ماشوم او اولاد روزنه او پالنههدف

د ماشومانو سره د اهدافو په طرح کولو کې مرسته

کله چې ماشوم بازار يا ښار ته ځي نو په لاره يا سرک کې يې مور او پلار په احتياط له مټه رانيسي چې داسې نه ګاډى يې ونه وهي او يا د چا د پښو لاندې نشي.

خو د ژوندانه پدې نړۍ کې ددې په څېر نورې هم ډېرې زياتې لارې شته چې ماشومان په کې له مټې نيول غواړي. تر څو به يې له مټې نيسې؟؟!! په کار خو داده چې ورته ځانته په لاره د تګ طريقه او له سرک څخه د اوختلو لاره چاره وروښايې. خو دا کار هم په يو ځل نه کېږي، لومړى يې بايد په خپله لاسه ونيسې، بيا يې له نږدې نه وڅارې، بيا يې له لرې وڅارې او بيا يې د ژوندانه په ډګر کې ځانته پرېږدې، تر څو خپل زده کړي شيان په ژوندانه کې وازمايي او ځان تر خپل منزله ورسوي.

ماشوم ته بايد خپلو اهدافو د ليکلو او خپل پلان د جوړولو طريقه وروښودل شي، ځکه چې:

هغه ماشومان چې د کار په نقشه او د پلان په جوړولو پوهېږي، همېشه د ډګر په لومړي صف کې ځاى نيسي، او څوک چې يو ځل د لومړي صف خوند وويني، هېڅکله بيا نه وروسته کېږي، بله دا چې کله ماشوم د آينده په اړه سوچ ته اړ شي او د خپلو اهدافو په ليکلو او هغې ته د يوې نقشې په جوړولو عادت شي؛ ورسره په ژوندانه کې د هدف او مقصد د شتون په اړه فکر پيدا کېږي او د خپل ژوندانه نه يو بل ډول خوند اخلي. خپل وختونه په ګټورو کارونو کې مصرفوي او په بې ځايه او بې ګټې کارونو د خپل وخت له لګولو ځان ژغوري.  تاسې به ليدلي وي، هغه ماشومان چې د خپلو اهدافو او مقاصدو په ټاکنې او هغوى ته په يو منظم شکل ورکولو توان لري (هغه که ديني اهداف وي، که علمي او که ورزشي) د هغه ماشومانو په پرتله ډېر وړاندې وي، کوم چې د اهدافو او مقاصدو په پلان جوړونې او نقشې طرح کولو نه پوهېږي. او دا ځکه چې برياليتوب د هغه خلکو په برخه وي چې د اهدافو لپاره پلان ولري.

د اهدافو او مقاصدو په ټاکنه او پلان د ماشوم ژوند او وخت يو منظم شکل غوره کوي. بلکه د تفريح او لوبو لپاره ورسره وخت هم بچت پاتې کېږي، ددې سربېره کولاى شي د ژوند نور مهارتونه او کسبونه لکه ورزش يا کسب هم زده کړي.

د اهدافو تشکيل

د ماشومانو پلان جوړونه نه يواځې هغه ګټې لري چې مخکې مو ترې يادونه وکړه، بلکه څه نورې فايدې هم لري: ماشوم د خپلو مقاصدو او اهدافو په نقشه جوړونه کې په ځان باندې اعتماد او باور پيدا کوي، او دا احساس ورته کېږي چې که وغواړي خپله د يو شي لپاره پلان جوړولاى شي او هم يې په عملي توګه ترسره کولاى شي. نن سبا خو دا عمل ډېر زيات اړين ګڼل کېږي.

بله دا چې کله هغوى د يو ځانګړي هدف لپاره يو ټاکلى وخت وټاکي، نو د وخت د اهميت احساس ورته کېږي، ددې سربېره پدې هم پوهېږي چې وخت ډېر زر تېرېدونکى دى او بايد د وخت په لګښت کې له حرص څخه کار واخستل شي، نو بيا چې ورته وويل شي چې په نيم ساعت کې ځان تيار کړه، هغه پوهېږي چې ددې خبرې هدف څه شى دى؟

د اهدافو ځانګړتياوې

دا خو څرګنده ده چې د ماشومانو اهداف د لويانو له اهدافو ډېر زيات توپير لري، او د وخت په تېرېدو، د زياتو شيانو په يادولو او د نورو تجربو له لاسته راوړلو څخه وروسته يې اهداف هم پرمختګ کوي، نو ځکه بايد په لومړي وخت کې ماشوم خپلو ساده اهدافو ته متوجه کړاى شي، د هغوى لپاره د نقشې جوړولو طريقه ور وښودل شي او په ژوندانه کې يې د اهميت په اړه پوه کړي.

هدف بايد په منطقي ډول د ماشوم د عمر سره مناسب وي، تر څو ماشوم وکولاى شي خپل هدف په څو اسانو برخو وويشي او  په مناسب وخت کې يې ترسره کړي. ددې سربېره بايد د ډېر زيات تاکيد او ټينګار څخه ځان وساتې، ځکه چې بيا يې له ګټې تاوان زياتېږي.

هغه اهداف چې ماشوم کولاى شي په اسانۍ يې ترسره کړي د بېلګې په توګه: د ښوونځي کورنۍ وظيفه په يوه معين او ټاکلي وخت کې ترسره کول، يا ماشوم ته وويل شي چې هغه څه چې له سهاره درباندې تېر شوي دي د يوې مقالې په څېر وليکه، او يا د يوه ټاکلي ورزش يا سپورت په اړه مشوره ورکړل شي.

مور او پلار ته په کار دي خپل بچي له لاسه ونيسي او د بلوغ د کړاوونو او مشقتونو ډګر ته يې اماده کړي، که غواړئ چې اولاد مو په آينده کې بريالي او کامياب واوسي ، په لاندينيو پنځو اهدافو يې تمرين ته ادامه ورکړئ:

١) ديني اهداف: لکه د الله رضا او د جنت لاسته راوړل.

٢) علمي او پوهنيز اهداف: لکه د شهادتنامې يا کومې درجې لاسته راوړل او يا د کوم کسب زده کول.

٣) د روغتيا اهداف: خپل ژوند د روغتيا او بدني استعداد سره سم تېرول.

٤) اقتصادي اهداف: د مال په سمه توګه کارول او استعمالول

٥) شخصي اهداف: د خپل ځان او خپل همت اوچتول.

مونږ ورسره څنګه مرسته کولاى شو؟

دوه شيان دي چې بايد ماشومانو ته د اهدافو په تعينولو کې عملي شي:

لومړى: د اهدافو د تر سره کولو تر منځ بايد لوبې، تفريح او ساعت تيرۍ ته وخت ورکړل شي.

دويم: د ماشوم سره موجوديت. يعنى بايد د ماشوم او مور او پلار تر منځ يوه نږدې اړيکه موجود وي.

لاندې هغه اصول ښايو چې کولاى شي والدين د خپلو بچيانو سره د اهدافو په پلانګذارۍ او د مقاصدو په طرح کولو کې مرسته وکړي:

١) د ماشومانو سره د اهدافو په ځانګړتياو خبرې کول، او بيا يې د لست يا جدول په شکل جوړول.

٢) کولاى شئ هغه لست يا جدول چې ماشوم د ځان لپاره په تدريجي شکل جوړ کړى دى، د ماشوم لپاره په داسې يو ځاى کې ځوړند کړئ چې ماشوم وکولاى شي، هر وخت يې وويني.

٣) بله مهمه داده چې ماشوم بايد د ساعت سره روږدى شي، د بېلګې په توګه: ماشوم بايد وپوهېږي چې څو بجې ويده شي، څو بجې راويښ شي، څو بجې مطالعه وکړي، څو بجې خپلې لوبې پاى ته ورسوي او څو بجې لمونځ ادا کړي.

٤) کله چې ماشومان په خپلو لاسونو د خپلو کارونو او اهدافو لست او جدول جوړ کړي، د عملي کولو لپاره يې به يې ليوالتيا د هغه مهال وېش په پرتله زياته وي چې د بل چا لخوا ورته جوړ شوى وي.

٥) ماشوم ته زړه ورکول، تشويقول او مرسته د هغه په خپل ځان باندې اعتماد پيدا کوي.

٦) ماشوم د کار په بشپړولو کې څارل يو مهم عمل بلل کېږي، تر څو وکولاى شي لومړى هدف په بريالۍ توګه ترسره کړي او دويم هدف پيل کړي، ځکه چې ژوند هم د اهدافو يوه لړۍ ده.

٧) انسان که کوچنى وي او که لوى بايد يو لوى حقيقت وپېژني او هغه دا چې هر انسان ځانته يو شخصيت، ځانګړى جسد او ځانګړى فکر لري، نو ځکه به يې اهداف هم له نورو مختلف وي، لومړى بايد د خپل ځان په قدر باندې پوه شي، او خپل ځان هغه ځاى او هغه کار ته وړاندې نکړي، چې دده د وجود او فکر سره مناسب نه وي. کله چې يو شخص پدې مفهوم پوه شي کولاى شي د خپل ژوندانه په ټولو برخو کې خپل اهداف تعين کړي. اوس به ماشوم ته دومره لوى حقيقت څنګه ورپېژنو نو دا هغه وخت کېداى شي چې مونږ يې ورته د هغه د فکر او سوچ سره سم په ساده او بسيط شکل وړاندې کړو.

٨) د مور او پلار او بچيانو تر منځ ملګرتيا ډېر زيات اهميت لري، همدا ملګرتيا ده چې ددوى تر منځ فاصله له منځه وړي او ماشوم ته ددې جرئت ورکوي تر څو د ګډوډۍ او بې نظمۍ پر مهال خپل پلانونه او اهداف د خپل مور او پلار مخې ته کېږدي.

٩) له ماشوم څخه د هغه په درسونو او کورنيو وظيفو کې پوښتنه کول: کله چې ماشوم پوه شي چې مور او پلار يې درسونو او کورنيو وظيفو سره ډېره زياته دلچسپي لري او يا د هغه علمي او پوهنيزو حقيقتونو په ترلاسه کولو کې ډېره لېوالتيا لري، چې دوى ته په ښوونځي کې ورښودل کېږي، نو ماشومان به نوره هم خپله پاملرنه د درس په لور راوګرځوي. بلکه کوښښ به وکړي چې د خپلو اهدافو سطح نوره هم لوړه کړي، او شايد چې د هغه درس په ارزښت هم پوه شي چې ورته په ښوونځي کې ورکول کېږي.

١٠) همېشه ورسره د آينده پلانونو او اهدافو په اړه خبر کوئ، مثلاً: سبا به څه کوې؟ کوم کارونه به ترسره کوې؟… که چېرې لتا سره د هغه د روزمره کارونو او پلانونو په اړه کومه ګټوره مشوره وي بايد په ښودلو کې يې پرې کنجوسي ونکړې.

١١) کله ناکله خو ماشومان خپل اهداف او د هغې عملي کول له ياده باسي، نو مور او پلار ته په کار دي چې همېشه د هغوى څارنه وکړې او د کار عملي کولو ته يې متوجه کړي، تر څو خپل اهداف ترلاسه کړي، او ځان وروستي منزل ته ورسوي.

١٢) کله چې د ماشومانو د ترسره شوو اهدافو په اړه څېړنه او ګرويګنه کوئ، ماشوم په غلطيو او خطاوو مه ګرموئ، بلکه صبر ورته وکړئ تر څو خپلو وړو غلطيو ته په خپله متوجه شي، همېشه تشويق ورکوئ، کار ورسپارئ او ملامتي پرې مه اچوئ، که زورنه ورکړئ، نو شايد چې آينده بيا د خپلې غلطۍ د سمو ښودلو او ځان له غلطۍ څخه خلاصولو لپاره له بې ځايه دلايلو څخه کار واخلي.

١٣) همېشه ورته د خپلو تجربو کيسې کوئ، نه يواځې هغه کيسې چې تاسي په کې بريالى شوي او کامياب شوى ياست، بلکه خپلې ټول ازميښتونه ورسره شريک کړئ. دا درس ورکړه چې ژوند په مختلفو شکلونو راځي، مونږ بايد د هر ډول ژوند په لاره ګودره پوه شو، که چېرې د خپلو اهدافو او مرامونو په پوره کولو کې له خنډ يا مانع سره مخامخ شو نو د خنډ د لرې کولو هڅه به کوو او ځان به خپل وروستي منزل ته رسوو.

خلاصه دا چې ماشوم بايد د خپلو اهدافو په تعينولو پوه شي، يو ساعت بايد ولري تر څو د ويده کېدلو، پاڅېدلو، لمانځه، مطالعې او لوبې وختونه وپېژني. بله دا چې ماشوم بايد د اهدافو په ترلاسه کولو کې په غلطيو او خطاګانو ونه رټل شي.

د اهدافو له ټاکلو وېره

د خپلو اهدافو لپاره يو منظم فهرست ولې نه جوړوې؟ ځکه چې تا سره د لاندينيو شيانو وېره ده:

١) فکر نکوې چې کوم د منلو وړ اسباب به د اهدافو د ترسره کولو لپاره موجود وي.

٢) فکر نکوې چې اهداف به درسره مرسته وکړي.

٣) مناسب وخت نلرې.

٤) ستا په فکر ددې جدول او فهرست عملي کول يو ګران کار دى.

٥) د خپل هدف د نه ترلاسه کېدو يا ناکامۍ په وېره کې يې.

٦) يا د خپلو اهدافو د عملي کولو لپاره له جديت څخه کار نه اخلې.

د وېرې لاملونه

١) خپل اهداف نه ليکې.

٢) په حقيقت او واقعيت باور نلرې

٣) په ذهن کې هغه محرکه او راپاروونکې قوه نشته چې تا يو بريالي ژوند ته وهڅوي.

٤) تا سره کوم روښانه او ډاګيز اجرائي پلان نشته.

٥) يو ځانګړي کار ته پوره توجه نشې ورکولاى.

٦) ستا هدف، يا اجرائي پلان مناسب ندى.

کله دې چې پورتنۍ نيمګړتياوې له منځه يوړې، نو ټولې وېرې به دې ختمې شي او د خپل بريالي ژوندانه په تېرولو او د خپلو خوبونو په رښتيا کولو به پيل وکړې.

ليکوال: التيسير الزايد

ژباړن: زين الله وحدان

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: