لنډه کیسه

د مور د قرباني نادره کیسه

کیسه کا په یوه ښوونځي کې یوه ړنده ښځه خادمه وه، د دې یو زوی هم و چې په همدې ښوونځي کې یې سبق وېلې، زوی ته به یې د ښوونځي شریرو ماشومانو پيغور ورکاوه او ورته ویل به یې: د ړندې او بدرنګي زویه!.

زوی یې ځوانیدی له ښوونځي پوهنتون ته ورسیدی، له پوهنتونه انجنیر فارغ شو، او واده یې هم وکړ، دی له ماشومتوبه تر ځواني د مور لامله خلکو زوراوه او له خپل نوم نه یې “د ړندې زوی ” لقب مشهور شوی و، نو پرېکړه یې وکړه چې له ړندې موره او د هغې له لاسه ورته رسیدونکي زور! نه ځان خلاص کړي، نو له واده وروسته دی او ښځه یې بل هیواد ته ولاړل او مور یې پر ځای پرېښودله!.

څو کاله یې زوی ورک و نه یې حال ورته رالیږه او نه کوم لیک، ډېر کلونه یې له يواځني زوی بیل یواځي تیر کړل اخیر یې په زوی پسي د تګ پرېکړه وکړه له ډېرو پوښتنو وروسته یې د هغه پته ترلاسه او ورروانه شوه، لنډه دا چې له ډېرو ستومانیو وروسته د زوی کورته ورسيدله.

دروازه یې وټکوله د زوی ماشومان یې راووتل چې دا یې وليدله بیرته په منډه کورته ننوتل پلار ته یې وویل: ړنده او بدشکله بوډۍ دروازه کې واړه ده، هغه ورغی چې ویې لیدله مور یې وه، دې بدمرغه زوی په دروازه کې خپله مور وترټله او ورته کړه یې: ستا له لاسه خو مې وطن پرې ایښی ته دلته هم راغلې؟! ځه بیرته خپل کورته ځان رسوه.مور یې د خپل زړه ټوټې له دروازې غمژنه او ناامیده ستنه شوه او ولاړه.

څه موده وروسته د دې بدمرغه زوی په خچن ضمیر کې ابو رڼا پیدا شوه او د مور له پاره خپل وطن ته ستون شو، خو مور یې له دې نړۍ نه کډه کړې وه او وفات شوې وه، خو خپل دې بې وفا او ناترسه زوی ته یې کوچنی لیک پرې ایښی و په هغه کې یې ورته لیکلي و: زویه! په اته کلنۍ کې دي په یوه پیښه کې یوه سترګه سخته ژوبله شوه، د رغیدو نه وه ډاکټرانو ستا سترګه لري کړه او د هغې سترګي په ځای یې زما سترګه درته پیوند کړه، زه اوس هم وياړم چې تاته مې خپله سترګه صدقه کړه!! .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: