د نکاح په اصولو او شرائطو عمل کول
نکاح یو شرعي عقد دی، یا په اصطلاح یوه شرعي معامله ده لکه بیع، مضاربت، اجاره او داسې نور…
علماء د نکاح تعریف داسې کوي (هو عقد شرعی یرد علی ملک المتعة) یعنې نکاح یو عقد دی چې واردېږي په ملک د متعې باندې عقد په عربي لغاتو کې د دوو کسانو تر منځه په یو شي یا انداز باندې موافقې ته وايي لکه په بیع( خرید او فروش) کې د دوه کسانو تر منځه د مال د قیمت په اندازه باندې موافقه کول، یا لکه په اجاره کې چې دوه کسان په کومه اندازه موافقه سره وکړي دغسې نکاح هم د ښځی او خاوند تر منځه یوه موافقه ده.
په هره معامله کي دواړه معامله کونکي ځانته شرائط لري، که تر آخره په شرائطو عمل وشي نو معامله به تر آخره ښه روانه وي، همدارنګه د نکاح لپاره هم شریعت غراء محمدي صلی الله علیه وسلم ځانته شرائط وضعه کړي که د نکاح په شرائطو هم تر آخره عمل وشي، نو د زوجینو ترمنځه به هیڅ مشکل نه پیدا کېږي، نوموړې موضوع ډیر تفصیل ته ضرورت لري البته د تنبیه په شکل په لنډو ټکو کې څو شرائط ستاسو حضور ته وړاندې کوم:
۱- شرط: له اول څخه تر آخره یعنې له کوژدې څخه تر واده پورې د شرعي اصولو سره پورګرام یا مراسم پر مخ وړل چې له ناروا حرکتونو، د اغیارو له رواجونو بې ځایه مصرفونو او داسې نورو څخه ځان وساتل شي.
۲ـ شرط د نارینه تفوق یا حاکمیت: يعنې شریعت خاوند یا نارینه په ښځه باندي حاکم ګرزولی یا يې د کور سرپرستي ورپه غاړه کړي، ښځه بايد کوشش ونه کړي چې په خاوند باندې خپله مشري اوحاکمیت ومني، که داسې وکړي بیا د خاوند او ښځي په ورځني ژوند کې مشکل را منځ ته کېږي، دا څرګند حقیقت دی او ډیر دلائل پرې موجود دي چې مشري او د کور سرپرستي الله جل جلاله خاوند ته ورپه غاړه کړې ده. لکه: رب العالمین جل جلاله فرمایلي دي: (الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ ) الآية [النساء:۳۴].
ژباړه: سړي په زنانه وو باندې حاکمان دي.
قوام په عربي لغت کې حاکم، ډیر تصرف کونکي او واکدار ته ویل کېږي لکه په کلیوالې سیمو کې کوم کس د کلیوالو غم او ښادۍ کې کار ته حاضر او ولاړ وي نو خلک وايي: «فلانکي همیش په مړي اوژوندي کي ملا تړلې وي» عرب وايي: «فلان قوام فی کل الامور» نو څوک چې ډير تصرف کونکی او واکدار وي هغه مشر بلل کېږي له دې ایت کریمه څخه معلومه شوه چي خاوند په ښځه باندې حاکم او مشر دی.
دوهم دليل د همدغه پورتني ایت پاتې برخه کې رب العالمین جل جلاله د حاکمیت وجه بیان کړې ده: ( بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ ۚ ) الآية [النساء:۳۴].
ژباړه: یعنې په سبب د دې چې الله جل جلاله ځينو ته په ځينو نورو بهتري ورکړي او په سبب د دې چې خاوندان له خپلو مالونو څخه په ښځو مصرف کوي، نفقه ورکوي.
یعنې سړي ته الله جل جلاله له دي امله په ښځو فضیلت ورکړی چې په سړي کې چې کوم طاقت موجود دی هغه په ښځه کې نشته، ښځه نیم عمر له عبادت څخه پاتې وي، عقل يې کم، توانايي يې کمه ده، سړی ځواکمن او ښځه دومره ځواکمنه نه وي، او بل دا چې د کور مصرف ټول په خاوند دی، ښځه په کور کې ناسته په تیاره يې خوري او څښي، د نفقي مسؤلیت ټول په خاوند دی، البته! دا یو عزت هم ده چي رب العالمین ښځي ته ورکړی چې په کور ناسته او نفقه به يې د خاوند په غاړه وي، بل ځای کې هم رب العالمین جل جلاله فرمايلي دي: ( وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ ) الآية [البقرة ۲۳۳].
ژباړه: د بچو په پلار باندي لازم دي چې د ښځو نفقه او د هغوی کسوه یا جامي.
نو چې مصرف په خاوند شو طبعا چې څوک مصرف کوي، هغه مشر وي.
دریم دليل د حديث مضمون دی، چې هر یو ستاسو په شان د شپونکي دی او د خپل رعیت په اړه به پوښتنه ځني کیږي په آخر کې يې تصریح کړې ده چې سړی یا خاوند راعي ده د ښځي په اړه به پوښتنه ورڅخه کېږي دې مبارک حديث څخه هم معلومېږي چې خاوند مشر او حاکم ده.
خلاصه دا چې حاکمیت د خاوند لاس کې دی که ښځه د حاکمیت او مشرۍ کوشش وکړي نو کورنی مشکل پيدا کوي، د ښځې او خاوند تر منځ ژوند تریخ کيږي او آخر د جدايي سبب ګرزیدلی شي.
۳ ـ د ښځي حقوق په ځای کول: له پیغمبر علیه السلام څخه پوښتنه وشوه چي د ښځو پر مونږ څه حقوق دي؟ رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «أَنْ تُطْعِمَهَا إِذَا طَعِمْتَ ، وَتَكْسُوَهَا إِذَا اكْتَسَيْتَ» رواه ابو داؤد.
ژباړه: چې خوراک ورکړه ښځې ته، کله چې تا څه خوړل، او جامې واغوندوه ښځې ته کله چې تا څه اغوستل.
مطلب دا چې د خپل وس مطابق خوراک ورکوه او لباس ورته اخله، څه چې ته خورې هغه به ښځي ته هم ورکوې، داسې نه چې له کور څخه بهر چې دې خپله څه زړه غواړي خورې او ښځي ته ارزانه خوراک ورکوې، داسې مکوه چې څه دې خپله خوړل ښځې ته يې هم ورکوه او ښځه دې هم داسې نه کوي چي د خاوند اقتصاد خراب وي او دا هر وخت ښه خواړه غواړي، که دې ځان ته کالي یا جامي کولې ښځې ته يې هم کوه. معمولاً سړی اخترونو کې ځانته جامې کوي نو لازماً دې ښځي ته هم کوي کوم انداز جامي چې ځان ته کوي، د همغه قیمت اندازه دې ښځي ته هم کوي او ښځه دې هم داسې نه کوي چې د خاوند اقتصاد ته نه ګوري څه يې چې زړه کي وي خاوند ته وايي چې اله زر کوه جامې راته را ونیسه، معمولاً ښځه داسي وي چي یو ځل جامي واغوندي دوهم ځل هغه نه اغوندي، وايي دا خلکو لیدلي ماته نورې وکړه، داسې کړه د کورنۍ اقتصاد ته هم ضربه رسوي او دښځي خاوند تر منځه لانجه هم ترې جوړېږي.
( ولاتضربنه ضرب مؤلمٍ) پیغمبر علیه السلام فرمائي ښځه به دومره انداز کې نه وهي چې درد ورته ورسېږي. علما وايي چې «ضرب مؤلم» هغو وهلو ته وايې چې داغ يې په وجود کې پاتې شي که د ښځي د اصلاح لپاره وهلو ته ډېر ضرورت پیدا شو نو علماء وايي: د داسي وهلو اجازه غوندې شته چي صرف تهديد ورته ورسېږي بس، کفایت کوي، لکه په مسواک باندي وهل…
( ولاتحقرنه) پیغمبر علیه السلام فرمايي چې د ښځې سپکه به نه وايي چې د پلارګنۍ یا نورو امورو په اړه پیغورونه ورکوي ترڅو هغه پری خجالته شي.
دغه امور او دې ته ورته د نکاح نور شرائط که په نظر کې ونیول شي نو هېڅکله به د خاوند او ښځې ترمنځه مشکل پيدا نه شي او که په دې شرائطو عمل ونه شي طبعاً به کورنی مشکل ایجاد او هره ورځ به اخ او ډب وی.