د نبي علیه السلام د سخا یوه بېلګه!
ابو هریرة رضی الله تعالی عنه فرمايي: په الله پاک قسم! پر جيګر به مې لاس د لوږې له امله ایښی و. او ما به پر خپل نس د لوږې له امله کاڼي تړل.
یوه ورځ د صحابه کرامو پر لاره کېنستم، پر کومه چې به هغوی راتلو، ابو بکر رضی الله تعالی عنه تېرېدل، د یوه ایت په اړه مې وپوښتل. هدف مې ایت نه و، غوښتل مې، چې هغه مې له ځان سره کورته بوزي؛ خو هغه رضی الله تعالی عنه داسې و نکړل.
لږ وروسته د کونینو سردار صلی الله علیه وسلم په همدې لاره را برابر شو! هغه علیه السلام مبارک هغه درد حس کړ، چې زما پر مخ یې نښې نښانې څرګندي وې او څه مې چې په زړه کې و، هغه ور ته څرګند شول.
هغه علیه السلام مبارک راته ویل: “ابوهریرة!”
ورته مې ویل: په خدمت کې دې یم، اې د الله پاک رسوله!
هغه مبارک راته وفرمایل: “په ما پسې شه”. اجازه مې وغوښته، اجازه راکړل شوه، ور ننوتم، په یوه پیاله کې مې شودې وليدې!
هغه علیه الصلاة والسلام مبارک وفرمایل: “شودې مو له کومه کړې؟”
هغوی ورته ویل: فلاني راته هدیه کړې/د فلاني کورنۍ راته هدیه کړې.
هغه علیه السلام مبارک راته ویل: “اباهر” (ابوهریرة)
ورته مې ویل: په خدمت کې دې یم، اې د الله پاک رسوله!
ویلي: ولاړشه! اهل الصفه (نبوي طالبان) را وغواړه.
– راوي وایي: اهل الصفه د اسلام (مسلمانانو) میلمانه وو، نه یې کورنیو ته پناه وړه او نه یې مال لاره. کله به چې رسول الله ته څه هدیه کړل شو؛ نوه لږ برخه به هغه علیه السلام واخسته نوره به یې هغوی ته ورکړل. که به د خیر ښېکڼې او خیرات څیز و؛ نو هغه به یې ټول هغوی ته ورکړل. –
ابو هریره رضی الله تعالی عنه وایي: ډېر پریشانه شوم؛ ځکه ما انګېرله، چې د شیدو پاتې شونې به زه وڅښم تر څو پاته ورځ او شپه پرې څه قوت ترلاسه کړم. ویل مې، چې زه د خادم حیثیت لرم، که هغوی راشي؛ نو شودې به زه پرې ګرزوم. ماته به څه پاتې شي؟ خو دا چې د الله جل جلاله او دالله د رسول پیروي حتمي وه؛ نو غاړه مې ورته کېښوده. ورغلم، را ومې بلل. هغوی رضی الله تعالی عنهم چې کله راغلل، اجازه یې وغوښته، اجازه ورکړل شوه، ټول په کوټه کې پر خپلو ځایونو کېناسته. مبارک علیه السلام راته ویل: «أبا هرّ، خُذْ فأعطهم»
ژباړه: ابوهریره (پیاله) ونېسه، هغوی ته یې ورکړه. یوه به پیاله ونیوله، وبه یې څښلې، تر دې چې ټول اوبه شول. هغه علیه السلام مبارک ته مې پیاله ورکړه، په لاس کې یې ونیوله، څه لا پاتې وې، سر مبارک یې را پورته کړ، را ویې کتل، ویې خندل! او ویې ویل: اباهر (ابو هریرة) ورته مې کړه: په خدمت کې دې یم. ویلي:
«بقيت أنا وأنت»
ژباړه: زه وته پاتې شوو. ورته مې ویل: هوکې، یا رسول الله! راته یې وفرمایل: کېنه، ویې څښه! کېناستم، ومې څښلې. بیایې را ته وویل: ویې څښه. ومې څښلې. تر هغه یې را باندې څښلې؛ تر دې چې مې ورته ویل: نه، په هغه ذات مې دې قسم وي، چې ته یې حق پیغمبر را استولی یې! په ځان کې مې د یوه غړپ ځای هم نور نشته. وروسته هغه مبارک راته ویل:
«ناولني القدح»
ژباړه: ما ته پیاله راکړه. پیاله مې ورکړه، پاتې شودې هغه علیه الصلاة والسلام مبارک وڅښلې.
أخرجه البخاري؛ والترمذي وقال: صحيح كذا في البداية.
[حياة الصحابة، ٣٧٩/١].ژباړه: م. حمد الله دانشمند