د نړۍ ډېری ښارونه د ډوبېدو له ګواښ سره مخ دي!

د سهیلي قطب د کنګلونو د ویلي کېدو له امله ځمکه د ډوبېدو له ګواښ سره مخ ده، دسهیلي لویې وچې انترکتیکا په لویدیځه برخه کې له کلونو راهیسې کنګلونه، هلته د غونډ شوي حرارت له وجې په بیړه د ویلي کېدو په درشل کې دي، او دا په داسې حال کې چې د نوموړو کنګلونو له ویلي کیدو پرته بله لار نشته، دا ګواښ د امریکا دفضايي ټولنې ( ناسا ) د ساینسپوهانو لخوا وروسته له هغه خپور شو، کله یې چې د کلفورنیا له پوهنتون سره په ګډه یوه څېړنه تر سره کړه.

ټولنې په ډاګه کړې چې په سیمه کې له څلورو لسیزو را په دیخوا د مصنوعي سپوږمکیو د معلوماتو او هوايي وړاندوینو  له مخې جوتېږي چې دغه یخونه چې د توقع خلاف ډېر په بیړه ویلي کېدونکي دي، داسې حالت ته رسېدلي چې له ویلې کیدو پرته یې بله لار نشته! دنوموړې ټولنه یو ساینسپوه وايي: ( مونږ دې پایلې ته رسیدلي یو چې دا کنګلونه به هرومرو ویلي کيږي، که څه هم چې کیدای شي څه وخت ونیسي).

 ( ناسا ) دغه کنګلونه دبیانوونکو نقشو په مټ شرح کړې دي، کومې چې ښيي هلته کنګلونه، کنګل شوې ویالې په څومره بیړه ویلي کېږي! او داسې اوبه ترې را خوټېږي، چې نړۍ یې ساری نه دی لیدلی! نوموړی ساینسپوه وايي: ( په دغه کنګلونو کې بېساري کموالی راغلی، یعني زیات یې ویلي شوي، دغه ویلي کېدل په کال کې د یوکیلومتر په کچه دي، کیدای شي دا کچه به ځینو ته ډېره د پام وړ نه وي، خو د دا ډول بدلون رامنځ ته کېدل او په دومره بېړه، د معمول خلاف دی )

نوموړې څېړنې د سمندرونو د اوبو د کچو د لوړوالي په ګواښ زور اچولی، چې په منځنۍ کچه په کال کې یو ملي متر لوړېږي، او دا د هغو کنګلونو له امله چې د اوبو د حرارت له وجې ویلي کېږي، څېړنه دې پایلې ته رسېدلې ده چې: ( د هغو تودو ګازي پارېدونو کومې چې د حرارت دغونډېدو لومړی لامل دي، د کموالي هڅې به ددې ضمانت ونشي کړی چې هلته د کنګلونو د ویلي کېدو کچه، چې امکان نه لري، را کمه کړي، ځکه دا داسې یوه پېښېدونکې پېښه ده چې بدلون یې له وسه وتلی کار دی. ) عربي سکای نیوز

عبد الکریم مجاهد.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب