د مستو ۸ ګټې چې ټول باید په پوه شئ!

ایا د مستو له ګټو خبر یاست؟ ایا پدې پوهېږئ، چې دا هغه خوراک دی، چې نړۍ په هر دسترخوان باندې شته، څه ګټې لري؟
مستې: تومنه شوې شيدې مستې دي. او د شیدو ډېرې ښې ځانګړتیاوې پکې دي. دا خوراک چې ريښه یې د اروپا له ختیځ څخه ده. اوس د نړۍ د ټولو خلکو له خوا استعمالېږي. مستې لدې سره چې ښه خوند لري، د درملو قدرت هم لري، او د سلامتۍ له پاره بې شمېره ګټې لري.
مستې ډېر مغذي مواد لري، او د کلسیم یو لویه منبع ده. دا خوارک د بدن له ژوندي ارګانیسم جذبوي او د کلسیم له جذب سره مرسته کوي.
مستې همدارنګه د پروتینو یو ډول دی، چې په اسانۍ سره هضم کېږي. او نور ګټور مغذي مواد چې په مستو کې دی عبارت دي: ریبوفالوین، ویټامین ب۲، د ب ګروپ ټول ویټامینونه، اسید فولیک، اسید لاکتیک، پوتاشیم، فاسفورس او داسې نور…
د مستو ګټه او خواص د بدن له سلامتیا په دې اندازه ګټور دي، چې ډېری خلک له هغه نه خبر نه دي، په سلامتۍ په ورځني ژوند کې مصرفوي. د مستو ټولې هغه ډولونه چې نن سبا په پلورنځيو کې موجودې دي، ګټورې دي.
تر ټول ګټوره ټاکنه مستې دي، چې د ژوندیو او فعاله ارګانیسم درلودنکي دي. دا ډول مستې د پروبیوتیک مستو په نوم یادېږي.
۱ – مستې د غذا له هضم سره مرسته کوي
مستې یوه خوارکي ماده ده، چې په اسانۍ سره هضمېږي. سربېره پردې ښې باکتریاوې یا هم پروبییوتکونه په مستو کې شته، چې د غذا په هضم کې مرسته کوي. مستې د هغو کسانو له پاره چې په بېلابېلو ناروغیو مبتلا دي. لکه: اسهال، معده دردي، ډېرې ورته توصیه کېږي.
په ورځينۍ توګه یو کاشوغه مستې له کمو غوړو لرونکې مستې چې د فعالو ارګانیسونو درلودنکي وي، چې وخوری تر څو مو معده ارامه شي، او معده به مو په ښه توګه فعالیت وکړي.
۲ – د بدن ایمني سیسټم پیاوړی کوي
د څېړنو له مخې د بدن ایمني سلولونه هغه کسان چې د درېيو میاشتو په جریان کې دوه کیلو مستې چې د فعالو ارګانیسمونو درلودنکي وي، د هغو کسانو سره په پرتله چې هېڅ مستې نه خوري د هغوی بدن ډېر پیاوړی وي.
ګټورې باکتریاوې په بدن کې رامنځته کوي. او له بدن سره مرسته کوي، چې غذایي مودا جذب کړي او معده پیاوړې کوي. ټول دا عوامل د بدن ایمني سیستم پیاوړی کوي.
د بدن د دفاعي سیستم د پاوړي کېدو له پاره هره ورځ د فعالو ارګانیسمونو لرونکې مستې وخورئ.
۳ – مستې تاسې سره مرسته کوي، چې بدن وزن مو کم شي
د مستو خوړل درسره مرسته کوي، چې ستاسې د بدن وزن په سرعت سره کم کړي. د مستو ګټورې باکتریاوې لکه پروبیوتیک د بدن د وازدو په ویلو کولو کې مرسته کوي، دا ددې لامل کېږي، چې غذا په ښه توګه هضم کړی. او د زیات وخت له پاره د لوږې احساس ونه کړی.
او سربېره پردې د کلسیم لوړه کچه چې په مستو کې موجوده ده، د بدن غوړو سره مو اړیکه رامنځته کوي او کورتیزول لږ ازاد کړي، او سر بېره پدې ستاسې د بدن وزن کموي. او همدارنګه امینو اسیدونه چې په مستو کې موجود دي، د بدن د غوړو په اوبه کولو کې مرسته کوي.
۴ – د وینې د لوړ فشار مخنیوی کوي
د زیاتې مالګې خوړل د لوړ فشار د رامنځته کېدو سبب ګرځي. په مستو کې د پوتاشیم موجودیت د سودیم د جلب او جذب لامل ګرځي او له بدن سره مرسته کوي.
څېړنو ته په کتو داسې ویل کېږي، کومې څېړنې چې په ۲۰۱۲۲ کال کې په امریکا کې د زړه په انجمن کې وشوې، هغه کسان چې د وینې د لوړ فشار په ناروغۍ باندې اخته وي، هغوی چې بې غوړو مستې خوري د هغو کسانو په پرتله چې مستې نه خوري ۳۱ سلنه کمه ده. په اکثر ډول هغه کسان چې نیمه کیلو مستې د ورځې وخوري، د وینې د لوړ فشار وېره یې په مکمل ډول له منځه ځي.
۵– کلسترول کموي
د مستو له ځانګرتیاوو یوه دا ده، چې مستې د فعالو او ژوندیو ارګانیسمونو درلودنکي دي. چې د بدن د کلسترول په کموالي کې مرسته کوي. فعاله ارګانیسمونو چې په مستو کې موجود دي، د کلسترول پایې په بدن کې نړوي. پروبیوتکونو کوم چې په مستو کې موجود دي، دصفراوي اسیدو د کموالي سبب په بدن کې کېدی شي. چې دا ډله منرالونه هم د کلسترول په کمښت کې مرسته کوي. مستې په ځانګړې توګه هغه کسان چې د زړه په ناروغیو اخته دي، ډېرې ګټورې دي.
۶– د لوې کولمې د سرطان له اخته کېدو نه مخنیوی کوي.
مستې د لوې کولمې په سالمه ساتلو کې ډېره مرسته کولای شي. د لاکتوباسیلوس د لوې کولمې له پاره یوه ګټوره باکتریا ده. چې په مستو کې موجوده ده، مستې ددې باکتریا د په درلودلو سره د لویې کولمې د سالمه ستالو سره ډېره مرسته کولای شي. او په پایله کې د لوې کولمې د هر ډول ناروغیو د رامنځته کېدو مخنیوی کوي.
دا ډول ښې باکتریاوې میکروارګانیسمونه ددې مضرو باکتریاوو او د سرطاني حجرو د رامنځته کېدو مخنیوی کوي. او سرطاني حجرې ودې ته نه پرېږدي.
د لوې کولمې د سالمه ساتلو له پاره سهار وخته په نهاري مستې وخورئ.
۷– د هډوکي په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
کلسیم، ویټامین ډي، فعاله او ژوندي ارګانیسمونه په مستو کې د هډوکو د سالمه ساتلو سره مرسته کوي او د هډوکي له منځه تلو ته نه پرېږدي. ددې له پاره مو چې هډوکي پیاوړي او کلک شي، نو ډېرې د ډي ویټامن لرونکي مستې وخورئ.
۸– د وېښتو د سالمه ساتلو سره مرسته کوي.
د مستو یو بله ځانګړنه دا ده، چې د وېښتو په سالمه او روغ ساتلو کې مرسته کوي. که مستې وخوری، نو نوره اړتیا نه شته چې قیمت بعیه دواګانې واخلی او په خپلو وېښتو یې مصرف کړی. مستې د اسید لاکتیک، پروتینو، کلسیم او نور ګټور غذایي موداو درلودنکي دي چې د وېښتو په سالمه او درخشانه ساتلو کې مرسته کوي.
مستې مو وېښتان ډېروي، د سر او وېښتو پخه له منځه وړي. او د وېښتو د بخار د له منځه وړلو له پاره مستې ډېرې ګټورې دي.
او که غواړی چې کلک او پیاوړې وېښته ولری نو له مستو سره مو خپل وېښته ومنځئ او د ۳۰۰ دقیقو له پاره په خپلو وېښتو پرېږدئ او وروسته یې له شامپو سره ومنځئ دا به مو د وېښتو په سالمه او روغ ساتلو کې مرسته وکړي.
د روژتي خواړه: مستې او خرما
وزن زیاتوونکي خواړه
دغه خواړه نارینه له اضافي وزن څخه لرې ساتي

راټولونکی:ډاکټر خپلواک

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب