
د نبی علیه الصلاة والسلام آسونه| آس ساتل
د آس ساتلو په باره کی په کتابونو د حدیث کی ځانته بابونه او فصلونه ټاکلی شویدی. ځکه چی د آس ساتلو په بارهکی ډیر حدیثونه راغلی دی، بلکه د سورة انفال په شپیتم آیت کی الله حکم هم کړی چی تاسی آسونه تیار زین وساتی. او په آس باندی الله قسم هم کړی. الله تعالی فرمايي: وَالْعٰدِيٰتِ ضَبْحًا[سُوۡرَةُ العَادیَات : ۱]
قسم په هغو اسونو دی چي په پرښهار ځغلي؛
فَالْمُورِيٰتِ قَدْحًا [سُوۡرَةُ العَادیَات : ۲]
بيا (په خپلو سومونو سره) سپرغۍ الوزوي؛
فَالْمُغِيرٰتِ صُبْحًا [سُوۡرَةُ العَادیَات : ۳]
بيا د سهار په څرک کښي يرغل کوي؛
فَأَثَرْنَ بِهِۦ نَقْعًا [سُوۡرَةُ العَادیَات : ۴]
بيا په دې وخت کښي د دوړو ګردونو بړبړكۍ جوړوي؛
فَوَسَطْنَ بِهِۦ جَمْعًا [سُوۡرَةُ العَادیَات : ۵]
بيا په همدې حالت کښي (د دښمن) کومي غونډي ته ځان ننباسي.
آسونه د جهاد یوه ستره وسيله ده، نو له همدی وجی نبی علیه الصلوة والسلام د آسونو سره ډیره مینه وه، او په ډیره مینه به یی آسونه ساتل، او خدمت به یی نبی کریم صلی الله عليه وسلم پخپله کاوه. او پخپل مبارک څادر باندی به یی پاکول. د نبی علیه الصلوة والسلام له آسونو سره محبت له دینه معلومیږی چی په ټولو خپلو آسونو باندی یی نومونه ایښی وو. د نبی علیه الصلوة والسلام آسونه ډیر وو، خو اوه (۷) داسی آسونه د نبی علیه السلام دی چی پههغو باندی دټولو علماوو اتفاق دی.
اول. (السَّكْبُ) په معنی د تیز رفتار سره. دا هغه آس دی چی نبی علیه الصلوة والسلام په غزوه احد کی ورباندی سوارلي کړیده.دا آس سور بښن تور وو. یعنی نه تک تور وو او نه تک سور،د سوروالی او توروالی په مینځ کی وو. پښې او تندی یی سپین وو علاوه د ښی لاس نه. دا اولنی آس وو چی نبی کریم صلی الله عليه وسلم اخیستی وو د یو عرب کوچی نه، په لسو اوقیو باندی، چی د نن صبا د حساب مطابق دوه زره ګرامه سپین زر جوړیږي.
دوهم. (سَبْحَة) په معنی د غټ ګام اخیستونکی. دا آس نبی کریم صلی الله عليه وسلم د یو سړی نه د لسو اوښانو په بدل کی اخیستی وو. بیا دا آس نبی علیه الصلوة والسلام خپل تره ځوی جعفر ابن ابی طالب رضی الله عنه ته ورکه، ددی لپاره چی په غزوه موته کی ور باندې جهاد وکړی. او جعفر ابن ابی طالب په همدغی آس باندی سپور، په همدی غزوه کی شهید شو. دا آس سور رنګې وو خو زیړ او سپین رنګ ته مایل وه.
دریم.(الْمُرْتَجِزُ) په معنی د اوچت آواز والا. دا هغه آس دی چی نبی کریم صلی الله عليه وسلم د یو عرب کوچې نه واخیسته. چی د نبی علیه السلام سره یی خبره خلاصه کړه نو بل اخیستونکی ورته راغی او په زیات قیمت یی اخیستل وغوښتل. نبی کریم صلی الله عليه وسلم ورته و فرمايل چی دا آس خو تا په ما باندی همدا اوس خرڅ کړ. عرب کوچی انکار وکړ او وی ویل چې تا سره ګواه شته پدی خبره باندی؟ پدی وخت کی خزیمه ابن ثابت رضي الله عنه راغی او وی ویل چی ځه ګواهی کوم پدی خبره چی نبي کريم صلی الله عليه وسلم باندی تا دا آس خرڅ کړیدی. نو عرب کوچی دا آس نبی علېه السلام ته ورکه. نبی کریم صلی الله عليه وسلم خزیمه ابن ثابت رضي الله عنه ته و فرمایل چی تا سنګه ګواهی وکړه؟ ځکهچی ته خو نه وی په هغه وخت کی. نو خزیمه ابن ثابت رضي الله عنه ځواب ورکه چی ما ګواهی ځکه ورکړه چی ته هیڅ کله درواغ نشی ویلی او زه د ستا په هر شی کی ریښتیني بولم. نو نبی کریم صلی الله عليه وسلم دده ګواهی د دوو ګواهانو برابر وګرځوله د ټول عمر لپاره. دا آس سپین او تور وه. یعنی تور او سپین رنګ پکی ګډ وډ وه.
څلورم. (اللُّحَيْفُ) په معنی د پټونکی سره.
ددی آس لکی ډیره اوږده وه او چی روان به وو نو شاته ځمکه به یی سمه پټوله. دا آس نبی علیه السلام ته فروه ابن عمرو جذامی په تحفه کی ورکړی وو. او نور معلومات یی په مستندو کتابونو کی نشته.
پينځم. (لزّاز) په معنی دنښتونکی سره،مطلب دا چی ډیر تېز رفتار وو او په مسابقه کی د هدف سره ګویا چی نښتی دی. دا آس نبی کریم صلی الله عليه وسلم ته مقوقس پاچا په تحفه کی ورکړی وو.
شپږم. (اَلظَّرِبُ) په معنی د غونډی سره. او دی آس ته ځکه دا نوم ورکړل شوی وو چی دا ډیر چاغ وو. دا آس هم نبی علیه السلام ته فروه ابن عمرو جذامی په تحفه کی ورکړی وو.
اوم. (الورد) ددی خپله معنی د ګلاب د ګل ده. ددی آس رنګ د ګلاب د ګلانو غوندی وو نو ځکه ورته دا نوم کیښودل شو. دا آس نبی کریم صلی الله عليه وسلم ته تمیم داری رضي الله عنه په تحفه کی ورکړی وو. او بیا وروسته همدغه آس نبی علیه السلام عمر رضی الله عنه ته په تحفه کی ورکړ. او عمر رضی الله عنه تر آخره وساته. ډیرو خلکو عمر رضي الله عنه نه ددی آس اخیستل و غوښتل په ډیر اوچت قیمت باندی. دا د نبی علیه السلام تحفه وه نو ځکه عمر رضی الله عنه په هیڅ قیمت نه خرڅاوه.
لیکونکی: فضل الرحمن حقاني البغلاني