د مدينې منورې زيارت او تاريخي ځايونه -حج معلومات

کله مو چې له مکې څخه د مدينې په لور د تللو وخت را ورسيږي، نو مکې څخه د جدايي دردوونکی غم مو د نبوي جومات سپېڅلې روضې د زيارت په خوشحالي بدل کړئ، ډېر په مينه او شوق درود شريف ووايئ، دغه راز محمد صلی الله عليه وسلم سره د خپلې مينې د ويښولو په موخه نعتيه شعرونه هم ويلی شئ.

مدينې ته ننوتل

مدينې ته وروستی تم ځای(ذوالحلفه) دی چې له مدينې څخه نژدې د لسو کيلو مترو په واټن پروت دی، هغه بسونه چې حاجيان مدينې ته انتقالوي عموما دلته درېږي، که مو که وه، نو غسل وکړئ، کنه اودس وکړئ او ښکلي جامې واغوندئ، عطر وکاروئ، په مينې او شوق درود وايئ.

په دې باور ولرئ، چې په مقدسو ځايو کې له پاک الله څخه غوښتنه کول د هغه ځاى په برکت يې خداى تعالى جلَّ جلا لهُ حتماً قبلوي نو  د الله له در باره دعا او غوښتنه په پاک او عاجزه زړه سره وكړئ.

دمسجد نبوي هر لمونځ  دنورو جوماتونو د لمونځونو په نسبت دپنځوسو زرو (۵۰۰۰۰) لمونځو ثواب لري، مګر د مکې شريفې په حرم  كې لمونځ دنورو جوماتونو د لمونځونو په نسبت سل زره ۱۰۰۰۰۰ برابره ثواب لري.

په شنې ګنبدې لومړی نظر

کله چې ذوالحليفې څخه مدينې ته روان شئ، نو يو څو دقيقې وروسته کله مدينې ښار ته ننوځئ، نو د هرمؤمن د زړه قرار او دسترګو يخوالی يعنې ګنبد خضراء به ستاسو تر سترګو شي، اوس نو په بشپړه پاملرنه او ادب سره درود وايئ او الله جل جلاله  ته دعا وکړئ: ای الله! دا ستا د محبوب ښکلی ښار دی، دې ښار ته د ننوتلو له برکته موږ له هر ډول عذاب څخه خوندي کړې.

کله چې مدينې ښار دروازې څخه ننوځئ دا دعا ووايئ:(بسم اللهِ، ماشاء الله لا حول ولاقوة الا بالله، رَبِّ أَدْخِلْنِى مُدْخَلَ صَدَقٍ وَأَخْرِجْنِى مَخْرَجَ صَدْقٍ وَاجَعَلْ لِى مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا).

مدينې ته له رسېدلو وروسته لومړی عماره کې خپله خونه کې سامان خوندي، کړئ او بيا مسجد نبوي ته ولاړشئ.

مسجدنبوي ته تلل

له سامان خوندي کولو وروسته مو که په ذوالحليفه کې غسل نه وي کړی، نو په خپله عماره کې غسل يا اودس وکړئ نوې يا ښکلې جامې واغوندئ، عطر وکاروئ او د نبوي جومات په لور روان شئ.

که شوني وي له نبوي جومات باب جبرائيل څخه ننوځئ، کنه له هرې دروازې څخه ننوتلای شئ او د ننوتلو پر وخت لاندينۍ دعا ولولئ: بسم اللهِ، وَالصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلَى رَسُولِ الله، اللُّهُمَّ افْتَحْ لِي أبْوَابَ رَحْمَتِكَ ([1])

په رياض الجنة کې نفل:

 لومړی د نبوي جومات هغه برخې ته ولاړشئ، چې د جنت باغچه ورته ويل شوې ده، که مکروه يا د فرضي لمونځ وخت نه وي دوه رکعته نفل تحية المسجد لمونځ وکړئ، که فرضي لمونځ جمعه ولاړه وي، ګډون پکې وکړئ دتحية المسجد ځای به ونيسي، له لمانځه وروسته شکر اداکړئ، چې الله جل جلاله حرمينو شريفينو ته دتللو توفيق درکړ او بيا په دعاوو کې ځان، مور اوپلار، خپلوان او ټول مسلمانان ياد کړئ.

سپڅلې روضې ته: 

اوس په بشپړه پاملرنه او ادب سره سپېڅلې روضې په لور په دې تصور ولاړ شئ، چې اوس زه د محمد صلی الله عليه وسلم روضې ته حاضرېږم کله چې جاليو ته ورسيږئ نو لومړی جالۍ پرېږدئ او دویمې جالۍ سره په ډېر ادب ودرېږئ او سلام وړاندې کړئ (السَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِىُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ).

يادونه: عام خلک اوږده عبارتونه نشي يادولای او نه يې هم په معنی پوهيږي، نو ځکه علماء ليکي، چې په لنډو ټکو دې سلام وړاندې کړي.

ابوبکر صديق رضی الله عنه ته سلام :محمد صلی الله عليه وسلم ته له سلام وړاندې کولو وروسته لږ مخکې ولاړ شئ او درېمه جالۍ کې لومړنی خليفه ته داسې سلام وړاندې کړئ:( السَّلاَمُ عَلَيْكَ يا خلَِيفَةَ رسول الله صلی الله عليه وسلم، وثانِيَةُ في الغار أبابكر الصديق، جزاك الله عن امة محمد صلى الله عليه وسلم خيرا).

عمر رضی الله عنه ته سلام: بيا لږ مخکې څلورمه جالۍ کې عمر رضی الله عنه ته مخامخ ودرېږئ او په لاندې ټکو سلام وړاندې کړئ: السَّلاَمُ عَلَيْكَ يا أمير المؤمنين عمر الفاروق الذي أعزَّ الله به الإسلام ، جزاك الله عن امة محمد صلى الله عليه وسلم خيرا).

له سلام وروسته دعا:كله چې له سلام وړاندې کولو خلاص شئ نو له ګنبدې څخه هغه خوا يا چيرته چې شوني وي، قبلې ته مخامخ ودرېږئ او ځان، مور او پلار د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دعاوې وکړئ.

رياض الجنة کې لمونځ : رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفاء راشدينوته له سلام وړاندې کولو وروسته که شونې وي رياض الجنة کې (استوانة ابولبابة) ته نژدې نفل لمونځ وکړئ او که شوني نه وي بيا د مسجد نبوي په هره برخه کې نفل لمونځ کولای شئ، په دې شرط چې مکروه وخت نه وي، له لمانځه وروسته توبه او استغفار او دعاوې وکړئ.

څومره ورځې چې دسرور کائنات محمد سيد الانبياء عليهِ السلام همسايه وې نو که وکولاى  شئ هره ورځ  د خاتم الانبياء سلام وکړئ د باب السلام د دروازې له لارې چې داخل شئ  او په ډېر احترام او مينه د محمد صلى الله عليه وسلم مبارك ارام ځاى ته ورشئ دتېر په څېر به په محمد صلی الله عليه وسلم او يارانو سلام اچوئ.

يادونه: باب السلام ته ښځې په شپه ورځ کې دوه ځله پريږدي دسهار لخوا دوه ساعته دښځو لپاره پرانيستې دی او دمازديګر ترلمانځه وروسته دوه ساعته دښځو پر مخ پرانيستې  دی.

جنة البقيع \ بقيع الغرقد: 

ددغه ځاى مخامخ يوه ډېره مبارکه هديره ده چې جنة البقيع يې نوم دى او دا د جنت ځمکه ده، دلته دحضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه دحضرت رسول ُالله عليهِ السلام درېيم يار او د اسلام درېيم خليفه دفن شوى دى او هم د بي بي فاطمې دحضرت رسول الله عليهِ السلام لور او د حسن او حسين رضی الله عنهما مور او د حضرت علي کرم اللهُ وجهَهُ د عيال  آرامځاى دلته دى او هم د محمد صلى الله عليه وسلم د درى واړو زامنو قبرونه او هم دزرګونه صحابه کرام رضوان الله عنهم اجمعين په کې مدفون او ځينې يې محمد صلی الله عليه وسلم په خپل لاس خښ کړي دي په دې هديره کې عباس، عبد الله بن مسعود رضی لله عنهم شتون لري، پردې سربېره د مؤمنانو زياتره ميندې، د محمد صلی الله عليه وسلم لوڼې، بې شمېره تابعين، تبع تابعين او نور ائمه مجتهدين همدلته دفن دي.تاسې كولاى شئ دلته ياسين شريف وواياست او ثواب يې ددغه مبارکې مقبرې مړو ته ور وبخښئ او يانور سورتونه مثلاً درى ځله قل هو الله يا نور ذکرونه مو چې زده وي ويې واياست او ثواب يې ددغې مقبرې مړو  ته هديه کړئ. لازمه ده، چې په هره دعا او غوښتنه کې يوازې له الله څخه غوښتنه وشي. له بنده څخه که مړ وي او که ژوندى دعا نه غوښتله كېږي، حتى امام ابو حنيفه رحمة الله عليه فرمايي: د هغه دعاکوونکي دعا مکروه ده، چې ووايي يا الله ستا دانبياوو په روى او ستا دملائکو په روى، ځکه دعا يوازې دالله حق دى او بس د مخلوق پکې يا دول او شفيع کول جائز ندي.

مسجد قباء:

  دا مبارک مسجد له مسجد نبوي څخه يو څو کېلومتره لرې واقع دى او دا مبارک مسجد تر کعبې شريفې وروسته داسلام لومړنى مسجد دی چې حضرت رسول اکرم عليهِ السلام دهغه د تهداب ډبره په خپلو مبارکو لاسونو ايښې ده. کله چې محمد صلى الله عليه وسلم  له مکې شريفې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړ، نو پر دغه محل يې ملګروته امر وکړ، چې دلته تم کېږو ترڅو حضرت علي کرم اللهُ وجههُ د مکې شريفې نه را ورسيږي، نو ددغه مسجد اساس يې كېښود. په روايت كې راغلي، چې په دغه مسجد کې يو لمونځ د يوې عمرې ثواب لري. ښه طريقه دا ده، چې په مسجد نبوي کې د سهار لمونځ اداء کړئ بيا د قبا مسجد په لور روان شئ په پښو باندې، نو د اشراق لمانځه ته مسجد قباء ته رسيږئ، نو څو ګټې به مو شي هم به د اشراق لمونځ شي هم به تحيه مسجد شي او هم به نفل شي. هر مسجد ته چې داخليږې په هر ځاى او وخت کې چې وي لومړی به راسته پښه دمخه کړئ  مسجد ته  د داخليدو پر مهال  ووايئ: (اَلـَّلهُمَّ افـْتـَحْ لِي اَبْوَابِ رَحْمَتِکَ)  ژباړه:- الهي ستا درحمت دروازې ماته پرانيزه.

مسجد القبلتين (ددوو قبلو مسجد) :

 دماسپښين د فرض لمانځه د جماعت په منځ کې يعنې وروسته تردوو رکعتو دالله جلَ جلا لهُ له لوري محمد صلى الله عليه وسلم ته وحيې راغله چې له لومړۍ قبلې څخه چې بيت المقدس وو دکعبې شريفې خواته مخ وګرځوئ نو حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم  سمدلاسه  بې له دې چې سلام وګرځوي مخ دکعبې شريفې پر لور واړاوه په هغه پسې لسو صحابه وو بيله سلام ګرځولو همداسې دمکې شريفې پر لور مخ واړاوه نو دا هغه لس کسان رضی الله عنهم دي چې عشره مبشره وبلل شول يعنې هغه لس کسان چې دجنت زيری ورته راغى او پر دوى دجنت شاهدي روا ده (الهي ستا ددغو عشرهَ مبشره وو سره يوځاى موږته هم جنت را نصيب کړه آمين) نو ځکه دغه مبارک مسجد د دوو قبلو د جومات په نامه ونومول شو. دغه مسجد ته به هم  ورشئ اوهلته به هم دوه رکعته تحية المسجد نفل ادا کړئ او د خداى تعالى له درباره به خپل مراد وغواړئ.

مسجد الجمعه

دا هغه مبارک مسجد دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل دجمعې لومړنى لمونځ په هغه کې ادا کړى دى. دغه مسجد ته به هم ورشئ او دوه رکعته  تحية المسجد به پكې ادا کړئ  او دخداى تعالى په حضورکې به د رحمت او برکت غوښتنه وکړئ.

مسجد الكمامه (غمامة) :

كمامه په کلاسيکه (پخوانۍ) عربي کې وريځې ته ويل کېږي نو دا نوم په دې نسبت ورکړل شو چې محمد صلى الله عليه وسلم يو ځل په هغه کې د وچكالۍ له كبله استسقاء وکړه نو فوراً پر اسمان باندې وريځې راغلې او په اورولو يې پيل وکړ نو ځکه يې مسجد الكمامه بولي ولې دغه مسجد مبارک د محمد صلى الله عليه وسلم عيدګاه هم وه او دلته به يې داخترونو لمونځونه ادا کول، دغه مبارک مسجد هم ووينئ او دوه رکعته تحية المسجد لمونځ پکې ادا کړئ او الله جَلَّ جَلالهُ ته د خپلو ګناهونو د بخښنې دعا وكړئ.

جبل الاحد

د احد غر نږدې شپږ نيم کيلو متره دمدينې منورې شمال ته پروت دى، پر دې ميدان دمسلمانانو او مشرکينو ترمنځ سخته جګړه وشوه، چې د جنګ په لومړۍ مرحله کې دمسلمانانو لښکرې بريالۍ شوې او مشرکينو ماتې وخوړه کله چې هغه کسان چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دجنګ د محاذ په شا كې د احتمالي خطر دمخنيوي لپاره مؤظف کړي وو، هغوى فكر وكړ، چې مشركين مات شول او له خپلو ځايونو را كښته شول او خپل مورچل يې پرېښود. دمشرکېنو يوه ډله سپرو چې دغه موقع ته په انتظار وه دغونډۍ له بلې خوا څخه پر مسلمانانو حمله وکړه او د ډېرې خونړۍ جګړې په نتيجه کې سيد الشهداء حضر ت حمزه رضي الله عنه  دمحمد صلى الله عليه وسلم  تره (کاکا) شهيد شو او هم مشرکينو تر حضرت سرور کائنات عليهِ السلام پورې ځان ورساوه هڅه يې دا وه چې آنحضرت والا مقام هم شهيد کړي ولې دمشرکينو دا کار او پلان داسلام باهمته غازيانو له  خوا شنډ شو، خو افسوس داچې  د رسول الله مبارک غاښ پدې جنګ کې شهيد شو.

دا هم ولولئ  دبصیرت اوعزم سالار ملا اخترمحمد منصور (رحمه الله) د شهادت د۳ تلین په پار

نو د احد دميدان ليدنه او د سيدالشهداء حمزه رضی الله عنه  زيارت چې د جنګ دميدان په منځ کې د اسلامي لښکر له نورو شهيدانو سره دفن دى ښه كار دى او د هغو شهيدانو پاکو ارواحو ته درحمت دعا کول داسې چې لومړى به درې ځله قل هو الله ووايې او ثواب يې دهغو شهيدانو او د اسلام دټولو شهيدانو او جمله مسلمانانو ارواح ته هديه کړې او له خداى پاکه څخه به دځان او خپلو اقرباوو لپاره د رحمت او برکت غوښتنه وکړې.

دخندق غر  يا جبل الصلاح:

 د اسلام لښکرو او غازيانو دمشرکينو د لښکرو دمخنيوي لپاره دلته خندق وکيندلو او د خندق دکښلو په جريان کې دمحمد صلى الله عليه وسلم دوې معجزې ظاهرې شوې دي  يو د آنحضرت عليهِ السلام په مبارکو لاسو د لويې تيږې ماتيدل او بل په يوه ټوټه  ډوډۍ د صحابه كرامو د ټول حشر مړول، چې په دې اړه اوږد تفصيل داسلام د تاريخ په کتا بونو کې لوستلى شئ،  نو ددغه خندق په ساحه کې شپږ مسجدونه بنا شوي وه، ولې په را وروسته کلو کې دسعودي دولت دهغو شپږو جوماتونو پر ځاى يو پراخ مسجد آباد كړى دى، د هغه ليدل او په هغه کې  دتحيې دوه رکعته لمونځ كول ضروري دي. له ياده مه وباسئ، چې ددغه مبارکو ځايونو چې داسلامي تاريخ مهمه برخه ده ليدنه ډېر غوره ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب