د مطالعې پرمهال څنګه تمرکز وکړو؟

په نننیو چاپېریالونو کې تمرکز په ډېرې آسانۍ له منځه ځي، له ځیرکو ټیلیفونونو، ټبلېټونو او کمپیوټرونو سره سره، د افرادو حواس ګډوډېږي. توپير نه کوي، چې په کوم عمر کې یاستئ یا څه دنده لرئ، کله چې په داسې ځای کې یاستئ، چې باید تمرکز وکړئ، دا د حواسو ګډوډونکي بهرني لاملونه، کولای شي، د زده کولو مخه ونیسي. برېښنا لیکونو یا پیغامونو ته په ځواب ورکولو سره، وخت ډېر ژر تېرېږي. دا مهمه ده، چې زده کړو، په اوږد مهال کې، څنګه په مطالعې باندې تمرکز وکړو، راځئ، چې وګورو، څنګه د مطالعې پرمهال تمرکز وکړو.

۱- د مطالعې له پاره مناسب چاپېریال په پام کې ونیسئ:

لومړنۍ لار، چې کولای شي، د مطالعې پرمهال څنګه تمرکز وکړو، پوښتنې ته ځواب ووایي، د مطالعې له پاره د یوه مناسب چاپېریال په پام کې نیول دي. د مطالعې ځای د     زده کولو په کچې باندې ډېر زیات اغېز لري او ستاسو د تمرکز ډول تر اغېزې لاندې راولي. د تمرکزې لوړې کچې ته د رسېدو له پاره، داسې یو ځای وټاکئ، چې په هغه کې د تمرکز کولو شونتیا ولرئ. دلته د مطالعې د مناسب ځای د ټاکلو په اړه څو سپارښتنې شتون لري:

ـــ د مطالعې له پاره، داسې یو ځای ځانګړی کړئ، چې کافي رڼا او مناسبه تودوخه ولري او په هغه کې هوسا او آرامه اوسئ.

ـــ د مطالعې ځای پاک او منظم وساتئ، یوه څوکۍ او مېز چې مناسب لوړوالی ولري او دغه راز د خپلو کتابونو او کمپیوټر له پاره مناسبه فضا ولرئ.

ـــ ځینې کسان داسې عادت لري، چې د مطالعې پرمهال نرم موزیک واوري، دا کار تر هغه بریده، چې ستاسو مطالعې ته مزاحمت ونه کړي، ستونزه نه لري.

your ads

ـــ کله چې د مطالعې په حال کې یاستئ، په دې سرلیک سره ( د مهربانۍ له مخې مزاحمت مه کوئ) یوه تابلو د مطالعې د ځای په بهرنۍ برخه کې ولګوئ.

[irp][irp][irp]

۲- ټول برېښنایي وسایل ګُل کړئ:

که چېرې غواړئ، د تمرکز کولو ډول د اوږد مهال له پاره زده کړئ، باید ټول برېښنایي وسایل ګُل کړئ. کمپیوټر مو یوازینۍ وسیله ده، چې باید روښانه وي. د دې موضوع د ارزښت دلیلونه لاندې بیان شوي دي:

ـــ ګډوډونکي حواس د همدې برېښنایي وسایلو په وسله، ستاسو ګتور وخت له منځه وړي.

ـــ اړیکې، پیغامونه او خبرتیاوې د ګډوډونکو حواسو اصلي لاملونه دي.

۳- یو مطالعه ایز پروګرام ولرئ:

ـــ باید پوه شئ، چې د مطالعې له پاره غوره وخت کوم دی، د ورځې په اوږدو کې یا د شپې پرمهال. هڅه وکړئ، چې د مطالعې له پاره تر ټولو غوره ممکن وخت په پام کې ونیسئ.

ـــ د مطالعې له پاره یو پروګرام ولرئ او هغه ته مو د خپل عادي ژوند په پروګرامونو کې ځای ورکړئ.

ـــ د بحث له پیله، مطالعه شروع کړئ او تر پایه د هغې له پاره یو منطقي بهیر پیدا کړئ. که چېرې د مطالعې له پاره، د منطقي بحثونو نظم او ترتیب مراعات کړئ، نو ستاسو د ذهن له پاره به زده کول، ډېر آسانه شي.

ـــ د وخت محدودیت ته په کتو سره، د یوه ځانګړي کار د ترسره کولو او د مطالعې له پاره د موخې په پام کې نیولو سره، ځانته انګېزه ورکړئ.

ـــ د خپلې مطالعې وخت مو باید ۴۵ دقیقې وي، کله چې له دې څخه ډېر وخت په مطالعه باندې بوخت شئ، نو کوم مطالب مو، چې زده کړي دي، له ذهن څخه مو وځي. د مطالعې اوږده مهالونه، په کوچنیو برخو ووېشئ، ترڅو ذهن مو لږ آرام وکړي او بېرته فعال شي.

ـــ د مطالعې له هرې برخې څخه وروسته، له پنځو تر لسو دقیقو پورې استراحت وکړئ، ترڅو تمرکز مو له منځه لاړ نه شي، که چېرې لږ استراحت ولرئ، د هوښیار پاتې کېدو له پاره اړ نه یاستئ، چې په ځان باندې فشار راولئ.

۴- د مطالعې قوانین مراعات کړئ:  

د مطالعې له پاره د تمرکز زده کړه، په دې مانا نه ده، چې قوانین یې مراعات کړئ. خپل ذهن ته د پوښتنې کولو اجازه مه ورکوئ. زده کړئ، چې له بېځایه فکرونو څخه ډډه وکړئ او یو ځل بیا مطالعه پیل کړئ.

ـــ هر کله چې ذهن مو بلې خوا ته بوخت شو، نو وې دروئ.

ـــ زموږ ذهن د نظم او ترتیب زده کولو له پاره، تمرین ته اړتیا لري، خو ډېر ژر به وتوانېږئ، د اوږد مهال له پاره په مطالعه باندې تمرکز وکړئ.

ـــ که چېرې ومو نه شو کولای، چې د خپلو افکارو مخه ونیسئ، نو خپل ذهن مه بوختوئ. دا مزاحم افکار د کاغذ پرمخ ولیکئ، ترڅو وروسته یې د مخنیوي په لارو چارو باندې غور وکړئ.  

ـــ که چېرې بیا هم د تمرکز کولو له پاره، له ستونزو سره لاس و ګرېوان یاستئ او استراحت کول هم له تاسو سره مرسته نه شي کولای، نو د خپلې مطالعې په پروګرام باندې له سره کتنه وکړئ او د اړتیا په صورت کې یې سم کړئ.

۵- د اندېښنو له پاره بل وخت په پام کې ونیسئ:

طبیعي ده، چې هرڅوک خپلې اندېښنې لري، خو د مطالعې پرمهال یې لرې کړئ او په خپل پروګرام کې، په اندېښنو باندې د فکر کولو او هغو ته د رسېده ګۍ له پاره، وخت په پام کې ونیسئ. خپله تصمیم ونیسئ، چې ذهن مو د ورځې په اوږدو کې، کوم وخت په بېلابېلو مسایلو باندې بوختېږي.

ـــ د مطالعې پرمهال، د مزاحمو افکارو د لیکلو له پاره، له ځان سره یو قلم او کاغذ ولرئ. که چېرې دا افکار یاد داښت کړئ، بیا هم کولای شئ، په مطالعه باندې تمرکز وکړئ؛ نور نو د خپلو افکارو د هېرولو په اړه اندېښنه نه لرئ.

ـــ که چېرې ومو شو کولای، له ځانه اندېښنې لرې کړئ او هغو ته د رسېدنې له پاره، وخت په پام کې ونیسئ، پرته له دې، دا مسایل په ذهن کې سترېږي او ستاسو هڅې بې اغېزې کوي.

[irp][irp][irp]

۶- ښه زده کړه ولرئ:    

بله لار، چې موږ ته وایي، د مطالعې پرمهال څنګه تمرکز وکړو، دا ده، چې لومړی باید موږ خپله ښه زده کوونکي واوسو، دا په دې مانا ده، چې باید د زده شوو څیزونو د لېږد وړتیا ولرو، د دې کار له پاره کولای شو:

ـــ کوم څیزونه مو چې زده کړي دي، باید په رښتیني ژوند کې ترې کار واخلو.

ـــ د خپلو زده شوو او پرې پوه شوو څیزونو ترمنځ باید، توپیرونه او ورته والی پیدا کړو.

ـــ هغه څه مو چې زده کړي، په خپله ژبه یې بیان کړو.

ـــ نوي معلومات مو چې ترلاسه کړي دي، باید په مناسب ځای کې ترې کار واخلو.

۷- د اړتیا په صورت کې هرڅه ته بدلون ورکړئ:

دا مهمه نه ده، چې له لومړني پروګرام څخه مو ګټه نه اخیستل کېږي. ښایي په پیل کې ترې کار واخیستل شي، خو لږ وروسته یې باید بدل کړئ، دا یو طبیعي او عادي امر دی، د اوږد مهال له پاره د تمرکز د وړتیا تر لاسه کول، د اړتیا په صورت کې بدلون ته اړتیا لري. دلته ځینې پوښتنې شته، چې هغو ته په ځواب ورکولو سره، پوهېږئ، چې پروګرام اصلاح او سمون ته اړتیا لرئ او که نه:

ـــ له دې پروګرام څخه ستاسو اصلي موخه څه ده؟

ـــ نن او په دې اوونۍ کې باید کوم کارونه ترسره شي؟

ـــ زه د خپل پروګرام په کوم ځای کې یم؟

ـــ آیا زما پروګرام ګټور دی؟

ـــ که چېرې نه دی، نو څنګه یې باید اصلاح کړم؟  

۸- په یوه وخت کې یوازې په یوه مسئله باندې تمرکز وکړئ:

ـــ په یوه وخت کې یوازې په یوه ځانګړي کار باندې تمرکز وکړئ.

ـــ کله مو چې هغه کار پای ته ورساوه، نو بیا بل کار ته مخه کړئ.

ـــ په یوه وخت کې د یوه کار ترسره کول، ستاسو محصولات او اغېز لا پسې ډېروي.

ـــ په یوه وخت کې د څو کارونو ترسره کول، ستاسو د زده کړې، ځواک را کموي.

۹- مطالعه د یوې بوختیا په توګه را منځته کړئ:

ـــ مطالعاتې تګلارې سره ګډې کړې، ترڅو مطالب درته ستړي کوونکي ښکاره نه شي.

ـــ ځان وازمایئ، ترڅو وګورئ، څومره مو زده کړي دي.

ـــ په لوړ غږ مطالعه وکړئ او د معلوماتو او حقایقو په اړه ځانته دلیلونه ووایاست.

ـــ د غوره زده کولو له پاره، له یاد داښتونو او چارټونو څخه ګټه واخلئ.

ـــ د مطالعې پرمهال له مناسبو ځنډونو څخه ګټه واخلئ.

۱۰- په کافي اندازه خوب وکړئ:

د دې له پاره، چې پوهېږئ، د مطالعې پرمهال څنګه تمرکز وکړو، باید ووایو، چې کافي خوب مه هېروئ. ډېره ښه ده، چې د اوږدو ساعتونو له پاره مطالعه وکړئ؛ خو ستاسو بدن خوب ته اړتیا لري، ترڅو ستاسو هڅې بې ګټې نه شي. په یاد ولرئ چې:

ـــ ستاسو بدن په ۲۴ ساعتونو کې ۷ تر ۸ ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري.

ـــ د ستړیا پرمهال مطالعه کول، یوازې د وخت بېځایه تېرول دي.

ـــ په شپه کې د مناسب خوب لرل، د دې سبب ګرځي، چې په غوره توګه وکولای شئ تمرکز وکړئ او مهارتونه له ځانه سره خوندي کړئ.     

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب