جغرافیه

د موسم اټکل – موسم اړوند معلومات

د موسم اټکل 

موږ ټول د راتلونکی موسم په څرنګوالي پوهيدل غواړو. دا له موږ سره د خپلې ورځې په پلانولو کې مرسته کوي. موږ غواړو پوه شو چې څومره تودې جامې واغوندو،‌ آیا چترۍ له ځانه سره یوسو او يا آيا دا ورځ به د میلې لپاره مناسبه وي او که نه.‌ که څه هم کله داسې ښکاري چې د موسم اټکل کوونکي به هسې حدس وهي، خو داسې نه ده، د موسم اټکل ته د ساينس یوه لويه برخه ځانګړې شوې ده.‌

مترالوجي

مترالوجې د ځمکې د اتموسفير څيړنې ته وايي. هغه ساينسپوهان چې د ځمکې اتموسفير مطالعه کوي د مترالوجستانو په نامه ياديږي. د ځمکې د اتموسفیر د مطالعې له لارې مترالوجستان د موسم اټکل کوي. خو د موسم په اټکل کې د ګڼو تحولاتو له کبله دا اټکل ۱۰۰٪  دقيقه نه دی.

مترالوجستان د ځمکې د اتموسفير ګڼ اړخونه اندازه او مطالعه کوي. د دې لپاره چې موسم اټکل کړي،  دوی د فشار لوړ او ټيټ سيسټمونه مطالعه کوي او د دوی تر منځ پولې د موسم د پولو یا جبهو په نامه يادوي. لاندې به موږ دا موضوع په جزياتو سره وڅيړو.

د فشار لوړوالی او ټيټوالی

د موسم د اټکل لپاره د لوړ فشار او ټيټ فشار سيمو پيژندل خورا مهم دي. ځکه چې د هوا د فشار تفاوت د باد د رامنځته کيدو لامل ګرځي.

د لوړ فشار سيسټم ـ د لوړ فشار سيسټم عموما د ښه موسم په معنی وي. ځکه چې دا سيسټم  سړه او وچه هوا راکاږي.‌ د موسم پر نقشه د لوړ فشار سیستم په آبي H ښودل کیږي.

د ټيټ فشار سيسټم ـ د ټيټ فشار سيسټم معمولا د باران او وريځ موسم په معنی دی. دا ځکه چې د ټيټ فشار سيسټم معمولا توده او مرطوبه هوا راکاږي.‌ په يوه موسومي نقشه کې د ټيټ فشار سيسټم په سور L ښودل کیږي.

د موسم پولې

د لوړ فشار او ټيټ فشار سيسټونو ترمنځ پولې ته د موسم پوله وايي.‌ په هغه ځای کې چې د هوا دا دوه متفاوتې کتلې سره يو ځای کیږي زیاتره طوفانونه رامنځته کیږي.

د سړې هوا پوله ـ دا هغه جبهه ده چې د هوا توده کتله په سړه بدليږي. د تودې هوا پوله د سړې هوا د پولې په پرتله خورا ورو حرکت کوي.‌ دا پوله زياتره باران او وريځ راولي.

د ولاړې هوا پوله ـ د ولاړې هوا پوله هغه ده چې په يوه ځای کې د اوږد وخت لپاره پاتې کیږي.‌ د ولاړې هوا جبهه اوږد باران له ځانه سره راوړلای شي.

د بندې هوا پوله ـ د بندې هوا پوله هغه وخت رامنځته کیږي چې د سړې هوا يوه کتله د تودې هوا پر کتلې باندې برلاسې شي. 

وچه کرښه ـ وچه کرښه هغه پوله ده چې د وچې هوا کتله د تودې هوا له کتلې څخه جلا کوي. د وچې کرښې په دواړو خواو کې د حرارت درجې او د پرخې د نقطې تر منځ پراخ توپیر پروت دی.

د موسم د پولو سيمبولونه:

  1. د سړې هوا پوله
  2. د تودې هوا پوله
  3. د ولاړې هوا پوله
  4. د بندې هوا پوله
  5. د وچوالي کرښه

مترالوجيکه ټيکنالوجي

د ټيکنالوجي زیاته برخه د موسم د وړاندوينې او اټکل لپاره ځانګړې شوې ده.‌ هغه اسباب چې مترالوجستان يې کاروي په لاندې ډول دي:

د ډاپلر رادار ـ د ډاپلر رادار يو ځانګړی رادار دی چې د اورښت (باران،‌ ګلۍ، واورې) اندازه او د باد سرعت او سمت څرګندوي. دا له مترالوجستانو سره مرسته کوي چې د طوفانونو په اړه خبرداری ورکړي. 

سټلايټ ـ له سټلايټ څخه په استفادې سره د ځمکې په يوه پراخه سیمه کې د وریځو جوړيدل ليدل کیږي.

د باران ګيج ـ هغه آله ده چې د باران د اورښت مقدار څرګندوي. 

انيموميټر ـ هغه آله ده چې د باد سرعت څرګندوي.

بارموميټر ـ بارموميټر د هوا فشار او د هغه لوړوالی او ټيټ والی اندازه کوی.

کمپيوټري موډل ـ د موسم د اټکل اداره له کمپيوټر څخه په استفادې سره د بيلابيلو اندازه ګيریو او راغونډو شويو معلوماتو پر بنسټ د موسم موډل جوړوي.

د موسم د اټکل په اړه په زړه پورې معلومات

ډآپلر رادار د ډآپلر اغيز څخه په استفادې سره د يو جسم سرعت او مسير څرګندوي. دا آله له موسم پرته نورې کارونې هم لري لکه د پوليسو د سرعت د معلومولو آلې،‌ پوځ او د روغتيايي پاملرنې په موخه هم کارول کیږي.‌

د پرخې نقطه هغه ده چې اوبه په هوا کې تراکم کوي.

ځينې کسان وايي چې پخپلو مفصلونو او په تيره بيا د زنګون په مفصل کې د درد پر بنسټ د موسم اټکل کولی شي. ښايي دا به د هوا په فشار کې د بدلون له کبله وي.

رطوبت په هوا کې د اوبو د بړاس د مقدار اندازې ته وايي.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: