انبیاء ع

د نوح علیه السلام اولادونه کوم دي؟

د نوح علیه السلام څلور اولادونه وه چي نومونه يې په لاندي ډول دي:
حام، سام، يافث اوکنعان
په دغو څلورو کي کنعان په طوفان کي غرق سو ځکه دى مسلمان نه وو او  دپلار سره په کښتۍ کي سپور سوى نه وو ځکه ده ويل: زه به غره ته وخېږم هرڅومره اوبه چي راسي ما نسي غرقولاى خو سره ددې چي لوى غره ته وختئ خلاصون يې پيدا نه کړ،  هلاک سو.
 الله جل جلاله د ده لپاره په تقدير کي سعادت نه وو ليکلى او دپلار غوښتني ته يې مثبت جواب نه ووايه کله چي هغه ورته وويل: راسه زويه! په کښتۍ کي سپور سه د کافرانو څخه مه جوړېږه؟ ده بدبخته په جواب کي ورته وويل: زه به لوړ غره  ته وخېژم که اوبه راغلې د هغه غره پر سره به ودرېږم او د طوفان څخه به ځان خلاص کړم. اخر داچي ورځ يې توره سوه او د تل لپاره د بدبختۍ پر ټغر کښېناستى هلاک س. حال داچي نوح علیه السلام دده په اړه دعا وکړه او وې وفرمايل :
وَنَادَى نُوحٌ رَبَّهُ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنْتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ (۴۵). سورت هود، ایت۴۵.
ژباړه: نوح علیه السلام اواز وکړ  او وې ويل: اې زما ربه! بېشکه زما زوى زما د کورنۍ څخه دی او بېشکه ستا وعده حقه ده او ته ښه د حکم کونکو څخه يې.
کله چي نوح علیه السلام دغه دعا وکړه د الله جل جلاله د لوري څخه ملامتيا ورته وويل سوه او الله جل جلاله ورته وفرمايل:
قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنِّي أَعِظُكَ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ (۴۶). سورت هود، ایت۴۶.
ژباړه: الله جل جلاله وفرمايل: بېشکه دى ستا د کورنۍ څخه نه دی ده لره نا صالح عملونه دي، ته زما څخه د هغه شي په اړه پوښتنه مه کوه چي تا لره علم نه وي زه تا ته پند درکوم ددې لپاره چي ته د جاهلانو څخه جوړ نه سي.
د نوح علیه السلام هغو درو زامنو د طوفان څخه خلاصون پيدا کړ، د مځکي پر مخ چي کوم انسانان اوسيږي هغه ټول د نوحعلیه السلام د دغو درو زامنو اولادونه دي له همدې امله ټول انسانان د نوح علیه السلام دغه درو زامنو ته منسوبيږي. په دې ترتيب ټول عرب د سام زامن دي، حام دټولو حبشيانو پلار دی او يافث دټولو روميانو پلار دی.
په دغه اړه په نبوي حديث کي هم يادونه سوې ده: امام احمد رحمة الله علیه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په يوه راويت کي رانقلوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: سام د ټولو عربو پلار دی، حام دټولو حبشيانو پلار دی او يافث د ټولو روميانو پلار دی.
همدا ډول بزار په خپل مسند کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
د نوح علیه السلام څخه درې زامن زېږېدلي دي چي سام، حام او يافث دي، د سام څخه عرب، فارسيان او روميان زېږېدلي دي چي د يافث تر اولادونو خير پکښي ډېر دی او د يافث څخه ياجوج او ماجوج زېږېدلي دي…. الحديث
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: