اخلاق

د لټۍ او بې کارۍ علاج (اخلاقي بحث)

 

لټي او بې کاري په دواړو جهانو کي د بدمرغۍ او بې برخيتوب سبب کيږي. ځکه چي که خلک د ژوندانه د پر مخ بېولو او د هغه د اړتيا وړ شيانو د موندلو لپاره کار ونه کړي هرومرو له منځه ځي، او که څوک د هغي نېکمرغۍ لپاره چي د طبيعت او خلقت په غوښتنه يي بايد په لټه کي سي، تلاښ ونه کړي، نو د موجوداتو د ايجاد د اصلى هدف او غايې ابطال به يې کړي وي، چي دا نعوذ بالله له خداى جل جلاله سره منازعه او مخاصمه ده.

وايي: له بېکاره خداى بېزاره. همدا راز وايې: بېکاري د اوو ناروغيو مور ده.  د انسان برياليتوب په کار او زيار کي دى. په دې هکله پښتانه وايي: خداى وايې ته حرکت کړه زه به برکت کړم.

په نړۍ کي دوه ډوله وګړي اوسي: يو هغه چي د هر شي روښانه اړخ ويني او هر کار په دې وېسا او يقين سره پيلوي چي موږ هرو مرو بريالى کيږو. دوى د ستونزو او خنډونو سره اتلواله جګړه کوي او بالاخره برى مومي. د فطرت قانون تل د هغو ملا تړى وي او خداى جل جلاله هم د هغو خلکو مرسته کوي چي خپله مرسته پخپله کوي.

بل ډول هغه ډارن او بي زړه وګړي دي چي د کار تر پېلولو څو مياشتي د مخه لا دا چورتونه وهي چي آيا موږ به په دې کار کي بريالي سو که څنګه ؟ تذبذب او دوه زړه تيا د هغو طبيعي خاصه ګرځېدلې وي او د ناکامۍ خطره د هغو له زړو څخه هيڅ نه وزي. د دوى پر اوږو د ستونزو د خيال پېرانان هر وخت سپاره وي او د يوه وار ناکامۍ تجربه هر وخت ور په ياديږي او بالاخره د دې کمزوريو له امله تل ناکامه اوسي او د خوارۍ او بي وزلۍ په کنده کي لوېدلى وي. د دې خلکو سره نه د فطرت قانون څه مرسته کوي او نه يې د لوي څښتن مرسته په برخه کيږي.

که يوه کليوال نوکر ته ووايې چي دا ميز هره ورځ پاکوه، خو پام کوه چي دا د چيني ګلدانۍ در څخه ماته نه سي. نو پوه سه چي دا ګلدانۍ هرومرو ماتيږي. ځکه چي ستا د تاکيد له امله چي کوم وهم د هغه په زړه کي پيدا کيږي، د هغه له امله د ګلدانۍ د پورته کېدو پر مهال يې لاس رېږدي او ګلدانۍ لويږي.

همدا ډول که څوک د دېوال پر سر روان وي او دا ويره ور ولوېږي چي لوېږم نو هرو مرو لوېږي. پداسي حال کي چي پر دېوال باندي د تللو په حالت کي د ده تر پښو لا ندي هغونه ساحه وي څو نه چي پر ځمکه باندي د تللو په حالت کي وه.

دا مثالونه د خيالونو او ارادو ستر ځواک څرګندوي. ځکه نو ښايي چي که کوم کار پېلوئ د ډار او ويري خيالونه له زړه وباسئ  او په اوسپنيزه اراده، خپلواکي او ښو هيلو يې پېل کړئ. د دې اغېزه به داوي چي خپل کار به په ډېره مينه، زړه ورتيا او پاملرنه تر سره کړئ او د لوى څښتن په فضل به په هغه کي حتماً بريالي سئ:

بـېـزار وي لـه ټـمـبـلـه هـم اولا د هـم مـانـديـنـه

د هغو چي زيار باسي قدر زيات وي هميشه

برياليتوب ته رسېدل کوم ستونزمن کار نه دى، خو په دې شرط چي سمه لار ورته ولټوئ. که نه د غلطي لاري د اخيستونکي مثال داسي دى لکه يو سړى چي په يوه کلي کي سودا وپلوري او بيا د لوېديځ په لوري د درو ، څلورو کېلو مترو په واټن يوه بل کلي ته رهي سي. خو لار  ورکه کړي او پر بله لار مخ پرلمر ختو وخوځي او تر يوه کېلو متر لاري وهلو وروسته د يو چا څخه پوښتنه وکړي چي فلانى کلى له دې ځايه څونه ليري دي؟ او هغه وخاندي او ځواب ورکړي چي په کوم لوري چي ته درومې له هغه لوري چي پر ټوله ځمکه راوګرځې نو به هغه کلي ته ورسيږې. خو که سمه لار واخلې نو هغه کلى يواځي څلور کيلو متره ليري دي.

که څوک د کار د پيلولو لپاره د مناسبو حالاتو او ښې موقع انتظار باسي، داسي وبوله چي خپل قبر پخپله کيني. ځکه په نړۍ کي چي هر څونه ستر وګړي تېر سوي دي، هغه د زمانې د مخالفت او مزاحمت سره سره بريالي سوي دي.

ناکامي او بي برخيتوب د بد قسمتۍ له امله نه وي، بلکي د بي تدبيرۍ او تلون مزاجۍ له امله وي. هغه وکړي چي د نن کار سبا ته پرېږدي دا فکر نه کوي چي نن ما څه وکړه چي سبا به يې وکړم ؟

خو برى د ستونزمنو چارو په تر سره کولو کي وي.  ځکه چي آسان کارونه خو هر سړى کولاى سي. هغه برى چي په آساني تر لاسه سي بي ارزښته وي. د قدر وړ برى هغه دى چي د سخت کړاو په نتيجه کي تر لاسه سي.

واى بر آن قافله کز دو نيى همت مى خواست

رهــګــذارى کــه درو هيــچ خــطر پيدا نيست

بي زړه وګړي موقع ته انتظار باسي، خو باهمته خلک پخپله ځانته موقع پيدا کوي. وايي چي سرښندنه او برياليتوب يو له بله لازم او ملزوم دي. چيري چي سر ښندنه نه وي هلته برى هم عنقا وبوله.

د رڼو اوبو تلاښ مه کوه. خپل لوښی چي هر ځاى ډکولاى سې ډکوه يې. نهيلي توب او برياليتوب هيڅکله نه سره يو ځاى کيږي، او د آزادۍ او بري ماڼۍ ته د ننوتلو لپاره لومړنۍ دروازه ستر همت دى:

به کيش زنده دلان زنده گى جفا کشى است

سـفر به کعـبه نه کـردم که راه بى خـطر است

هيڅوک کومه لويه پوړۍ او مرتبه نه سي تر لاسه کولاى څو يې له خپلي اوسنۍ مرتبي څخه کرکه نه وي سوې. همدا راز د همت څښتنان د لاس او پښو غم نه کوي. د دوي لاس او پښې د دوي ستر همت وي، او دنيا هغو وګړو ته په انعام کي ورکول کيږي چي خواريکښ، پياوړي او پرله پسې په کار بوخت وي. شرم د انسان ښايست دى، خو کاروباري سړي ته تر دې بل لوى عيب نسته.

کوم کار ته چي لاس ور واچوې په مړانه يې وراچوه او د سيند پېروي وکړه  څو سمندر ته ورسېږې. څوک چي د چانس او موقع څخه ګټه نه اخلي هغه لوړه مرتبه نه سي تر لاسه کولاى.

په ياد ولرئ څوک چي هيله لري او ويره نه لري هغه هر څه لري. او څوک چي ويره لري، هيله نه لري هغه هيڅ نه لري، که څه هم هر څه ولري. شعر :

هـم ويرېـږې له دريابه هـم يـې غـواړې مرغلرى

خوار سې کله چاموندلي مرغلري پر ساحل دي

بيت :

اگــر بيمـى ندارى بحـر صــحراست

وگر ترسى بهر موجش نهنگ است

د سکندر څخه چا پوښتنه وکړه چي د زړه ور پاچا نخښه کومه ده؟ هغه جواب ورکړ  زړه ور پاچا هغه دى چي نه پوښتي چي دښمنان څونه دي، بلکي دا پوښتي چي چيري دي؟

هغه هم انسانان وه چي د ايجاد او تکوين رازونه يې کشفول او تر ننه يې خلک د انبياوو او حکماوو په توګه پېژني او درناوي يې کوي. افسوس دى چي موږ هم انسانان يو چي پر ځانو د سبا د ډوډۍ د پيدا کېدو اعتماد نه لرو او شپه او ورځ د بيري او هيلي په سمندر کي ډوب او لاهو يو.

که څه هم لويي ډېر بد خوى دى، خو خپل ځان ستر بلل او غيرت او عزت نفس له لاسه نه ورکول دونه بد نه دي لکه چي خپل ځان ټيټ او ذليل ګڼل. ځکه چي ټيټ انسان هيڅکله د ستر کار د کولو جر&ت نه سي درلودلاى. څوک چي د خپل ژوندانه اړتياوي تر خپل حيثيت ډېري لوړي ټاکي، داسي وپوهيږه چي هغه د خپلو خواهشونو د مرييتوب پړي پخپله خپلي غاړي ته اچوي. که نه که سړى د خپلي رتبې او حيثيت سره سم د ژوند کولو سره عادي وي او د خپلي کمبلي سره پښې سمي غځوي هيڅکله نه احتياجيږي.

او لو العزم هغه سړى دى چي په فراخي  او تنګ لاسي  دواړو کي يو شانته و اوسي او ځان وژني خو د احتياج لاس چاته نه اوږدوي.

چوس او چلوس ته د احتياج تر لاس اوږدولو هر ډول تکليفونه او لوږي پر ځان ګالل ښه دي. د بد کار لپاره په هلو ځلو کي عزت نسته. خو که سړى د ښه کار په کوښښ کي ماته وخوري عزت تر لاسه کوي.

لیکوال: عبدالمالک ” همت “

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close