د ماشوم امامت حکم؟ (فتوى)
پوښتنه:
آيا ماشوم امامت كولاى شي؟
ځواب:
قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته
لمړى بايد ماشوم (صبى) وپيژنو، ماشوم هغه چا ته ويل کېږي چې بالغ شوى نه وي
د ماشوم په امانت کې د علماؤ اختلاف دى، په دې کې درې مذهبه دي:
١- امام شافعي:
د شوافعو مذهب دا دى چې د ماشوم امامت په فرض او نفل لمونځونو کې روا دى يعنې ماشوم کولاى شي چې په فرض او نفل دواړو لمونځونو کې امامت وکړي او دليل د عمروبن سلمة حديث دى:عن عمرو بن سلمة قال: (لما كانت وقعة الفتح بادر كل قوم بإسلامهم وبادر أبي قومي بإسلامهم فلما قدم قال: جئتكم من عند النبي صلى اللَّه عليه وسلم حقًا فقال: صلوا صلاة كذا في حين كذا وصلاة كذا في حين كذا فإذا حضرت الصلاة فليؤذن أحدكم وليؤمكم أكثركم قرآنًا فنظروا فلم يكن أحد أكثر قرآنًا مني لما كنت أتلقى من الركبان فقدموني بين أيديهم وأنا ابن ست سنين أو سبع سنين وكانت عليَّ بردة كنت إذا سجدت تقلصت عني فقالت امرأة من الحي: ألا تغطون عنا إست قارئكم فاشتروا فقطعوا لي قميصًا فما فرحت بشيء فرحي بذلك القميص). رواه البخاري و ابوداود و النسائي.
ژباړه: له عمرو بن سلمه رضي الله عنه څخه روايت دى فرمايي: کله چې د مکې فتحه واقع شوه، هر چا خپل قوم مسلمان کړ او زما پلار هم خپل قوم ته ورغى او ورته يې وويل: ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه تاسې ته حق راوړى دى او دوى ته يې وويل: دا لمونځ په دې وخت کې وکړئ او دا لمونځ په دې وخت کې وکړئ (لمونځ يې سره له وختونو وروښود) او کله چې د لمانځه وخت راشي نو يو کس دې آذان وکړي او د چا چې زيات قرآن يې زده وي، نو دوى وکتل، نو د هېچا زما څخه زيات قرآن نه و زده، ځکه چې ما به د مسافرو څخه قرآن زده کاوه، نو زه يې د امامت لپاره مخکې کړم په داسې حال کې چې زه شپږ اوه کلن وم او زما يو څادر و، کله چې به مې سجده وکړه نو هغه به راڅخه پورته شو، نو د کلي يوې ښځې وويل چې: آيا زمونږ څخه مو د خپل قاري (امام) عورت نه پټوئ، نو ما ته يې رخت واخيست او له هغه څخه يې راته قميص جوړ کړ، نو په هېڅ څه باندې دومره نه وم خوشحاله شواى لکه چې په دې قميص خوشحاله شوم. دا حديث بخاري، ابوداود او نسائي روايت کړى دى.
نو امام شافعي په دوه طريقو په دې حديث دليل نيسي:
لمړى دا چې دا هلک ماشوم (نابالغ) او امامت يې ورکړ، نو جواز يې معلوم شو او دا فرض لمونځ و، نو کله چې امامت په فرض لمانځه صحيح دى نو په نفلو کې خو خامخا صحيح دى.
دويم دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي چې د چا زيات قرآن زده وي هغه دې مخکې شي، په هغه د دې تخصيص نه دى شوى چې بالغ وي او که نابالغ.
دويم مذهب: مالکيان او حنبليان:
د دوى مذهب دا دى چې په فرض لمانځه کې د ماشوم امامت جائز نه دى او په نفلو کې جائز دى، او دليل يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو حديث دى چې فرمايي: إنما جُعِلَ الإمامُ ليُؤتمَّ به؛فلا تختلفوا عليه، فإذا ركع فاركعوا، وإذا قال: سمع الله لمن حمده فقولوا:ربنا لك الحمد..)رواه البخاري
ژباړه: امام د دې لپاره دى چې اقتدا پسې وشي، نو له امام سره مخالفت مه کوئ (چې هغه نفل کوي او تاسې فرض لمونځ ورپسې وکړئ) کله يې چې رکوع وکړه نو تاسې هم رکوع وکړئ او کله يې سمع الله لمن حمده وويل نو تاسې ربنا ولک الحمد ووايئ. دا حديث بخاري روايت کړى دى.
او بل دا حديث : رفع القلم عن ثلاثة: عن الصبي حتى يبلغ، وعن المجنون حتى يفيق، وعن النائم حتى يستيقظ).رواه احمد و الترمذي و ابوداود
ژباړه: قلم له دريو کسانو څخه پورته دى (مکلف نه دي) له ماشوم څخه تر څو چې بالغ شي او له ليوني څخه تر څو چې جوړ شي او له ويده څخه چې تر څو چې راويښ شي.
نو دوى په دې احاديثو په دوه طريقو دليل نيسي:
لمړى: چې له امام سره مخالفت مه کوئ چې هغه نفل كوي تاسي فرض وربسي وکړئ، او دلته خو په ماشوم لمونځ فرض نه دى نو د هغه په حق کې ټول لمونځونه نفل دى او کله چې څوک اقتداء پسې کوي نو د فرض کونکي اقتداء په نفل کونکي پسي راځي او دا جائز نده ځکه چې اقتداء د قوي په ضعيف پسي راځي.
دويم دا چې په دويم حديث کې ماشوم غير مکلف دى او په غير مکلف پسې اقتداء درسته نه ده لکه څرنګه چې په ليوني او ويده پسې اقتداء درسته نه ده.
دريم مذهب د احنافو دى:
احناف وايي چې په ماشوم پسې نه په نفلو او نه په فرض کې اقتداء کول جائز دي او دليل يې همدا مخکنى حديث دى چې: رفع القلم عن ثلاثة: عن الصبي حتى يبلغ، وعن المجنون حتى يفيق، وعن النائم حتى يستيقظ)
ژباړه: قلم له دريو کسانو څخه پورته دى (مکلف نه دي) له ماشوم څخه تر څو چې بالغ شي او له ليوني څخه تر څو چې جوړ شي او له ويده څخه چې تر څو چې راويښ شي.
نو كله چې ماشوم مکلف نشو نو اقتداء کول هم ورپسي جائز ندي او امامت يې هم درست نه دى.
خلاصه دا چې کوم امامانو د ماشوم امامت جائز بولي، شرط پکې دا ږدي چې ماشوم بايد پوه او علم ولري او د لمانځه په فرائضو او واجباتو، مکروهاتو او محرماتو باندې پوه وي.
ځواب وركوونكى: مولوي مجيب الرحمن منصور