د معلوماتو د ذخېرې د کچنې واحدات، بایټ

آيا ايكسابايټ پيژنئ؟

کېداى شي چې د ميگابايټ ( Mega byte ) او گيگابايټ (Gega byte) کلمې مو اورېدلې وي،شونې ده چې د ټايربايټ (Tire byte) په اړه به هم معلومات ولرئ؛ خو ايكسابائټ به نه پېژنئ.

وړاندې له دې چې د بايټ ( Byte ) په اړه خبرې وكړو په ساده ډول ويلاى شو چې بايټ يو عددي تورى (Single Alphanumeric character  ) دى د (Alphanumeric) معنا ده توري او عددونه د بېلگې په توگه: د يو(1) شمېره دې ته موږ يو بايټ ( Byte ) ويلاى شو .

پورتني معلومات د اسانتيا په موخه لاندې هم ليكل شوي دي.

د (Gorgonzola ) کلمه يوولس بايټه ده په يو كيلو بايټ (Kilobyte)  كې  1000(Byte) بایټه دي لكه په يو كيلو متر (Kilometer)  كې چې ( 1000 Meter ) متره دي، يو ايكسابائټ  1018 بايټه دى.

1 بايټ = 8 بېټ

1 كيلو بايټ  = 1000 بايټسه، اټکلاً يوه چاپ شوې پاڼه.

1 ميگابايټ = 1000 کېلو بايټه، اټکلاً یو چاپ شوی کتاب.

1 گيگابايټ = 1000 ميګا بايټ = 1000000000 بايټسه، اټکلاً له کتابونو بار شوې لارۍ.

1 ټاير بايټ = 1000گیگا بایټ = 1000000000000 بايټسه، 10 گيگابايټه اټکلاً د كانگرس كتابتون ټول كتابونه.

1 پيټا بايټ =1000 ټاير بايټه = 1000000000000000 بايټسه،  200پيټابايټه اټکلاً د ټولي نړۍ چاپ شوي كتابونه.

1 ايكسا بايټ = 1000 ټاير بايټه = 1000000000000000000 بايټسه.

1 زېټا بايټ = 1000 ایکسا بایټه = 100000000000000000000 بايټسه.

1 یوتا بايټ = 1000 زيټا بايټه = 1000000000000000000000000 بايټسه

په پورته انځور کې دغه معلومات په ښه ډول کښل شوي دي، دغه اصطلاحوې زموږ په ټولنه کې په لنډ ډول مشهورې شوې دي، چې په لاندې ډول دی.

کېلو بايټ (KB)، ميګا بايټ (MB)، ګېګا بايټ (GB)، ټاير بايټ (TB)، پيټا بايټ (PB)، ایکسا بايټ (EB)، زيټا بايټ (ZB)، يوتا بايټ (YB).

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب