دعاوې

دعا ارزښت قرآن او حدیث کې

ددُعاء ارزښت دقرآن کريم په رڼا کې

ددُعاء په اسلام کي ډېرلوی شان دی اولوړه مرتبه لري ځکه دُعاء له مهموعباداتوڅخه ده اوالله تعالی  ته دقربت اونږدېکت فائده منه اومؤثره لارده، له دې امله ډېرنصوص په قرآن کريم اواحاديث نبويه کي راغلي دي چي هغه په څرګنده ددُعاء دفضيلت اواهميت ښکارندوی دي اومسلمان دېته هڅوي چي هغه بايدپه دې مهم اولوی عبادت کي ډېري هڅي وکړي .

په دغونصوصوکي ددُعاء فضائل په مختلفوډولونوسره بيان شوي دي: په ځينوکي يې په دُعاء کولوباندي امراوهڅونه شوې،په ځينوکي يې ددُعاء له پرېښودلوڅخه منع شوې،په ځينوکي يې ددُعاء دکولوفضائل ذکرشوي،په ځينوکي يې دهغومؤمنانوستاينه شوې څوک چي دُعاګاني کوي اوددوی لپاره اجرونه اوثوابونه  ذکرشوي اوپه ځينوکي يې دهغه چامذمت اوبدي بيان شوې چي دُعاوي نه کوي اوداسي نور…

ددُعاء په هکله  بله يوه نکته په قرآن کريم کي داهم ده چي الله تعالی خپل مقدس کتاب په دُعاء سره پيل کړی اوپه دُعاء سره يې ختم کړی دی .

هغه داسي چي الحمدُلله سورت دقرآن کريم  دپيل سورت دی،په دې کي دُعاء شته،له الله تعالی څخه په دې سورت کي انسان خپل لوی اومهم مقاصدغواړي چي هغه دسمي لاري هدايت،پرعبادت باندي  مرسته اوکومک غوښتل دي .

سورةُ الناس چي دقرآن کريم روستنی  سورت دی،هغه هم په دُعاءباندي مشتمل دی،هغه داسي چي  په دې سورت کي بنده له الله تعالی څخه داسوال کوي چي دوسوسي اچوونکي له شره مي وساته،که هغه انسان وي که پېری .

نوپه دې کي هيڅ شک نه پاته کيږي چي کله د قرآن کريم افتتاح اواختتام دواړه په دُعاء سره شوي دي نودادليل دی چي دُعاء دعبادت روح اومغزده .
بل داچي الله تعالی په ګڼوآياتونوکي دعاء ته عبادت ويلي چي دايوعبادت دی.
له دې څخه هم  ددُعاء فضيلت اوارزښت معلوميږي .
بل داچي مخلوق ټول الله جل جلاله  ته محتاج دی اوالله تعالی له مخلوقه غني اوبې پرواه دی ځکه دالله سره هرڅه شته،دهيڅ شي کمی  ورسره نشته اوموږته يې امرکړی چي بايدله الله جل جلاله  څخه سوالونه  اودُعاګاني  وغواړو

الله جل جلاله  فرمايې:اُدعُوارَبَکُم تَضَرُعًاوَخُفيَةً انَه لَايُحٍبُ المُعتَدٍينَ(الاعراف :55)
(خپل رب وبلئ،په زاريواوپه پټه،دايقيني ده چي هغه له حده تېري کونکي نه خوښوي)
وَقَالَ رَبُکُمُ ادعُوني اَستَجب لَکُم (الزمر)

له ماڅخه  دعاءغواړئ،زه به ستاسودعاوي قبولي کړم.
وَاذَاسَئَلَکَ عبَادي عَني فَاني قَريبٌ
اُجيبُ دَعوَة َالدَاع اذَادَعَانٍ فَليَستَجيبُوالٍي وَليُؤمنُوابٍي لَعَلَهُم يَرشُدُونَ(البقرة:186)

{ اواې پيغمبره!زمابندګان که له تانه زماپه باب پوښتنه وکړي،نوهغوته ووايه چي زه ورته ډېرنږدې يم،بلونکی چي کله ماوبلي،زه دهغه بلنه اورم او ځواب ورکوم،نوهغوته ښايې چي زمابلني ته لبيک ووايي اوپرماباندي ايمانونه راوړي،ته داخبره هغوته واوروه،کېدی شي چي هغوی سمه لاره ومومي}

په بل ځای کي فرمايې:وَلَاتُفسدُوافي الاَرض بَعدَاصلَاحهَاوَادعُوهُ خَوفًاوطَمَعاً انّ رَحمَتَ الله قَريبٌ منَ المُحسنين (الاعراف56)
{په زمکي کي فسادمه راولئ،وروسته له هغه چي په هغې کي اصلاحات راغلي دي،اوهمغه الله دوېري اواميدسره وبولئ،په يقيني توګه دالله رحمت نېکانوته نږدې دی}

په بل ځای کي فرمايي :فَادعُوااللهَ مُخلصين له ُ الدٍينَ وَلَوکَرهَ الکَافرُونَ(غافر:14)
{نواې رجوع کوونکو:همغه الله وبولئ،دهغه لپاره دخپل دين په خالص کولوسره،اګرکه ستاسوداکاردکافرانوهرڅومره بدي شي}

دغه ټول آياتونه موږته ددُعاء اهميت اوغوره والی بيانوي.
الله تعالی خپلوبندګانوته په قرآن کريم کي خبرداری ورکړی چي الله تعالی تاسوته نږدې دی،ستاسودُعاء اوري اوستاسودُعاوي قبلوي .

له دې امله کله چي دانسان تعلق دالله تعالی سره زيات شي اودالله تعالی معرفت ورته ډېرحاصل شي نودومره يې دعاګاني ډېريږي اوالله تعالی ته يې عاجزي اوتوجه زياتيږي له دې امله (په ټول مخلوق کي الله تعالی ته ډېرنږدې)پيغمبران عليهم الصلاةُ والسلام داسي ووچي دالله تعالی څخه به يې په هرحالت کي دُعاګاني غوښتې لکه څنګه چي په قرآن کريم کي ددوی داښائسته صفت په مختلفومقاماتوکي ذکرشوی اوددوی ګڼ شمېردُعاګاني هم ذکرشوې دي .

الله جل جلاله  دايوب عليه السلام په هکله  فرمايې:وايوب اذنادی ربه .
يعني ايوب عليه السلام دمصيبت په وخت کي له الله جل جلاله  څخه دعااومرسته وغوښته .
نوالله پاک يې دعاء قبوله کړه.
دارنګه  دټولوپيغمبرانوالله تعالی داسي صفت بيان کړی چي هغوی به له الله جل جلاله  څخه دعاګاني غوښتلې:(

کَانُوايَدعُونَنَارَغَبًاوَرَهَبًاوَکَانُوالَنَاخَاشٍعٍينَ)(الانبياء)
دوی داسي وو چي موږ به يې په شوق اووېري سره رابللو.اوموږته به يې عاجزي کوله.
يعني انبياءعليهم السلام سره ددې چي الله تعالی ته ډېرنږدې ووبياهم الله ته محتاج وو،هغه ته يې عاجزې کوله اوله الله پاک څخه يې دخپلوستونزوهواری غوښت .

داسي نورهم ګڼ شمېرآياتونه راغلي دي .
لکه څنګه چي داصفت الله تعالی دخپلومقربوبندګانو(انبياء عليهم السلام)ذکرکړی دارنګه يې

دمؤمنانوهم داصفت ذکرکړی چي دوی هم له خپل رب څخه سوالونه اودُعاګاني غواړي :تَتَجَافی جُنُوبُهُم عَنٍ المَضَاجٍعٍ يَدعُونَ رَبََّهُم خَوفاًوَطَمَعاًوَممَّارَزَقنهُم يُنفٍقُونَ.{مؤمنان هغه کسان دي چي ډډي يې له بستروڅخه جلاکيږي،خپل رب دوېري اواميدپه حال کي رابولي اوله هغه مال څخه چي موږورکړی خرچ کوي}
دجنتيانوصفت هم الله تعالی په سورۀ يونس کي   دابيان کړی چي دوی دُعاګاني له خپل رب څخه غواړي .

هغوی بل چاته خپل حاجتونه نه وړاندي کول،که څه هم تردوی مخکي ډېرپيغمبران اونېکان خلګ تېرشوي دي،داځکه چي دحاجتونوپوره کوونکی يوازي الله رب العزت دی،له هغه پرته بل څوک داکارنشي کولی.
بل دادی چي نېکان خلګ په دې نېکان شوي دي چي هغوی به يوازي الله تعالی ته دُعاګاني کولې،بل څوک يې په بلنه کي نه ورسره برخه دارکاوو.
حاصل دادی چي دُعاءددين روح،دمؤمن زاداوتوشه ده اوالله تعالی ته دعاجزۍ لويه علامه ده .

د نبوي احاديثو په رڼا کي ددُعاء ارزښت

مخکي موددُعاء دفضيلت اړوندديوڅوآياتونويادونه وکړه دلته غواړوچي په دې موضوع باندي يوڅواحاديث ذکرکړوترڅوددې مهم عبادت اهميت نورهم ښه جوت شي اوددې لوی عبادت سره موشوق اومينه زياته شي .
په نبوي احاديثوکي ددُعاء په هکه بې شمېره فضائل،فائدې اوثوابونه ذکرشوي دي.
دلته يوڅواحاديث دنمونې په توګه ذکرکيږي

له نعمان بن بشيررضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:الدُعَاءُ هُوَالعبادَةُ(دُعاء بعينه عبادت دی)بيائې داآيت ولوست :وَقَالَ رَبُکُمُ ادعُوني اَستَجٍب لَکُم اٍنَ الَذٍينَ يَستَکبٍرُونَ عَن عبَادَتٍي سَيَدخُلُونَ جَهَنَمَ دَاخٍرٍينَ (غافر:60)
{ستاسورب فرمائلي دي:له ماڅخه دُعاوي وغواړئ زه به ستاسودُعاګاني قبولي کړم،بېشکه هغه کسان چي زماله عبادت(دُعاء اورابللو)څخه لويې کوي زرده چي دوی جهنم ته په داسي حال کي داخل شي چي ذليل اوسپک  به وي}(ترمذي اواحمد)
له دې حديث څخه ددُعاء اهميت اوفضيلت ډېرپه واضح ډول معلوميږي  چي دُعاءدعباداتوله غټواقساموڅخه ده .
له ابوهريره رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:لَيسَ شئ اکرم علی الله من الدُعاء(رواهُ الترمذي وابن ماجة وابن حبان وهوحديث حسن){پرالله تعالی باندي تردُعاء بل هيڅ شی ډېرعزتمندنه دی}
داحديث هم ددُعاءدفضيلت ډېرښه څرګندوی.
داچي ولي دُعاء دومره لوی فضيلت لري چي الله تعالی ته تربل هرعبادت
عزتمنه ده؟ددې څولاملونه علماووذکرکړي دي :
{اول}په دُعاء کي الله تعالی ته عاجزې ده،دخپل ضُعف اوحاجت الله جل جلاله  ته څرګندول دي،په داسي حال کي چي عبادت خپله عاجزۍ ته ويل کيږي .
{دويم}په کوم عبادت کي چي زړه ډېرعاجزوي اودانسان فکرپکي ښه حاضروي، هغه عبادت بهتراوغوره دی .

داصفت په دُعاء کي  په ډېره واضحه توګه موجوددی  ځکه دانسان حاجت اوستونزه انسان دېته اړباسي چي عاجزي اودزړه حضوردي يې په دُعاء کي  موجودشي .
{دريم}ددُعاء سره توکل اوله الله تعالی څخه استعانت اومرسته غوښتل لازم دي،توکل دې ته ويل کيږي چي انسان پرالله تعالی باندي دزړه اعتمادوکړي څو الله تعالی يې حاجتونه اوستونزي ورحل اوختمي کړي،دُعاء دااعتماداوتعلق نورهم قوي کوي بلکي  دُعاء په حقيقت کي ددې حالت څرګندونه کوي.
بل داچي دُعاکوونکی په دې اندوي چي زمادامشکل يوازي الله تعالی حلولی شي نوله دې امله خپله پوره محتاجي اواړتياالله تعالی ته احساسوي نودُعاءله الله تعالی څخه په داسي حالت کي غواړي چي هم يې پرالله تعالی اعتمادوي اوهم ترې اميدلري.
دادوه صفتونه چي په کوم عبادت کي جمع شي نومعلومه خبره ده چي هغه عمل اوعبادت افضل اوغوره عبادت دی .
له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

من لم يدع الله غَضبَ عَلَيه (رواه الترمذي واحمدوابن ماجة){څوک چي له الله جل جلاله  څخه دُعاء نه غواړي الله تعالی  ورباندي په غضب کيږي}
په دې حديث کي دېته اشاره ده چي دُعاء يومهم عبادت دی،څوک چی دُعاګاني کوي دهغه سره الله تعالی مينه اومحبت لري اوڅوک يې چي نه کوي له هغه څخه الله تعالی ناراضه کيږي

له دې حديث څخه داهم معلومه شوه چي له الله تعالی څخه دُعاء غوښتل دمهمولوازموڅخه ده، چي يومسلمان بايدداعمل ترسره کړي ځکه دالله تعالی دغضب اوناراضتياڅخه ځان ژغورل ډېرمهم اواساسي فرض دی لکه څنګه چي مخکي په آيت کريمه کي ذکرشول چي کوم خلګ دُعاوي نه کوي دوی په حقيقت کي دالله تعالی له عبادت کولوڅخه تکبرکوي
يعني دُعاوي نه کول تکبراولويې ده،تکبراولويې داسي بدصفت دی چي په حديث کي راغلي دي:لايدخُلُ الجَنَةَ مَن کَانَ في قَلبه مثقَالَ حَبَة خَردَل من کبر(هغه څوک به جنت ته نه داخليږي دچاپه زړه کي چي دسپېلني دداني په اندازه تکبراولويې وي)

له علي بن ابي طالب رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:الدعاءسلاح المؤمن وعمادالدين ونورالسموات والارض .دعاء دمؤمن وسله،ددين ستنه اوداسمانونواوزمکي رڼاده .(حاکم)

په يوه حديث کي راغلي دي چي په خلګوکي ډېرعاجز(کمزوری اوناتوانه)هغه څوک دی چي له دُعاءکولوڅخه عاجزوي اوپه ټولوخلګوکي ډېرزيات بخيل هغه دی چي په سلام اچولوکي بخالت کوي(چاته سلام نه وراچوي)(ابن حبان،الادب المفرد
داځکه چي دُعاء ډېراسانه  عبادت دی،نه ولاړه غواړي اونه يې کوونکی ستړی کيږي نوڅوک چي د دې اسانه  عبادت له کولوعاجزوي،هغه بيانورسخت عبادتونه کله کولی شي .
له ثوبان رضی الله عنه  روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:تقديرله دُعاء پرته بل شی نه ردوي .(ابن ماجه،احمد)
ددې حديث مطلب دادی چي کله دانسان لپاره په تقديرکي يوتکليف ياشرليکل شوی وي،نوهغه تکليف په دُعاء سره الله تعالی له انسان څخه دفع کوي.

په دې حديث کي ددُعاء ډېرلوی فضيلت اواهميت ذکرشوی دی
دحديث مطلب دادی چي دُعاء په تقديرکي داخل شی دی،کله کله الله تعالی ديوه انسان په هکله داسي مقيده فيصله وکړي چي که دې سړي دُعاوي ونه کړې نوداتکليف به وررسيږي،که يې دُعاء وکړه داتکليف به نه وررسيږي .

ددې حديث معنی په ډېرواحاديثوکي راغلې ده .
نومعلومه شوه چي دُعاء دانسان ددُنيااوآخرت په سعادت اونېکمرغئ کي مهم رول لري .
څوک چي الله تعالی ته په اخلاص اوصداقت سره متوجه شي اوله الله تعالی څخه په رښتيني زړه دُعاوي غواړي نوانشاءالله تعالی  رب العزت به يې دُعاوي قبولي او آرزوګاني به ورپوره کړي اوددُنيااوآخرت دښېګړواونيکمرغيولاري به ورته خلاصي شي .

ددُعاءپه هکله نوري مسئلې اوبحثونه به انشاءالله تعالی بيابيان کړو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

عصمت الله عزام

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close