د مسواک ګټې د احاديثو په رڼا کې

السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَِم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ.

ژباړه:
دمسواک وهل خوله پاکوی او د الله جل جلاله دخوښی سبب ګرځي.

نسايي
د مسواک د فضیلت په اړه ټینګار (الحدیث)

نبي اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: لَقَدْ أَكْثَرْتُ عَلَيْكُمْ فِي السِّوَاكِ. رواه البخاري

ژباړه: ما تاسو ته د مسواک په اړه ډېر څه بیان کړي دي. (په دې سره یې د مسواک فضیلت او اهمیت مقصد دی تر څو ډېر استعمال سي

{{زموږ.مور عائشه رضي الله عنها وایې چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم به کله کور ته د ننه شو نو په مسواک وهلو به یې شروع وکړه}}(۱)
√نصواریانو او سګرټیان باید توبه وباسي نور!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)[ رواه مسلمرحمه الله ] د مسواک ګټې!

له ابو هریرة “رض” څخه روایت دی چې، رسول الله ﷺ فرمایلي:
-که دا ویره نه وای چې، امت مې له ستونزو سره مخ شي، حتمي به مې امر کړای وای چې، له هر لمونځ څخه مخکې مسواک ووهئ.
(رواه مسلم)

همدا ډول په بل حدیث شریف کې،
رسول الله ﷺ فرمایلي:
-هغه لمونځ چې مخکې ورڅخه مسواک وهل کیږي، د هغه لمونځ په پرتله چې، مخکې ورڅخه مسواک نه وهل کیږي اویا (۷۰) ځله غوره دی.
(رواه بیهقي)

عایشه “رض” فرمایي:
-د رسول الله ﷺ عادت داسې وو، چې د شپې یا ورځې به هر وخت له خوب څخه پاڅیده له اودس څخه مخکې به يې مسواک وواهه.
(ابو داود)

له عامر بن ربعه “رض” څخه روایت دی، وایي چې رسول الله ﷺ به دومره مسواک وهه چې، په روژه کې به ما د هغې حساب نه شو کولای.
(ترمذي)

عایشه “رض” فرمایي:
رسول الله ﷺ د ژوند په وروستیو شیبو کې مسواک ووهه.

څلور شیان د پیغمبرانو له صفتونو څخه دي:
لمړی: شرم او حیاء.
دوهم: عطر.
درېیم: له مسواک څخه ګټه اخیستل.
څلورم: نکاح او واده کول.
(ترمذي، ابو ایوب انصاري)

رسول اللهﷺ فرمایلي:
-مسواک خوله پاکوي د الله جل جلاله د رضایت سبب ګرځي، د سترګو نور او د لیدنې قوت زیاتوي.
(ابوهریره)

د مسواک حکمت او په جنک کې د کفارو تیښته!

یوه ورځ د کفارو او مسلمانانو تر منځ جنګ وو، د کفارو شمېر ډیر وو او د مسلمانانو شمیر کم وو، نژدې و چې کفار ټول مسلمانان شهیدان یا اسیر کړي.
یو مسلمان وویل:
-راځئ چې مخکې له شهید کېدو څخه د رسول الله ﷺ یو سنت پر ځای کړو.
رسول الله ﷺ هم مخکې له رحلت څخه مسواک وهلی وو، دوۍ هم خپل مسواکونه له جیبونو څخه راوویستل او په مسواک وهلو یې شروع وکړه، کفار چې نژدې شول یو بل ته یې وویل:
-هغوۍ سړي خوړونکي دي، خپل غاښونه زمونږ د خوړلو له پاره (تېره) کوي او همدا و چې، د مسواک وهلو په حکمت سره د کفارو لښکر ماته وخوړه او وتښتېدل.
دمسواک ګټی
اول : مسواک خوله خوشبیه کوی .
دوهم : اوری سختوی .
دریم : بلغم قطعه کوی او ورکوی .
څلورم : سترگی روښانه کوی .
پنځم : د غاښو د بیخو ژړوالی ایسته او پاکوی .
شپږم : معده اصلاح کوی .
اووم : آوز صافوی .
اتم : د خوړو هضمول آسانوی .
نهم : د حروفو مخرجونه صافوی .
لسم : د قران مجید د تلوت ، ذکر او لمانځه دپاره اماده کوی .
یولسم : خوب شړی .
دولسم : ملایکی یی خوښ لری .
دیارلسم : نیکی زیاتوی .

(دمسوواک فایدی)
۱ څوک چی مسواک استعمالوی الله ج به تری راضی وی
۲ څوک چی مسواک استعمالوی رضا دالله به ورته حاصل شی
۳ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی به رزق کی ورته برکت اچوی
۴ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی به یی مالداره کوی
۵ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی دهغه د رزق اسباب براره وی
۶ څوک چی مسواک استعمالوی خوله به یی همیشه پاکه وی
۷ څوک چی مسواک استعمالوی وری به یی مضتوطی وی
۸ څوک چی مسواک استعمالوی په سربه یی درد نه راځی
۹ څوک چی مسواک استعمالوی دبدن رګونه به یی صفاوی
۱۰ څوک چی مسواک استعمالوی دخولی بلغم به یی کم وی
۱۱ څوک چی مسواک استعمالوی غاښونه به یی مضبوط وی
۱۲ څوک چی مسواک استعمالوی دمعدی تکلیف به یی کم وی
۱۳ څوک چی مسواک استعمالوی بدن به یی قوی وی
۱۴ څوک چی مسواک استعمالوی پوهه به یی زیاتیږی
۱۵ څوک چی مسواک استعمالوی حافظه به یی قو وی
۱۶ څوک چی مسواک استعمالوی عقلمند به وی
۱۷ څوک چی مسواک استعمالوی زړه به یی صفاوی
۱۸ څوک چی مسواک استعمالوی نیکی به یی زیاتی وی
۱۹ څوک چی مسواک استعمالوی ملایکی ورڅخه خوشحاله کیږی
۲۰ څوک چی مسواک استعمالوی ملایکی به ورسره ستړی مه شی کوی
۲۱ څوک چی مسواک استعمالوی دکورنه ترجوماته پوری ملایکی ورسره ځی
۲۲ څوک چی مسواک استعمالوی پیغمبران ورته استغفار وای
۲۳ څوک چی مسواک استعمالوی شیطان خپه کوی
۲۴ څوک چی مسواک استعمالوی ذهن به یی صفاوی
۲۵ څوک چی مسواک استعمالوی ډوډی به یی ژر هضمیږی
۲۶ څوک چی مسواک استعمالوی الله به ورته ډیر زامن ورکړی
۲۷ څوک چی مسواک استعمالوی دپولی صراط څخه به ژر تیریږی
۲۸ څوک چی مسواک استعمالوی ژر به نه زړیږی
۲۹ څوک چی مسواک استعمالوی الله به عمل نامه به ښی لاس ورکوی
۳۰ څوک چی مسواک استعمالوی په عبادت کی به یی خوند اچول کیږی
۳۱ څوک چی مسواک استعمالوی دبدن ګرمی به یی ژر ختمنږی
۳۲ څوک چی مسواک استعمالوی هغه ته ملایکی دعاکوی
۳۳ څوک چی مسواک استعمالوی دهر قسم دردونه به محفوظ وی
۳۴ څوک چی مسواک استعمالوی ملا به یی مضتوطه وی
۳۵ څوک چی مسواک استعمالوی دزنکدن په وخت به یی ساه ژر وځی
۳۶ څوک چی مسواک استعمالوی غاښونه به یی بوی لری کیږی
۳۷ څوک چی مسواک استعمالوی دخولی نه به یی بوی لری کیږی
۳۸ څوک چی مسواک استعمالوی مړی به یی صفا وی

۳۹ څوک چی مسواک استعمالوی الله به یی هوښیار کړی
۴۰ څوک چی مسواک استعمالوی ژبه یی روښانه وی
۴۱ څوک چی مسواک استعمالوی زکام مرض نه به خلاص وی
۴۲ څوک چی مسواک استعمالوی اجر او ثواب زیاتیږی
۴۳ څوک چی مسواک استعمالوی دسترګو نظر به یی تیز وی
۴۴ څوک چی مسواک استعمالوی په مال کی به یی الله ج برکت اچوی
۴۵ څوک چی مسواک استعمالوی هر حاجت به یی پوره کیږی
۴۶ څوک چی مسواک استعمالوی قبر به یی پراخه وی
۴۷ څوک چی مسواک استعمالوی همیشه به یی قبر په یاد وی
۴۸ څوک چی مسواک استعمالوی په دغه ورځ چی څومره خلکو مسواک استعمال کړی نه وی دهغوی مسواک وهلواجر ده
ته ورکوی
۴۹ څوک چی مسواک استعمالوی د جنت دروازی به ورته خلاصی وی
۵۰ څوک چی مسواک استعمالوی دده لپاره ددوزخ دروازی بندی وی
۵۱ څوک چی مسواک استعمالوی ددنیا نه به پاک ځی
۵۲ څوک چی مسواک استعمالوی دبدن رګونه به یی صفا وی
۵۳ څوک چی مسواک استعمالوی دمرګ په وخت کی به ورته ملایکی په داسی حال راځی لکه څنګه چی پیغمبرانوته راتل
۵۴ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی به ورته خوض کوثر نه اوبه ورکوی
۵۵ څوک چی مسواک استعمالوی خلک به ورسره مینه کوی
۵۶ څوک چی مسواک استعمالوی دهر قسم تکلیفونه به په امن کی وی
۵۷ څوک چی مسواک استعمالوی په او لاد کی به یی برکت وی
۵۸ څوک چی مسواک استعمالوی دمخ نه به یی رڼاخیژی
۵۹ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی به یی درواعونه بچ کړی
۶۰ څوک چی مسواک استعمالوی نبی کریم (ص) به تری خوشحاله کیږی
ﺩﻃﺐ ﻟﻪ ﻧﻈﺮﻩ څﯿړﻧﻮ ﺷﻮﺩﻟﯽ ﺩﻩ ﭼﻪ ﺩ ﻣﺴﻮﺍﮎ ﭘﻪ ﻟﺮګﯽ
ﮐﯽ ﺗﺮ ۱۹ ډﯾﺮ ﺩﺍﺳﯽ ﻃﺒﯽ ﺗﻮﮐﯽ ﺷﺘﻪ ﭼﻪ ﺩ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﺩﺭﻭﻏﺘﯿﺎ ﻟﭙﺎﺭﻩ ګټﻮﺭ ﺩﯼ . ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﮐﯽ
ﺩ ﺟﺮﺍﺛﯿﻤﻮ ﺿﺪ ﯾﻮ ﺷﻤﯿﺮ ﻃﺒﯽ ﺗﻮﮐﯽ ﻫﻢ ﺷﺎﻣﻞ ﺩﯼ .ﺩﻣﺴﻮﺍﮎ ﭘﻪ ﻟﺮګﯽ ﮐﯽ ﺩ ﻓﻠﻮﺭﺍﯾﺪ
ﺳﻠﯿﮑﺎﻥ ﺍﻟﻘﻠﯽ ﻏﻮړ ﺍﻭځﯿﻨﯽ ﻧﻮﺭ ﺗﻮﮐﯽ ﻣﻮﺟﻮﺩ ﺩﯼ ﭼﻪ ﺩﻏﺎښﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﺮﮐﯿﺐ ﮐﯽ ﺑﻨﺴټﯿﺰﻩ
ﻭﻧډﻩ ﻟﺮﯼ . څﯿړﻧﻮ ښﻮﺩﻟﯽ ﭼﻪ ﺩ ﻣﺴﻮﺍﮎ ﭘﻪ ﺗﺮﮐﯿﺐ ﮐﯽ ﯾﻮ ډﻭﻝ ﻏﻮړ Aromatic oil
ﺍﻭﺗﯿﺰﺍﺏ Tannic Acid ﻫﻢ ﺷﺎﻣﻞ ﺩﯼ . ﺍﺭﻭﻣﺎﺗﯿﮏ ﻏﻮړ ﺩ ﺧﻮﻟى ﺩ ﻟﻌﺎﺏ ﺩﺗﺮﺷﺢ ﺳﺒﺐ
ګﺮځﯽ ﺍﻭ ﻫﻤﺪﺍ ﻟﻌﺎﺏ ﺩﯼ ﭼﯽ ﺧﻮﻟﻪ ﻫﻤﯿﺸﻪ ﻟﻤﺪﻩ ﺍﻭ ﺗﺎﺯﻩ ﺳﺎﺗﯽ . ﺗﺎﻧﯿﮏ ﺍﺳﯿﺪ ﺑﯿﺎ ﺩ ﺍﻭﺭﯾﻮ ﭘﻪ
ﺗﺤﮑﯿﻢ ﮐﯽ ﺭﻭﻝ ﻟﺮﯼ ﺩﮐﻮﭼﻨﯿﻮ ﺯﺧﻤﻮﻧﻮ ﺩ ﺭﻏﯿﺪﻭ ﺍﻭ ﺩ ﺍﻭﺭﯾﻮ ﺩ ﻭﯾﻨﯽ ﻭﺗﻮ ﺩﻣﺨﻨﯿﻮﯼ ﺳﺒﺐ
ګﺮځﯽ . ﻫﻤﺪﺍﺭﻧګﻪ ﺩﻣﺴﻮﺍﮎ ﭘﻪ ﺗﺮﮐﯿﺐ ﮐﯽ ﺩ Glycoside ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﯾﻮﻩ ﺑﻠﻪ ﻣﺎﺩﻩ ﻫﻢ
ﻣﻮﺟﻮﺩﻩ ﺩﻩ ﮐﻮﻣﻪ ﭼﻪ ﺗﯿﺰ ﺑﻮﯼ ﺍﻭ ﺷﺎﯾﺴﺘﻪ ﺧﻮﻧﺪ ﻟﺮﯼ ﻫﻐﻪ څﻮﮎ ﯾﯽ ښﻪ ﺗﺸﺨﯿﺺ ﮐﻮﻻﯼ ﺷﯽ
ﭼﯽ ﭘﻪ ﻟﻤړﯼ ځﻞ ﻣﺴﻮﺍﮎ ﻭﮐﺎﺭﻭﯼ ﺩﻏﻪ ﻣﻮﺍﺩ ﻫﻢ ﺩ ﻣﯿﮑﺮﻭﺑﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻭړﻟﻮ ﮐﯽ ﻣﺮﺳﺘﻪ
ﮐﻮﯼ . ﺩﻣﺴﻮﺍﮎ ﺳﻮﺩﯾﻢ ﺑﺎﯼ ﮐﺎﺭﺑﻮﻧﺖ ﺩﻧﺪﻩ ﻟﺮﯼ ﭼﯽ ټﻮﻝ ﻫﻐﻪ ﺫﺭﺍﺕ ﭼﻪ ﺩﺧﻮړﻭ څﺨﻪ ﭘﺎﺗﯽ ﺍﻭ
ﺳﺒﺐ ﮐﯿږﯼ ﺗﺮ څﻮ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﺻﺪﻣﻪ ﻭﺭﺳﻮﯼ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﯾﻮﺳﯽ . ﺩﻣﺴﻮﺍﮎ ﮐﺎﺭﻭﻝ ﺩ ﻏﺎښﻮﻧﻮ په
ﺩﺭﺩ ﺍﻭ ﺁﺭﺍﻣﻮﻟﻮ ﮐﯽ ﻣﺮﺳﺘﻨﺪﻭﯼ ﻭﺍﻗﻊ ﮐﯿږﯼ . ﺩﻣﺴﻮﺍﮎ ﮐﺎﺭﻭﻝ ﺗﻘﺸﻊ ﻭﺭﮐﻪ ﻭﯼ ﺩﺳﺘﺮګﻮ ﺩﯾﺪ
ﺯﯾﺎﺗﻮﯼ ﻏږ ﺻﺎﻓﻮﯼ ﺩ ﺧﺒﺮﻭ ﺟﺮﯾﺎﻥ ﺁﺳﺎﻧﻪ ﮐﻮﯼ ﺩﺧﻮﻟﯽ ﺑﺪ ﺑﻮﯼ ﻭﺭﮐﻪ ﻭﯼ څﯿﺮﻩ ﺗﻪ ﻧﻮﺭ
ﻭﺭﺑښﯽ ﺍﻭ ﻣﻬﻤﻪ ﺩﺍ ﭼﯽ ﺩﺍﻟﻠﻪ ﺩ ﺭﺿﺎﯾﺖ ﺳﺒﺐ ګﺮځﯽ .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب