د مور ورځ

له موټره پلی شو، یو و بل لوري ته یې وکتل، هسې نه کوم موټر یې ووهي، پرېکړه یې وکړه:
– تر ټولو غوره ډالۍ د سرو او ژیړو ګلونو غنچې دي، همدا نن یې باید ولېږم ، خو څنګه؟ نن خو ایله د دوتر له کاره وزګار شم، اسویلی یې وېیست:
– اوففففففففففففف، یو خو کارونه دومره ډېر شو، هډو وزګارېږم نه، مور مې بیا له دې ځایه په سوونه کېلومتره لري اوسي، که ډالۍ یې همدا نن ور ونه رسوم، بیا یې ورځ تېریږي .
د ګلونو د پلورنځي په لور ورو ورو رهي شو، په سپین کاغذ یې څلور خواوې وکښې، د څلورو خواوو په منځ کې یې څړکونه رسم کړل تر رسم لاندې یې ورته ولیکل (( د ښار عمومي څړک، قلم څلورلارې ته مخامخ ، پینځمه کوڅه، دریم بلاک، دوهم منزل، شپږم کور))
پته یې د ګل پلورنکې په ورغوي کې کېښوده، دری څلور قدمه وړاندې ولاړ د تازه ګلونو ګېډۍ یې سپږمو ته نږدې کړه، بوی یې ښه کش کړ، ګل پلورنکې ته یې مخ ور واړوه.
– ښاغلیه! دا ګلونه به نوموړې پتې ته همدا نن ورسوې.
ګل پلورنکي ګېډۍ ترې واخیسته، پتې ته یې یو ځل په ځير وکتل، موسک شو.
– په سترګو، په همدې کار به زه هم د مور مینه ووینم.
له ځان سره یې وویل:
مووووووور! څومره دروند، خوږ، له مینې او عاطفې ډک نوم، پوره دېرش کاله وړاندې،ډېر وړوکی وم،دومره وړوکی چې د مور څېره مې هم نه ده یاد، مور مې د ناروغۍ له امله مړه شوه، زه یوازي پاتي شوم، د مور د مینې سیوری مې له سره کم شو، د کمي احساس مې کاوه، خو نورو مېندو دا کمی راپوره کړه، اوس هیڅ داسي احساس نه کوم چې مور نه لرم، ځکه د نړۍ ټولې میندې یو ډول مینه، مهرباني او زړه سوی لري.
د ګلونو پیسې یې د میز په سر ورته کېښودي و دی د څړک په غاړه د موټر لور ته په وړو قدمونو رهي شو، د ماشومي نجلۍ ژړا یې واورېده، یبلې پښې، ببر سر، خیرن کالي یې په تن وو، ور نږدې شو، ماشومې ته کېناست، په ارامۍ یې ترې وپوښتل:
– لورکۍ! له څه ستونزې سره مخ یې، ولې ژاړې؟
ماشومې په تتړې ژبې ور غبرګه کړه:
– مو،مو،موررررررررر ته ګلونه اخلم، له دې سره یې ورغوی خلاص کړ څو اوسپنیزي پیسې یې له ورغوي په څړک پرېوتې په ژړغوني غږ یې پسې زیاته کړه.
– هاغه ګل پلورنکی په دې وړو پیسو ګلونه نه راکوي، له دې زیاتې نورې نه لرم.
سړي ماشومه تر لاس ونېوه، د ګلونو ګېډۍ ته یې ودروله، په مهربانۍ یې وویل:
– لورکۍ! هره ګېډۍ چې دې خوښه وي، در وایې خله.
نجلۍ د سرو، ژیړو او بنفشه ګلونو ګېډې په غېږ کې ونیوه موسکه شوه.
– همدا وړم.
– سړی یې تر لاس ونیو:
– کاکا! ته هم راسره ولاړ شه!
ده لاسي ساعت ته وکتل، ډېر ناوخته و، ماشومه یې هم نه شوای نه هیلې کولای، له نه زړه په وړو قدمونو ور سره روان شو، ماشومه تر ده وړاندې منډې وهي او دی ورپسې دی، ماشومه له ښاره ووته په یوه نرۍ لاره برابره شوه له همدې لارې هم بېله شوه، د هدیرې په لار کږه شوه، په هدیره کې یې د یوه قبر له پاسه د ګلونو ګېډۍ کېښوده، په معصومه لهجه یې وویل:
– مورکۍ! ته ولې غلې یې، ولې خپه یې نن ستا ورځ ده، د مور ورځ ده ، د ښوونځي ټولو ټولګې والو مې خپلو میندو ته ګلونه یوړو، ما هم ستا لپاره ګلونه راوړې، مورجانې! دادی ستا سر ته یې ږدم.
د ماشومې سترګې له اوښکو را ډکې شوې، په ژړغوني غږ یې وویل:
– مورجانې! ډېره، ډېره، ډېره دې درته مبارک وي.
سړي ترپایه د نجلۍ ننداره وکړه، له نجلۍ سره یو ځای په ماتو پښو د هماغه پلورنځي مخ ته راغی، د ګلونو ګېډۍ یې له ګل پلورنکي څخه واخیسته او په سوونو کیلومتره یې د مور په خوا مزل پیل کړ.

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب