د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه…

عيسی عليه السلام مي په خوب وليدی:
د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه…
اسپانوي الاصله امريکايي ځوان د نيويارک کي په بروکلين ښار کي د سهار د لمانځه پر مهال د مسلمانانو يو مسجد ته داخل شو ، د جماعت وروسته يې لمونځ کوونکو ته وويل : غواړم چي د اسلام سپېڅلي دين ته داخل شم.
خلکو ورته وويل : ته څوک يې؟
ده ورته وويل : ما پرېږدئ او پوښتنه مه راڅخه کوئ!
خلکو غسل ورکړ ، د شهادت کلمه يې وويل.
ځوان ته يې لمونځ ( له ټولو فرائضو او ادابو ) سره ور وښود ، ځوان به همېش په ډېره مينه او خوشوع سره د خپل عظيم رب عبادت کاوه ، په داسي مينه او خوشوع سره چي د ټول مسجد خلک به ورته حيران او په تعجب کي وه.
يوه ورځ د لمونځ کوونکو وروڼو څخه يوه وغوښتل چي د نوي مسلمان شوي ورور له خولې څخه واوري ، چي څه عامل او سبب و چي دی يې د اسلام د سپېڅلي دين منلو ته وهڅوی.
نو ورته ويې ويل : ای وروره!
ته د (خپل اسلام راوړلو ) کيسه راته وکړه!
ده ورته وويل : په الله مي دي قسم وي زه په نصراني کورنۍ کي رالوی شوی وم ، له نصرانيت سره مي بې کچي مينه وه ، له عيسی عليه السلام سره مي د زړه له تله مينه لرل ، خو کله چي مي د عيسويانو ( نصرانيانو) اخلاقو ( عقيدې او اعمالو) ته وکتل نو ما وليدل چي دوی د عيسی عليه السلام له لار څخه ډېر اوښتي وه ، نو بيا ما د حق دين لټون پيل کړ ، هغه و چي الله تعالی زما سينه ( د اسلام قبلولو ) لپاره راخلاصه کړل.
يوه شپه مخکي له دې چي زه ستاسو مسجد ته داخل شم ، د حق دين او حقانيت په هکله له ډېر ژور فکر کولو وروسته ويده شوم او خوب مي ليده چي په خوب کي مسيح ( عيسی) عليه السلام راته راشي او په سبابه ګوته اشاره راته وکړي دارنګه لګه ما چي (يوڅه ته ) متوجه کوي او راته يې وويل : محمدي شه ( د سيد الانبياء حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دين قبول کړه).
زه هم ( سهار وختي ) له کوره راووتلم ، تر څو مسجد پيداکړم او الله تعالی لار راوښودل او هغه و چي ستاسو مسجد ته درغلم.
کله چي لمونځ کوونکي او نوي مسلمان ځوان خبري خلاصي شوې ، مؤذن راغی او ماخوستن د لمانځه اذان يې وکړ.
نوی مسلمان شوی ځوان له لمونځ کوونکو سره د ماخستن پر جماعت ودرېدی ، لومړی رکعت يې لومړۍ سجدې ته ورسوی ، کله چي امام دوهم رکعت ته پورته شو ، ځوان خپل روح خپل کريم او مهربانه رب ته سپارلی و او همداسي پرسجده ويده پاته شو، د څنګ ملګري يې غوښتل چي راپورته يې کړي ( ويې ښوروی) خو ځوان راپورته نه شو.
نېکمرغه دي هغوی چي له مرګ مخکي له خپل رب سره جوړه وکړي او خپل مهربانه رب راضي کړي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب