کتاب او مطالعه

د مطالعې کولو طریقه

په اوس وخت کې هیڅ کار هم بېله زده کړي نه کیږي او د زده کړي کولو لپاره مطالعې ته ډېر ضرورت دی ، مطالعه هم یو فن دی که چیرې دغه فن په صحي ډول څوک لاسته راوړي نو پایله به یې ښه وي خو که چیرې یې په صحي ډول لاسته را نه وړي نو مالومه ده چې پایله به یې هم ښه نه وي .

دلته به ووایو چې د مطالعې کولو لپاره کوم اداب او لازم شیان په نظر کې باید ونیسو چې په هغه سره د مطالعې څخه استفاده وشي .

لومړی : د مطالعې کولو لپاره تر ټولو مهم شئ دادی چې مطالعه کوونکي ته باید دننه او بهر چوپتیا خوره وي ، د مطالعې کوونکي زړه او دماغ دواړه د پریشانیو څخه لري وي او چیرې چې مطالعه کوي هلته به هم ډېره خاموشي وي په هیڅ ډول خبرو سره به خپل دماغ د مطالعې څخه بل خوا ته نه وړي چې په مطالعې سره مو څه په دماغ کې پاته شي که چیرې په صحي ډول سره خاموشي نه وي نو څه چې مو ویلي وي هغه به مو په دماغ کې نه پاته کیږي .

دوهم : که چیرې هلته غال مغال وي یا نور داسي څه وي چې ستاسي فکر د مطالعې څخه په وار وار بل خواته اړوي او یا داسي فضا نه وي چې تاسي مطالعه وکړئ نو ستاسي مطالعه بې ځایه ځي او یا داسي انتظامات نه وي موجود چې د هغه په وسیله ستاسي د مطالعې سره مرسته وشي ، مثلاً  که چیرې په صحي ډول سره رڼا نه وي او یا د اندازې څخه زیاته رڼا وي دواړه وختونه د انسان پر سترګو باندي بد تاثر کوي ، او مطالعه هم به صحي ډول سره نشي کولای ، بل د ناستي لپاره سم ځای وي همدارنګه هغه ځای پاک وي ، رڼا چې له مخامخ طرف څخه نه وي چې د بل طرف څخه وي ښه به وي ترڅو سترګو ته هم ضرر ونه رسیږي ، او که چیري د لیکلو ضرروت وؤ نو رڼا باید د داسي طرف څخه وي چې د قلم او یا لاس سایه یې مزاهمت ونه کړي ، کتاب هم باید ډېر نږدې نه وي د کتاب او سترګو ترمنځ باید یو فټ یا یونیم فټ ساحه وي .

دریم : د مطالعې لپاره بل مهم شی دا دی کوم شی چې مطالعه کوونکی وایې په هغه کې ډېره دلچسپي وي ، څومره چې یې وایې هغومره یې په ذهن کې پاتی کیږي او خوند ورڅخه اخلي او بل دا چې هیڅ کله به یې ذهن د ستړیا احساس ونه کړي ، په کوم مضمون کې چې دلچسپي نه وي په هغه سره د انسان ماغزه ډېر ژر ستړي کیږي او په ذهن کې هم نه پاتیږي بلاخره د انسان طبیعت هم ورسره خرابیږي خو هرڅه چې ویل کیږي باید دانسان دلچسپي پکې وي .

که چیرې داسې مضمون وي چې د یو انسان پر طبیعت نه وي جوړ او هغه داسي فکر کړئ وي چې په دغه مضمون کې نشم کامیاب کېدلای نو هغه ته پکار ده چې خپل ذهن هم هغه مضمون ته جوړ کړي ، چې په هغه مضمون کې دلچسپي پیدا کړي او په هغه مضمون کې تر ټولو مضمونونو ډېره دلچسپي هم پیدا کیږي کوم چې دده څخه غوښتونکي وي .

د مثال په ډول یو زده کوونکی د انګلیسي مضمون سره علاقه نه لري مګر د انګلیسي مضمون ویلو ته ډېر ضرروت لري او په هغه کې د کامیابه کېدو خبره هم ضرور وي ، د داسي زده کوونکو لپاره پکار ده چې له خپل ذهن څخه داخبره وباسي چې انګلیسي یو سخت مضمون دی ، دغه زده کووونکی باید داسي فکر وکړي چې زما د کامیابه کېدو یواځینۍ لار همدا ده او زه یې باید ووایم ؛ پدې سره خپل پر ذهن فشار راوړي او د دغه مهارت لاسته راوړلو کوښښ وکړي .

کله چې د یو سبق او یا د یو ګرامر طریقه زده کړي دوهم دده لپاره په خپله آسانه کیږي د مخته تللو او د نورو معلومات په ترلاسه کولو باندي توجع وشي چې مخته لار پخپله ورته خلاصه شي دغه کامیابي ستاسي د دلچسپۍ سبب کېدلای شي ، کله چې لږ دلچسپي پیدا شي تاسي کامیابه یاست .

څلورم : د مطالعې لپاره خپل طبیعت د حد څخه زیات مه مجبوره وئ تر کومه حده چې ذهن یې قبولولای شي بس همدغه دده حد دی ، دغه حد په تمرین سره کېدای شي پراخ شي ، د تازګۍ لپاره لږ څه وقفه ښه ده او یا د تازګۍ لپاره یو انتظام باید په نظر کې ونیول شي ، د مطالعې وخت هر څوک خپل پر طبیعت ټاکي څوک تر ډېره مطالعه کوي څوک  بیا څو ساعته مطالعه کوي مګر د مطالعې کولو لپاره لږ تر لږه باید ۴ یا ۵ ساعته وخت په نظر کې ونیول شي ، په دغه وخت کې د تازګۍ لپاره یو وار یوه دمه وکړي که  چیرې د تازګۍ لپاره د چښلو یا خوړولو کوم شی او یا هم د ځان سره میوه ولري ښه به وي .

ژباړه : سحرګل سحر

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close