د لمانځه وروسته اذکار

د ثوبان رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د سلام ګرځولو وروسته دری ځله استغفار :” أستغفر الله، أستغفر الله، أستغفر الله “ ويل او ورسته يي دا دعا ويله : أللهم أنت السلام ومنك السلام تباركت يا ذا الجلال والاكرام   (المسلم 591 )
له ابی امامة رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من قرأ آية الكرسي دبر كل صلاة مكتوبة ، لم يمنعه من دخول الجنة إلا أن يموت (رواه النسائي وصححه ابن حبان او صحيح الجامع الألباني  ۶۴۶۴ ) .
يعنې : څوک چې د فرض لمانځه څخه وروسته ايت کرسي ولولي ، کله چې وفات شي جنت ته به داخل شي .
له عبدالله بن زبير څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  به کله لمونځ ختم کړ نو ويل به يي : لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شئ قدير، لا حول ولا قوة إلا بالله، ولا نعبد إلا إياه، أهل النعمة والفضل والثناء الحسن، لا إله إلا الله مخلصين له الدين ولو كره الكافرون ( د الله جل جلا له  نه بغير بل لائق د عبادت نشته ، يوازې دی، اوشريک نه لري پاچاهي او ستاينه خاص ده لره ده ، او په هر څه قادر دی ، الله جل جلا له  لره نه مثل شته او نه هم بل قوت ، او يوازې د هغه عبادت کوم ، هغه د نعمت او فضل څښتن دی او بغير له الله جل جلا له  څخه بل څوک د بخښنې او ستاينې وړ نه دي ……….. (المسلم ۵۹۴ – ابوداود ۱۵۰۶ ) .
له ابو هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من سبح الله دبر كل صلاة ثلاثا وثلاثين، وحمد الله ثلاثا وثلاثين وكبر الله ثلاثا وثلاثين تلك تسع وتسعون ثم قال تمام المائة لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شئ قدير، غفرت له خطاياه وإن كانت مثل زيد البحر ( المسلم  597) .
(څوک چې د هر لمانځه وروسته ۳۳ ځله سبحان الله ، ۳۳ ځله الحمدلله ۳۳ ځله الله اکبر ووايي چې ټول ۹۹ ځله کيږي او د لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شئ قدير په ويلو ۱۰۰ ځله پوره کړي د هغه (کوچني ) ګناهونو به وبخښل شي که څه هم د بحر په شان وي . ( ددې تسبحات په باره نور احاديث هم نقل شوي دي چې زيات فضيلت يي ذکر شوی دی )
معاذ بن جبل رضی الله عنه  وايي: چې يو ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم  زه تر لاس ونيولم او ويي ويل : يا معاذ إني لاحبك [ای  معاذه ! يقيناً په ما باندې ګران يي .  معاذ وويل‌:  ای  پیغمبر صلی الله علیه و سلم پلار او مور مې له تا قربان شي ،  ته هم په ما باندې ګران يي “‌.  ويي فرمايل :” (أوصيك يا معاذ، لا تدعن في دبر كل صلاة أن تقول: اللهم أعني على ذكرك وشكرك وحسن عبادتك ) تا ته وصيت کوم چې دا دعا د هر لمانځه نه وروسته ترک نه کړي. ژباړه: ای الله جل جلا له  ! زما سره کومک وکړه تر څو زه د تا په ذکر او ياد کې ووسم او ستا شکر ادا کړم او ستا سم عبادت وکړم ] (ابوداود ۱۵۲۲ – تحقيق رياض الصالحين با اسناد صحيح ۱۸۳ ) .
آن لاين اسلامې لارښود 

[irp][irp][irp][irp][irp][irp]

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب