹-دحواسو د تمرکز تکینکونه زده کړئ.
۶۰-نومونه په یاد ولرئ.
۶۱-د تلویزون دلېدو وخت مو کم کړئ.
۶۲-دورځنیو مسائلو لپاره هرڅومره چې وي حل لاره پیدا کړئ.
۶۳-خپله ژبه نورو ته ور زده کړئ.
۶۴-په کاغذ مو لاسې کارونه سم کړئ.
۶۵-له مختلفو لارو کاري ځاي او نورو ځایونو ته لاړ شئ.
۶۶-په لرګي غذا خوړل یاد کړئ.
۶۷-له هرڅه نه وپوښتئ چې ولې؟خصوصآ هغه څه چې مو په نظر سم نه راځي.
۶۸-خپل سبک مو پیدا کړئ.
۶۹-نوې غذاګانې وازمايي .
۷۰-له خپلو فکرونو څخه باخبره اوسئ.
۷۱-تل دهغه منتظره اوسئ چې توقعو يې لرئ.
۷۲-هغه څه چې لولئ خلاصه یې کړئ.
۷۳-هره ورځ په یوې مناسبې حل لارې سره ورځیني مسائل حل کړئ،تشویش مه چې هغه مسئله څومره نه ممکنه ده.
۷۴-په کاري چاپيریال کې مو له الهام لرونکو شیانو څه ګټه واخلئ لکه نقل وقولونه تصویرونه او داسې نور.
۷۵-دتصویر جوړونې لپاره له مبهمو کماتو د تخيل قوې او له خپل ابتکار څخه ګټه واخلئ.
۷۶-ژوره ساه واخلئ.
۷۷-سم کینئ.
۷۸-طبعیت ته لاړ شئ.
۷۹-دتګ و راتګ اود ذهني لوبو په وخت له صوتي کتابونو څخه ګټه واخلئ.
۸۰-دخپلو افکار په نسبت ډېر پوهه او مواظب اوسئ.
۸۱-دورځنیو کارونو یولیست چې باید ترسره یې کړئ جوړ کړئ.
۸۲-خپل لید لوری او درک مو زیات کړئ.
۸۳-مطالب چې ممکن هېر يې کړئ دسوال په ډول یادته راوړئ او دورځې په اوږدو کې څو ځله له ځانه هغه وپوښتئ.
۸۴-له هغو خوړو څخه چې الرژي او حساسیت درته پيدا کوي پرهېز وکړئ.
۸۵-د حافظې د پیاوړی کېدو تکنیکونه زده کړئ.
۸۶-خطاګانو څخه مه وېرېږئ،خطاګانې مو ترټولو پياوړی ښوونکی دی.
۸۷-له هغه طریقو څخه ګټه واخلئ چې بریالي خلک یې استفاده کوي.
۸۸-داړتیا وړ عادتونه ځانته جوړ کړې،هغه ډول چې پوهېږئ حداکثر یوعمل او فکر ۳۰-۴۵ورځې اخلي چې په عادت تبدیل شي.
۹۰-سباناری وکړئ.
۹۱-ښه لېدنه وکړئ.
۹۲-له کافي(قهوه) لرونکو موادو ګټه واخلئ.

ژباړه: مصطفی ساپی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب