د مسلمانانو د ټاکنو کمپاین!

د افغانانو دپاره په اوسني وخت کې ریاستي نظام، چې په اسلامي شرایطو برابر وي، یو ډېر مناسب انتخاب دی. دا ځکه چې، انتخاب شوی جمهور رىٔیس، بیا کولای شي، چې خپل پلانونه، په ښه توګه په عمل کې پیاده کړي.
نیمه ریاستي، او نور فدرالي نظامونه، د افغانانو دردونه نشي دوا کولای، او هغه به د افغانانو دردونه او ناورین نور هم زیات کړي.
د مثال په توګه، دغه د ملي وحدت په نامه اوسنی نظام، یو مطلق ناکام حکومتي نظام دی، او تر ټولو بده خبره خو بیا داده، چې پدغه ډول حکومتي نظام کې، هېڅوک هم کوم مسىٔولیت، نه مني. د دغه موجوده، حکومتى نظام دواړه مشران، د خپلو ناکامیو پړه، پر یو او بل اچوي.
د دغه حکومت په دوره کې، که یو پر مخ حرکت کوي، هغه بل یې له دواړو پښو رانیسي، او کښته یې راغورځوي، چې تر څو هغه بل کوم ګټور کار سرته ونه رسوي.

په افغانستان کې، د ولسمشرۍ د ټاکنو دپاره ۱۸ ټیمونو ثبت نام کړی دی. نن سبا، په افغانستان کې، ټاکنو ته نوماند کول، یو ورځنی مود ګرزېدلی دی. ډېر امکان لري، چې په پایله کې ځینې ټیمونه، له نورو ټیمونو سره اىٔتلاف وکړي، او خپلې ګټې لدې لارې ترلاسه کړي.
که چېرې افغانان، دغه تېرو ۱۸ کلونو ته، ښه په غور سره ځیر شي، نو دغه خبره به ټولو ته ښه څرګنده شي، چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ له چوکۍ څخه، د معاونیت په چوکۍ کې ډېرې ګټې نغښتې دي. دا لدې کبله، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې، یوه تکړه، زړور، او خپلواکه ولسمشر، ‌شتون نه درلود. نو لدې کبله ځینې افغانان، په معاونیت پسې ډېرې هلې ځلې کوي، او خپلې شخصي او ګوندي ګټې، د معاونیت په چوکۍ کې لټوي.

اوس راځم، ددې لیکنې اصلي خبرې ته، چې هغه د مسلمانانو د ټاکنو کمپاین دی.
د مسلمانانو تر منځ د ټاکنو کمپاین، د غیر اسلامي ملکونو، د ټاکنو د کمپاین سره باید واضح فرق ولري. دا پدې معنا، چې د مسلمانانو کمپاین، باید د غیر اسلامي ملکونو تر کمپاین ډېر ښه، او په اسلامی اصولو برابر وي.

غواړم دغه لاندې ټکي، د افغانستان د انتخاباتو د کمپاین په هکله، وړاندې کړم:
۱ – د ولشمرۍ دپاره نوماندان، او د هغوی ملاتړي، باید په هېڅ صورت کې، اسلامي اصول تر پښو لاندې نکړي. دا پدې معنا، چې هېڅکله، په بل نوماند پسې دروغ او تهمت ونه وایي. دوی ټول هر وخت خپل ټاکنیزه کمپاین، د اسلام په چوکاټ کې مخ په وړاندې بوزي، او هېڅکله، د اسلام له ټاکلي حدودو څخه تېری ونکړي.
۲ – د ولسمشرۍ د ټاکنو دپاره، هر نوماند باید د انتخاباتو دپاره یوه تګلاره، چې په انګریزي کې (Manifesto) ورته وایي، ترتیب کړي. پدغه تګلاره کې، د هغو ټیم ټولې کاري برنامې، په واضح او مکمل ډول ولیکل شي، او بیا هغه داخلي او خارجي رسنیو، او افغانانو ته ووېشل شي.

د یادولو وړ ده، چې د دغې کاري برنامې په ترتیب کولو کې، باید له ټولو کارپوهانو څخه مسلکي ګټه پورته شي، او د هغو په ترتیب کولو کې، له ډېر دقت او پوهې څخه کار واخستل شي. د دغه کاري برنامې هره ماده، په ښه توګه، تر بحث لاندې ونیول شي، او پدغه برنامه کې خلکو ته داسې وعدې ورنکړل شي، چې د هغه عملي کول بیا له امکان نه بهر وي. په اوسني وخت کې خلک، د دروغو وعدې، له ریښتینو وعدو څخه، ښې پېژندلی شي. ښه په زړه پورې مثال یې، د مکسیکو د دېوال رغول دي.

هېره د نه وي، چې ښه شعارونه، له ښو عملي پلانونو سره، ښه ځلیږي.

فرض کړی، چې کوم کاندید، خلکو ته دغه وعده ورکړي، چې برق به ټولو ولایتونو ته برابروي؟ نو هغه باید، د دغه کار د عملي کولو لپاره، ښه مالي، او طبعي منابع په نظر کې ولري.
۳ – کله چې دغه کاري برنامه جوړه شي، نو هغه بیا په ښه ترتیب باید ولس ته تشریح شي. د هغه دپاره، د کمپاین مشر، او نور مسلکي کارپوه او کارکونکي غړي تعین شي. دغه انتخاباتي ټیم، د نوماند ټیم، برنامه او تګلاره، ټولو خلکو ته په هر مناسب فرصت، او عامه ځایونو کې تشریح کړي، او حتٰی د نوماند ملاتړي، کور په کور، د خلکو دروازې وروټکوي، او خپله پالیسي ورته تشریح کړي.
۴ – د ولسمشرۍ دپاره نوماندان، باید په تلویزیوني مناظرو او بحثونو کې برخه واخلي، او د حاضرینو پوښتنو ته ښه صادقانه ځوابونه ووایي. دوی باید په واضحه توګه، دغه ټکي ته ځواب پیداکړي، چې د افغانستان خلک، ولې د دوی ټیم ته خپله رأیه ورکړي. دغه انتخاباتي ټیمونه، باید د خپلو ټیمونو د کاري برنامو نیرنګي نقطې (Selling Points)، افغان ولس ته په ښکاره توګه ورپه ګوته کړي.
۵ – هر ټیم باید، د رسنیو او خبرنګارانو سره، ښه په زړه پورې رابطه قایمه کړي، او داځکه، چي رسنۍ او د هغو خبرنګاران کولای شي، چې د دوی خبره، ښه او یا بده، د خلکو تر غوږو ورسوي. همدارنګه، د رسنیو، او خبرنګارانو، دنده باید دا وي، چې د یوه نوماند، د خولې خبره، په امانت ډول، د ملت غوږ ته ورسوي.
۶ – هر ټیم باید ښه ښه پوسترونه، چې ښه ښه شعار ولري، په ټولو عامه ځایونو کې نصب کړي. د یوه ښه پوستر لیدل، د خلکو په ذهن باندې ښه اغېز اچولی شي. شعارونه باید، ډېر خلص، عامیانه، او له معنا څخه ډک وي. د مثال په توګه، د آزادۍ، سولې، عدالت، انصاف، کار، تعلیم، احترام، او اتحاد، ټکي، هغه ټکي دي، چې ټول ورته ضرورت لري، او په ټولو خلکو ښه لګیږي. د یادولو وړ ده، چې یو نوماند، باید، د زړه له کومي، له دغو ټکو سره مینه ولري، او په ریښتیا سره، د هغوی په عملي کولو کې هر ډول قربانۍ ته حاضر وي.
۷ – نوماندان باید له ټولو جوماتونو، اسلامي، او تعلیمي مرکزونو څخه لیدنه وکړي، او د دغو اسلامي، او تعلیمي مرکزونو غړو ته قناعت ورکړي، د دوی اندېښنې لیرې کړي، او د دوی رأیې خپلې کړي. دوی باید په ریښتیا سره، د مدرسې او پوهنتون ترمنځ فاصله لنډه کړي.
۸ – قدرمنې خویندې، هم خپلو خویندو او میندو، ته دغه کاري برنامې او تګلاره په ښه ډول تشریح کړي، او د اسلام په رڼا کې، د ټاکنې په کمپاین کې ښه په زړه پورې برخه واخلي. هېره د نه وي، چې خویندې، او میندي، د خویندو خبرو ته ښه غوږ نیسي.
۹ – د نوماندو د ویاندو په هکله، ښه فکر وشي، او هم په یاد ولرئ، چې دغه ټول کارونه، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په ښه بڼه سرته ورسول شي.
۱۰ – د تګلارې متن په عامه ژبه ولیکل شي، تر څو خلک وکولای شي، چې په هغه پوه شي. پدغه کاري برنامه کې، هر اړخیزه ضرورت ته اشاره وشي، او هم په واضح توګه، د هغو د عملي کولو لارې چارې وسنجول شي. د مثال په توګه، د کار، د صحت، د تعلیم، امنیت، او د بین المللي اړیکو، په هکله پوره معلومات وړاندې شي.
۱۱ – د مجازي صفحو، فسبوک، ټوېټر، یوتیوب، او ایمېل څخه اعظمي ګټه واخستل شي.
۱۲ – د ځوانانو په هکله ډېره توجه وشي. ځوان نسل ملامت ندی. دوی هغه څه مني، چې هغه اوري، او هغه ویني. نوماندان، باید کوښښ وکړي، چې ځوان نسل ته، حقایق، د حقایقو په بڼه بیان کړي، او خپل مرچ ورسره ګډ نکړي. هغه نوماند، خو باید هېڅ ونه بښل شي، چې ځوان نسل ته، دروغ، د حقایقو په بڼه وړاندې کوي، او ځوان نسل ګمراه کوي.
ځوان نسل، د یوه ملک، معنوي سرمایه تشکیلوي، او د هغو په ساتلو کې هر بادرده، افغان، باید ډېر احتیاط وکړي، او کوښښ وشي، چې دوی له دغو ټولو مرضونو، لکه تعصب، بې انصافي، او بې عدالتي، څخه لیرې وساتل شي.
زه باور لرم، چې ان شاءالله، ځوان نسل به دغو ټکو ته ډېر متوجې وي، او هېڅوک به ونکړای شي، چې دوی ته دوکه ورکړي.
ځوان نسل ته هم لازمه ده، چې دوی د (Memory Stick) په شان، ښې او بدې خبرې ذخیره نکړي. دوی باید د دغې استعداد ولري، چې دروغ، له حقیقت څخه، جدا کړي، او یوازې حقایق، پخپله حافظه کې ثبت کړي.
۱۳ – کېدای شي، دغه سوال له ټولو نوماندانو، او د هغوی له ملاتړو څخه وشي، چې ولې افغانان، دوی ته خپله رأیه ورکړي؟!
۱۴ – هر نوماند، باید د مخدرو موادو، او د دوی د له منځه وړلو، دپاره عملي پالیسي ولري، او دغه مظلوم ملت ته وشیي، چې دوی به څرنګه، دغه ملت، لدغه وژونکي مرض څخه خلاص کړي.
۱۵ – د دغه لیکنې په وخت کې، د طالبانو وروڼو، او امریکا، ترمنځ خبرې روانې دي. دغو خبرو ته ټول افغانان، سترګې په لاره دي. ټول افغانان، د هغې سولې په انتظار کې شپې او ورځې تیروي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي.
هیله ده، چې په افغانستان کې، الله(ج) همدغه شانته سوله راولي، او بیا ټول افغانان (ټول د ټول معنا ورکوي)، پدغه انتخاباتو کې ګډون وکړي، او ریښتنی ولسمشر، انتخاب کړي.

د پام‌ وړ ټکي:
د ولسمشرۍ دپاره ټول نوماندان، او د دوی ملاتړي، باید هر وخت، ښو ته ښه، او بدو ته بد، ووایي. دوی ټول باید، له خپلو خبرو سره ډېر احتیاط وکړي، او هېڅکله، د یوه چا په شخصي حریم تېری ونکړي. دوی باید، له اسلام او وطن سره دزړه له کومي، دایمي مینه ولري. دوی باید دغه مینه، او محبت په عمل کې هم پیاده کړی وي.

ټول نوماندان، باید، د خپلو شعارونو، د عملي کولو، کلک نیت هم ولري. داسې نه، چې یوازې، د خلکو رأیو ته یې سترګې پټې کړي وي، او چې کله، خپل هدف ته ورسیږي، نو بیا خپلو ټولو اسلامي او ملي وعدو او ګټو ته شا کړي، او یوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کي وي.
د یادولو وړ ده، چي افغانان، له خپل منتخب ولسمشر څخه دا توقع لري، چې د ملک منل شوي قانون ته به احترام لري، او هغه به، په خپل ځان، او نورو یو شانته عملي کوي، او داسي ونشي، چې پخپله ولسمشر، او د هغه ملاتړي، بیا تر ټولو لومړی، د قانون ماتونکي وي.
په اسلام او وطن مین افغانان، نور باید د بې تفاوتۍ له وژونکي خوبه، راپاڅي، او په ریښتیا سره، یو او بل ته، د ریښتینې ورورګلوۍ، لاسونه ورکړي، او دغه تباه کوونکي ناورین ته، د پای ټکی کیږدي.

دغه د ولسمشرۍ دپاره نوماندان، ټولې معلومې څېرې دي. ځینو یې، له ۱۸ کالو راپدېخواه، د افغانستان په سیاست کې رغنده رول لوبولی دی. د دوی کارونه، ټولو افغانانو ته، د لمر په شان معلوم دي، او افغانان، باید د دوی په خالي وعدو ونه غولیږي. هغه چا چې د دغه مظلوم ملت سره، پدغه تېرو کلونو کې ستره جفاء کړېده، او د دوی ورځنی عادت، وطن او خلکو ته جفاء کول ګرزېدلی وي، نو په هغوی به بیا اعتبار کول، پخپله ستره جفاء وي.

الله(ج) به افغانان، یو ځل بیا، په لوی امتحان کې واچوي، او وبه ګوري، چې آیا، دغه دفعه افغانان، د اسلام او وطن په غم کې دي، او یا که بیا دوی د پخواه په شان، د چوکیو او خپلو جیبونو په غم کې دي.
په اسلام او وطن مین افغانان، باید پدغه حساسه مرحله کې سره یو موټی شي، او دوی د هغه نوماند څخه، ملاتړ وکړي، چې هغه اسلام او وطن ته وفادار وي.

راځئ، چې د مسلمانانو د قاطع کامیابۍ لپاره، خپلې ملاوې کلکې وتړو، او د الله(ج) په کومک سره، هغه نوماند، چې په اسلام او وطن مین وي، هغه، قاطع کامیابۍ ته ورسوو.
په پای کې غواړم، خپله وطني دعا مې یو ځل بیا تکرار کړم، او هغه دا، چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته، سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

عبدالله وردک – انګلستان -۲۰۱۹ م

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب