د محرم د میاشتې تقدس

محرم هغه میاشت ده چې په اسلامي تاریخ کې لومړۍ میاشت ګڼل کیږي او د هجري کال پیل ګڼل کیږي. دا یوه له هغو څلورو محرمو میاشتو څخه ده چې د هغو په اړه الله تعالی په قران کې فرمایي: (د میاشتو تعداد د الله تعالی په نزد په الهي کتاب کښې، له هغې ورځې چې یې آسمانونه او ځمکې پیدا کړي دي دولس دي، چې څلور میاشتې له هغو څخه حرامې میاشتې دي (او جنګ پر دغو میاشتو کښې حرام دی)…. )
 دا څلور میاشتې په نبوي سنتو کښې ذوالقعده، ذوالحجه، محرم او رجب میاشتې دي. د قران ټول مفسرین پر دې باندې متفق الرأیه دي ځکه رسول کریم د حجة الوداع په خطبه کې دا وفرمایل چې: یو کال دولس میاشتې دی او څلور یې له هغو څخه حرامې دي، درې یې پرله پسې دي چې ذوالقعده، ذوالحجة او محرم دي او څلورمه یې رجب ده.
 ددغو څلورو میاشتو تقدس داسې ندی چې د نورو میاشتو تقدس له زیان سره مخ کوي او یا هغه نورې میاشتې هیڅ تقدیس نلري مګر د رمضان میاشت داسې ده چې تقدس او فضیلت یې پر ټولو میاشتو ډیر او لوی دی. مګر دا څلور میاشتې په ځآنګړې ډول داسې دي چې حرامې ګرځول شوې دي چې حتی د مکې کفارو هم ددې میاشتو تقدس منلی دی.
 ددې میاشتو تقدس او پاکي له هغې ورځې شروع کیږي چې الله تعالی دغه نړۍ پیدا کړه. د مکې کفارو ځانونه د ابراهیم امتیان بلل نو ابراهیم چې وو ددغو میاشتو ته یې د تقدس په سترګه کتل او مراعاتول به یې نو دوی هم ددغو میاشتو تقدس ساته او پر دغو میاشتو کښې به یې قبیلوي جنګونه هم نه کول.
په اسلام کې ددغو میاشتو تقدس او پاکي نوره هم زیاته شوه او قران دې میاشتو ته د حرامو میاشتو خطاب وکاوه. محرم ځآنګړي نور خصوصیات هم لري چې په لاندې ډول دي؛

 د میاشتې په لړ کې روژه نیول:

رسول کریم فرمایلي دي چې: د رمضان میاشتې له روژو څخه وروسته بهترینه او غوره روژې د محرم د میاشتې روژې دي.
د محرم د میاشتې روژې فرض ندي مګر دا چې یو څوک یې د ثواب په نیت نیسي نو بیشکه چې د الله تعالی له لوري ورته ډیر اجر او ثواب ورکول کیږي. پورتنی حدیث دیته اشاره کوي چې په نفلي روژو کښې د محرم میاشتې روژې ډیر ثواب لري. پر دغه میاشت کښې هره ورځ ځانته یو خاصیت لري او ثواب یې هم سره توپیر لري نو پدې لحاظ هر یو باید له دغه فرصت څخه د توان په اندازه ګټه واخلي.

 د عاشورا ورځ:

که څه هم چې د محرم د میاشتې ټولې ورځې مقدسې دي خو لومړنۍ لس ورځې یې زیاتې مقدسې او ځآنګړی مقام لري، لسمه ورځ ددغو ورځو عاشورا بلل کیږي. د ابن عباس په روایت کښې راغلي دي چې فرمایي: کله چې رسول مدینې ته هجرت وکړ نو ویې لیدل چې یهود دا لسمه ورځ روژه نیسي او ویل به یې چې پر دې ورځ موسی له خپل قوم سره د سرې بحیرې څخه تیر شو او فرعونیان پکښې غرق شول، نو رسول وفرمایل: موږ له تاسو څخه موسی ته ډیر نږدې یو، او مسلمانانو ته یې امر وکړ چې د عاشورا په ورځ روژه ونیسي. رواه ابوداود.
په ځینو صحیحو احادیثو کښې دا راغلي دي چې په لومړیو کښې پر مسلمانانو باندې د عاشورا د ورځې روژه نیول فرض وو او بیا چې کله د رمضان میاشتې روژه فرض وګرځول شوه نو د عاشورا د ورځې روژه اختیاري شوه. عایشة فرمایي: کله چې رسول صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ نو د عاشوار ورځ یې روژه نیوله او مسلمانانو ته یې امر وکړ چې دوی هم روژه ونیسي. خو کله چې د رمضان میاشتې روژه فرض وګرځیده، نو فرضیت د روژې رمضان ته انتقال شو او د عاشورا د ورځې فرضیت لمنځه ولاړ، نو که څوک غواړي پر دغې ورځ روژه ونیسي ودې نیسي او که یې څوک نه نیسي هم باک پرې نشته. رواه ابوداودکه څه هم رسول الله پر دغه ورځ وروسته د رمضان له فرضیت څخه هم روژه نیوله، عبدالله ابن موسي روایت کوي چې: رسول د عاشوراء ورځې روژه د نورو ورځو پر روژو غوره ګڼله او د رمضان د میاشتې روژه یې د نورو میاشتو پر روژو بهتره او غوره ګڼله. متفق علیه.

 غلط تصورات او بدعات:

د عاشوراء ورځې په مناسبت د عوامو په اذهانو کښې ځینې اوهامات او خرافات شته چې دوی یې بیلارې کړي دي مګر هغه په اسلام او شریعت کښې هیڅ اساس او بنسټ نلري چې بعضې له هغو یې دادي:
دا هغه ورځ ده چې آدم پیدا شوی دی
دا هغه ورځ ده چې الله تعالی د آدم توبه قبوله کړه
دا هغه ورځ ده چې ابراهیم علیه السلام پیدا شوی دی
دا هغه ورځ ده چې قیامت به پکښې قایمیږي، او که چا پر دغه ورځ غسل وکړ نو هیڅکله به ناروغ نشي
دا او دیته ورته نور ټول اوهامات او بدعات په شریعت کې کوم اساس نلري او کوم سندونه چې ورکړل شویدي هغه ډیر ضعیفه او د اعتبار وړ ندي. ځینې خلک پر دغه ورځ (د عاشورا په ورځ) د خاصې ډوډۍ برابرول سنت ګڼي خو دا هم هیڅ کوم سند او اساس نلري.
 ځینې خلک بیا ددغې ورځې تقدس د حسین شهادت ګڼي. بیشکه چې د هغه مبارک شهادت زموږ د تاریخ تر ټولو خونړۍ او زړه بوږنوونکې پیښه ده مګر د عاشوراء د ورځې تقدس د هغه مبارک شهادت ته نشي توجیه کیدای او ددې ورځې تقدس د هغه له تولد څخه ډیر مخکې هم وو. مګر برعکس دا د حسین رضی الله عنه فضیلت وو چې پر داسې ورځ په شهادت ورسید.
 بل غلط تصور چې د عوامو په اذهانو کښې دی هغه دادی چې دوی اکثره دا فکر کوي چې محرم ښه میاشت پر دې نده چې پر دې میاشت کښې حسین رضی الله عنه په شهادت ورسیده. او په همدې دلیل ځینې خلک پر دغه میاشت کښې واده نه کوي چې دا یو بې اساسه خبره ده چې له شریعت سره هیڅ اړخ نه لګوي او له قران او حدیث څخه مخالفه خبره ده. که چیرې د یوه لوی شخصیت مرګ په کومه ورځ راشي نو بیا دې هغه ورځ بده وګڼل شي؟ نو که چیرې داسې وای نو د ټول کال ورځې به داسې بدشګونه ګڼل کیدلې ځکه داسې ورځ به نه وي چې پر هغه ورځ دې کوم لوی او عالي مقامه شخصیت نه وي وفات شوی. دا یواځې قران او حدیث دي چې موږ یې له داسې غلطو تصوراتو او بدعاتو څخه ایستلي یو.

 عزاداري کول:

بل غلط عمل دادی چې د حسین رضی الله عنه د شهادت په مناسبت د عزادارۍ مراسم ترسره کوي، لکه څنګه چې مخکې مو وویل د کربلا پیښه زموږ د تاریخ تر ټولو بده او زړه بوږنوونکې پیښه وه، مګر رسول کریم موږ د خلکو په مرګ له هیاهوی او زړا او واویلا څخه منع کړي یو. د جاهلیت په وخت کښې به خلکو پّ خپل مړي باندې په زوره ژړل، کالي به یې څیرل او خپل مخ به ېې په خپړو واهه. رسول الله مسلمانان له دغه عمل څخه منع کړل او امر یې ورته وکړ چې کله داسې کومه پیښه وشوه نو ( انا لله وانا الیه راجعون) ووایاست. په دې اړه ځینې روایات شته چې موږ به یو ځینې راواخلو، رسول الله فرمایلي دي چې: هغه څوک له موږ ځینې ندی څوک چې خپل مخ په څپیړو وهي، کالي څیروي، او د جاهلیت د خلکو په څیر ژړا کوي. رواه البخاري.
 ټول علماء پر دې سره متفق دي چې په مړي باندې ژړا او واویلا کول په اسلام کې ناروا او ناجایز دي. حسین له خپل شهادت څخه مخکې خپلې خور زینب ته نصیحت وکړ او ورته یې وفرمایل چې زما په مرګ به داسې نه ژاړې لکه د جاهلیت د خلکو. هغه وفرمایل: زما ګرانې خورې، زه تا ته قسم درکوم چې کله زه ومرم نو زما په مرګ به داسې نه ژآړې چې کالي وڅیرې، خپل مخ ووهې، نه پر چا زما د مرګ په سبب لعنت ووایې او ځآنته مرګ وغواړې. (الکامل، ابن کثیر، څلورم جلد، ۲۴ مخ)
له دې نصیحت څخه معلومیږي چې دا رنګه ژړا او واویلا کول محکوم دي که څه هم هغه لوی شخصیت وي نو باید د رسول صلی الله علیه وسلم پر ښوونو باندې قایم ودریږو او پر خپل ژوندانه کښې یې پلي کړو.
ژباړن: عتیق زی

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب