تازه میوې

د مڼې روغتیایی ګټي

۱. مڼه خوړل د ساه لنډۍ د حملو څخه مخنیوی کوی:
مڼه په خپل ځان کی د Vitamin C او Flavonoidd (په اوبو کی یو ډول منحل نباتی، رنګه ماده ده چی د روغتیا لپاره ګټوره ده) په غني اندازه لری چی دغه دواړه ډیر ګټور Antioxidants دي. یوې څیړنی ښودلې ده چی نوموړی مادې د جهدی ساه لنډۍ څخه مخنیوی کوی.
۲. د مڼې خوړل د دماغی سکتې څخه مخنیوی کوی.
یوه طبی څیړنه چی په 9208 ښځینه او نارینه وو باندی د 288 کالو په موده کی سرته رسیدلی ده، دا ثبوت کړې ده، هغه خلک چی پدې موده کی ډیری مڼې خوړلی وی د دماغی سکتې له خطر څخه ډیر لرې پاته سوی دی.
۳. مڼې خوړل د قبضیت څخه مخنیوی کوی.
تازه مڼې په خپل ځان کی ډیره اندازه (منحل او غیر منحل) فایبر لری چی پدې ترتیب د قبضیت څخه مخنیوی کوی.
۴. مڼې د ستړیا او ستومانۍ څخه مخنیوی کوی:
مڼه د Vitamin C او Antioxidantss غنی منبع ده په ترتیب د هغه ستومانۍ او روحی فشار څخه چی په وجود کی د ازادو راډیکلونو څخه رامنځته کیږی، مخنیوی کوی.
۵. مڼې خوړل د شکری ناروغۍ خطر کموی:
مڼه د Phytonutrients ګټوري مادې لوړه اندازه لری.
Phytonutrientt یو ډول ګټوره ماده ده چی په مختلفو نباتاتو کی پیدا کیږی او د ویني د قند اندازه کنټرولوی.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: