د ماشوم او کاهل (غټ )تر منځ طبي توپیرونه

که څه هم ددوی تر منځ فرقونه ډیر دی خو غواړم یو څو عمده یی ستاسی سره شریک کړم :
۱- د ماشوم سر دهغه د تنی به نسبت غټ وی
۲- په ماشومانو کی د هغوی د بدن د حرارت د درجی د تنظیم میکانیزم نیمګړی او ثابت نه وی
۳- د ماشومانو هوایی طروق یا لیاری کوچنی او د زیاتو نرمو انساجو لرونکی دی او د کریکویید په نوم غضروف کی تنګوالی لیدل کیږی
۴-د تنفس شمیر نسبت کاهلانو ته سریع یا چابک دی
۵-په ماشومانو کی دوچی غاړی او مری فوحی یا لیاری ډیرسره نژدی وی
۶-ماشومان ډیر ژرد مایعاتو اعاده کولای شی یعنی که چیری یو ماشوم مایعات له لاسه ورکړی ژربیرته اعاده کیدای شی
۷-د ماشومانو وینه کمه وی ،له همدی کبله د خونریزی په وخت کی د زیات خطر سره مخامخ دی کیدای شی د عادی زخم پواسطه د شاک سره مخامخ شی
۸-ماشوم د اندازی یا د جسامت له لحاظه کوچنی وی
۹-ماشوم د درد په وخت کی په اسانی ژاړی
۱۰-ماشوم د مور،پلاراو داکټر و مرستی ته اړتیا لری
۱۱-د ماشوم قلبی ضربان تیزوی
۱۲-د ماشوم د پوستکی سطحه زیاته وی نظر د ماشوم د وزن په حساب ،  ددی نه معلومیږی چی ماشوم د سوځیدلو په وخت کی زیات مایعات له لاسه ورکوی
۱۳-ماشوم کم عضلات او شحم لری او د پڅو ضرباتو په مقابل کی ډیر حساس دی
۱۴-د ماشوم بطنی اعضاوی لوی وی نسبت کاهلانو ته ،د ماشوم د حجاب حاجزپرده چی نس (بطن)اوسینه سره جلا کوی نسبتا کاهلانو(غټانو) ته کښته قرارلری چی له امله ماشوم د ینی ،توری او اثنا عشر د زخمو سره ډیر زیات مخامخ کیږی .
ډاکتر بشیراحمد محبوبی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب