د نولسمې پيړۍ پرمختګونه

د نخ د اوبدلو ماشين او د بخار د انجن دوه نوښتونو د صنعتي انقلاب رامنځته کيدو ته لاره اواره کړه. د ۱۸مې  پيړۍ په وروستيو کې د بل هر وخت په پرتله د صنعت او ټکنالوژۍ په ډګر کې چټک پرمختګ رامنځته شوه. مخ پر ودې صنعت د ټکنالوژۍ په برخه کې لا زیات پرمختګونه وهڅول. د ساينسي موندنو ګړندۍ څپې د پوهې ساحلونه نور هم پراخه کړل. په همدې مهال کې د صنعتي هيوادونو اقتصادي وده د ګڼو ټولنيزو بدلونونو لامل وګرځيدله.

اختراعات او د ژوند اسانتياوې

د ۱۸مې پيړۍ په پیل کې صنعتي ماشينونه د ذغالو او بخار په مرسته چليدل. خو د ۱۸مې پيړۍ په وروستیو کې د انرژۍ يو نوی ډول کارونې ته وړاندې شو. چې له منځه يې يو هم پټرول و [چې له نفتو ترلاسه کيدل] او د انجنونو په داخل کې سوځيدل او له دې انجن څخه د ګاډي د جوړولو امکانات ډیر وو. بل ډول انرژي د بريښنا وه. په ۱۸۷۰مه کې د بريښنا توليد کوونکي جنراتورونه جوړ شول چې د ماشين انرژي لپاره يې بريښنايي جريان رامنځته کاوه.

د ايډيسن اختراعات:

توماس ايډيسن Thomas Edison د خپل کاري شخصيت په لړ کې له ۱۰۰۰ څخه د زياتو اختراعاتو امتياز ترلاسه کړ، چې د بريښنايي څراع او ګراموفون اختراع هم په کې شامل دي. ايډيسن د خپل کاري شخصيت په لومړيو کې نيوجرسي په مينلو پارک کې يوه تحقیقاتي لابراتوار پيل کړ. د نوموړي زياتره مهم اختراعات د يو لړ نورو متخصيصينو په مرسته چې افريقايي اصله امريکايي مخترع لويس ايچ. لاتيمر Lewis H. Latimer  يې هم په ډله کې شامل وو همدلته ترسره شول. بې له شکه چې د ايډيسن له خوا د يوه تحقيقاتي لابراتوار جوړول پخپله يوه مهمه اختراع وه.

د ارتباطاتو په برخه کې د بيل او مارکوني اختراعات:

نورو اختراع کوونکو بيا د استفادې وړ بريښنا څخه په اوږده واټن کې د غږونو د انتقال لپاره کار واخيست. الکسانډر ګراهم بيل Alexander Graham Bell د کڼو زده کوونکو ښوونکی وو چې له خپل اضافي وخت څخه په استفادې سره يې ټليفون اختراع کړ. هغه خپله جوړه کړې آله په ۱۸۷۶ميلادي کال کې د فلاډلفيا د سليزې په نندارتون کې نندارې ته کيښود. ايټالوي مخترع  ګوګليلمو مارکوني Guglielmo Marconi د اليکټرومقناطيسي څپو په اړه د رامنځته شويو نظري انکشافاتو په کارولو سره په کال ۱۸۹۵ ميلادي کې لومړنۍ راډيو جوړه کړه. دا آله خورا مهمه وه. ځکه چې دې آلې به د مورس کوډ په مرسته د هوا له لارې پرته له سيم څخه پیغامونه ليږل. لومړنۍ راډيوګانې ژر تر ژره په بيړيو کې د معياري اسبابو په توګه وکارول شوې. 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب