د ليمو ګټي

لېمون یوه داسي مېوه ده چي نن سبا هرچېرته په پراخه کچه موندل کېږي دلېمو مېوه له عربو هېوادونو څخه ارويا او نوري نړۍ ته لېږدول شوي دلومړي ځل لپاره په اسپانیا کي په یوولسمه پېړۍ کي دا مېوه را څرګنده شوه. کرېستوفر کولمبوس دنورو مېوو او سابو ترڅنګ لېمو هم له ځان سره په ۱۴۹۳ کال کي نوي نړۍ ته وړی وو چي بیا يې دلومړي ځل لپاره په شپاړسمه پېړۍ کي دامرېکا دفلورېدا په ایالت کي وده وکړه.

لېمون د زیآتي ونډي ويټامين سي تر څنګ نور هم هغه حياتي مواد چي انساني جسم ورته بنسټېزه اړتیا لري پخپل ځان کي ساتي. مونږ به په لاندي کرښو کي دلېمو ګټي جوته کړو ترڅو ځانونه ورباندي خبر کړو او دهغه له مثبتو اړخونو باید ګټه واخلو.

1- لېمون دپراخي کچي ويټامین C لرلو په برکت دالتهابونو، اوږد مهالو ناروغيو او دوختي بوډاتوب مخه نيسي.

2- دیخ موسم په پیل کي دزکام او انفلوینزا دمخنيوي او دجسم ددفاعي ځواک دپیاوړتيا په موخه په کار ده لېمون په خوراک او سلاد کي زیات وکارول شي.

3- لېمون پخپل جوړښت کي دلېمونين تر څنګ ۲۲ داسي مواد لري چي په بدن کي دسرطاني ځالو د تېت کېدلو مخه نيسي.

4- لېمون دنورو مېوو په پرتله دبدن ټولو برخو حتی دماغ ته اوکجسين لېږدوي چي د انسان عقلي ځواک پیاوړی کوي او له سستي او ټنبلي يې راګرزوي او له خوبه يې ژر راوېښوي.

5- زمونږ دبدن هغه اړتياوي چي مونږ يې له بېلابېلو سابو، لندو او وچو مېوو څخه لاسته راوړو هغه تر ډېري کچي يواځي په لېمون کي شته چي دشکري او دزړه دناروغيو په مخنيوي کي له مونږ سره مرسته کولای شي.

6- لېمون دانسان مزاج برابروي، دځواک کچه يې لوړوي او دپرېشاني او دېغت مخه یې نيسي.

7- لېمون په خپل جوړښت کي په زياته کچه پوټاسيوم لري چي دوېني نالۍ نرمي او پستې ساتي چي له همدې لاري دلوړ پشار په راټېټولو کي مرسته کوي او ورسره دزړه روغتيا ته دپام وړ ګټه رسوي.

یادي شوي ګټي يې په پام کي ونيسئ او لېمون دخپل ورځني خوراک يوه اړېنه برخه وګرزوي دشوروا په ډوډئ او سالن يې دراچوئ او په سلاد کي يې کاروئ هم يې خوند سموي او هم ستاسو روغتيا ته ګټه رسوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب