د نوموتي اتل «قتادة رضي الله عنه» د میني رښتینی انځور!

 

“قتادة بن نعمان(رضی الله عنه) خپله اتلولۍ د احد په میدان هغه مهال وښوده، چې د مسلمانانو په صف کې د ماتې نښو، نښانو خپل شتون را څرګند کړ. کفارو له موقع نه په ګټې اخیستو د “کونینو” د سردار (نبي علیه السلام) پر لور ور ودانګل. دا مهال له هغه مبارک نه د دفاع په موخه ډېر لږ صحابه پاتې ول؛ د هغوی په منځ کې یاد اتل( رضی الله عنه) هم شتون لاره.

نبي علیه السلام مبارک لیندۍ ورکړه، تر هغه یې پرې سخت مقاومت وکړ ترڅو چې له کاره وولېده؛ یاد اتل خالي لاس په دې سوچ کې دی؛ چې اوس څنګه له خپل محبوب (نبي علیه السلام) نه دفاع وکړي.  وروسته یې و انګېرله؛ چې خپل ځان د هغه مبارک و مخې ته سپر جوړ کړي ترڅو دی د دښمن د غشو هدف شي او هغه مبارک ته کوم زیان ونه رسېږي، همداسې یې وکړل. ناڅاپه یو غشی د یاد اتل په سترګه ور برابرشو؛ چې له امله یې د سترګې تور پر مخ را وبهېدل او سترګه یې را وځړېده!

صحابه و(رضی الله عنهم) له یو لړ مشورو وروسته وپتېیله، چې سترګه یې باید پرې کړای شي؛ خو دی د نبي علیه السلام مبارک خواته د مشورې په پار راغی په داسې حال کې؛ چې سترګه یې په لاس کې نیولې وه!

نبي علیه السلام یې په یاد حالت سخت وځورېد؛ رڼې اوښکې یې د ملغلرو په څېرپه مبارکه ږيره کې را وبهېدې! الله پاک ته یې مبارک لاسونه لپه کړل؛ ویې ویل:

(اللهم إن قتادة قد وقى وجه نبيك بوجهه، فاجعلها أحسن عينيه وأحدَّهما نظرًا)

ژباړه: اې الله پاکه! قتاده ستا د نبي له مخه په خپل مخ دفاع کړې؛ ته یې سترګه تر روغې ښه ورغوه، تر هغې یې لیده زیات کړه!

الله پاک د خپل نازولي پیغمبر دعاء په خپل در ومنله، سترګه یې د تېر په څېر، بلکې تر هغه زیات د ښه لیدو څښتنه شوه.

ځار له داسې میني، چې د تن د سترګو تور د خپل محبوب په وړاندې د شمعي په څېر ویلي کړي!

[سیرة بن اسحاق۳‏ /۳۰]، [دلائل النبوة ۴۱۸ ، ۴۱۷]، ﺍﻟﻤﺴﺘﺪﺭک۳/ ۲۹۵].

لیکنه او ژباړنه: م. حمد الله (دانشمند)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب