د لوستلو اسباب او د لوستونكي اهداف

هغه عوامل چې دلاسته راوړلو لپاره يې مطالعه کېږي لانديني دي:

۱-كله كله يو لوستونكي ددنيوي علم دلاسته راوړلو لپاره مطالعه كوي چې دا يوڅه مراحل لري او دامباح دي څه پکې نشته خو که چېرته لوستونكي ښه نيت ولري شايي خداي اجر هم ور کړي اوعبادت يي وګرځوي په دې كې بايد لوستونكي ځينو شيانوته ﭘاملرنه وكړي دمثال په توګه له حد نه زيات پکې وخت مصرفول چې دا مسلمان ته مناسبه نده خصوصا هغه څوک چې دين ته ډېر ملتزم وي زه داسي ډېر ورونه پېژنم چې دې طرف ته ډېر ه پاملرنه كوي چې ډېر مهم كارونه ترې ﭘاتي کېږي .

۲- ځيني ددې لپاره هم مطالعه كوي چې دنړۍ په اړوند خپل مالومات ډېر كړي چې ددې په اړوند الله فرمايي(قل انظرو مافي السماؤات والارض) ترجمه: { ووايه (اي محمده مشركانوته) چې وګوري چې څه (قسم عجيبه دلايل دوحدانيت) دي په اسمانونو او زمكه كي}

ددې نه دانسان ايمان ﭘياوړي کېږي يقين يي په الله زياتېږي او په دعوتي اړخ كې مفيد دي.

۳- ځيني نوربيا ددې لپاره مطالعه كوي چې خپل ځانونه دكفارو په توطيو باندې وﭘوهوي او پدې ځانونه وﭘوهوي چې ګمراهان څه غلطيانې لري؛كومې ستونزي اسلامي امت تهديدوي.ددي لپاره داسلامي مجلو اوجرايدو لوستل حتمي دي دوي بايد له تازه ترينو اخبارو ځانونه خبر كړي.ددي لپاره چې له پرلپسي اخبارو ځان خبر کړي بايد داسلامي مجلو سره اشتراك ولري .study

زما وروره داهم ستا لپاره ډېر ه مهمه ده چې ځان له دنيوي اخبارو څخه خبر کړو , ځيني دانيوكه كوي چې دداسي اخبار يامجلو كتل ښه نه وي چې په هغي كي فساد وي,زه هغوته وايم چې ته خو داعي يي ته بايد دا اصلاح کړې اوكه چېرې خبرنه يي نو څرنګه به يي اصلاح کړي .

ځيني ورونه وايي چې كوم اخبارونه چې غلط انځورونه لري مونږ يي كتلاي نشو,داهم غت مشكل نه دي هغه صفحې چې غلط انځورونه لري دمطالعي څخه وروسته يي لمنځه يوسه والله اعلم.

۴- ځيني ددې لپاره مطالعه كوي چې ديني مالومات يې زيات شي او ځان له اسلامي شريعت څخه خبر کړي اوخبل ادبيات ښه کړي , چې داد ډېر وكسانوهدف دي ځکه چې دا په دين باندي د ځان پوهولوښه لاره ده.

۵- ځيني ددي لپاره مطالعه كوي چې عقل ته وده ور کړي ځان په قران ښه ﭘوه کړي اوماثوره دعاګاني زده کړي .

۶- ځيني دتاليف اوترجمي لپاره مطالعه كوي.

۷- ځيني بيا دفقهي اوثقافتي مالوماتو دپراخولو لپاره مطالعه كوي, چې ځان له شبهو څخه وساتي اوغلطې نظريي له ځان څخه لري کړي .

اوهر څوک چې لږ مالومات ولري ډېر ي غلطي خبري مني.

۸- ځيني ددي لپاره مطالعه كوي چې ښه تحليل و کړي او دپر ځاي اوجوړونكي نقد پوهه ولري اوپه هره موضوع كي خبل نظر ولري.

۹- ځيني ددي لپاره مطالعه كوي چې فكر يي ښه شي يا په عامه اصطلاح ساعت يې تېر شي لكه دكيسو او يا داستانونو اويا شعرونو لوستل اوپدې كې څه خبره نشته پدي شرط چې له اندازې څخه زياتې نشي. زمونږ سلفو به هم داستانونه لوستل,شعرونه به يي په مجالسو كي ويل.عبدالله ابن عباس به چې كله درس وركاوه ددي لپاره چې دذدكوونكو زړه تنګ نشي يوه كيسه به يي كوله.

داﭘورتنۍ فقري ديومسلمان لوستونكي داهدافو څخه وو چې ستاسومخي ته مو وړاندي كړل.

ځينو كتابونه ددي په اړوند ډېر شی خبرې کړي دي چې بعضو ليكلي چې مطالعه هم دنورو كارونو په څېر بايد دالله لپاره وشي. كه داسي وشي نو هم به يي دنيا ښه شي اوهم اخرات.

په ټولنه كي به لوي حيثيت لري,درزق دلاسته راوړلو لپاره ښه وسيله شي اومهمه دا چې په هغه ورځ چې دعمر ﭘوښتنه کېږي چې په څه كي يي تېر کړی دابه درته دحسناتو په تله حساب شي او په ضمن كي به ناسمي نظريي لمنځه لاړې شي او دين به په سمه توګه وﭘيزندل شي.

ليكنه: محمدبن حسن بن عقيل موسی
ترجمه: زاهد جلالي

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب