د لمانځه فرضونه، واجبات او سنتونه- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: هيله کوم پلار جانه! ماته د لمانځه فرضونه، واجبات او سنتونه هم ووايه؟

ځواب: زه به ستا د دغو پوښتنو په اړه هم تاته بشپړ مالومات درکړم.

د لمانځه فرضونه دا دي:

تکبيرة الاحرام (د نيت کولو وروسته الله اکبر ويل) قيام، د قرآن قرائت (یوه سورة يا حد اقل درې ايتونه)، رکوع، سجده، له سجدې وروسته د قعدې ناسته او د لمانځه پای ته رسول په يو اختياري عمل باندې.

د لمانځه واجبات دا دي:

your ads

۱ـ د فاتحې سورة ويل په دوؤ اولو فرض لمونځونو کې او په نورو ټولو رکعتونو کې چې فرض نه وي.

۲ـ د يوه سورة يا دريو آيتونو لوستل، وروسته له فاتحې سورې څخه، د فرض لمانځه په دوؤ لومړيو رکعاتو کې او د غیر فرض لمونځونو په ټولو رکعاتو کې.

۳ـ د ترتيب رعايت په هر رکعت کې يعنې لومړی قرائت، رکوع وروسته بیا سجده.

۴ـ وروسته له رکوع څخه د څو شېبو لپاره تم کېدل (قومه).

۵ـ د دوؤ سجدو ترمينځ د لنډو شېبو لپاره تم او کرار کېناستل (جلسه).

۶ـ د دريو يا څلورو رکعتي لمونځونو په دويم رکعت کې ناسته.

۷ـ په وروستۍ قعده کې د تشهد لوستل.

۸ـ په آرامۍ او اطمينان په لمانځه درېدل او د لمانځه ټول ارکان په پام کې نيول.

۹ـ په سلام ورکولو د لمانځه پای ته رسول.

۱۰ـ د وتر لمانځه په دريم رکعت کې د قنوت دعاء لوستل.

۱۱ـ د عيد د لمانځه تکبيرونه.

  • د سهار د فرض، د ماسپښين د فرض دوه اول رکعات، د ماښام فرض، د عيد، د جمعې، د تراويح او د وتر لمونځونه په لوړ غږ ويل، نور پاتې لمونځونه په آرامه اداء کول.
  • کله چې مقتدي په امام پسې اقتدا کوي نو قرائت دې نه لولي.

د لمانځه سنتونه په لاندې ډول دي:

  • د تکبيرة الاحرام په وخت کې غوږو ته ترلاسونو پورته کول.
  • د قيام په وخت کې د ګوتو یو ځای کول او د سجدې په وخت کې باید ګوتې نه ډېرې لرې او نه هم سره نښتې وي.
  • د قيام په حالت کې د نارينه وؤ لاسونه سر په سر د نام لاندې او د ښځينه وؤ لاسونه د ټټر (سينې) په سر.
  • د هر لمانځه په اول رکعت کې د ثنا دعاء لوستل.
  • د هر لمانځه په اول رکعت کې د ثناء له دعاء څخه وروسته د «اعوذ بالله من الشيطان الرجيم» ويل.
  • وروسته له هغو څخه د «بسم الله الرحمن الرحيم» ويل.
  • د فاتحة سورة وروسته د امين ویل.
  • د امام له خوا د «سمع الله لمن حمده» د ويلو وروسته د مقتدي له خوا د «ربنا ولک الحمد» ويل.
  • د څلور ګوتو په اندازه د دوؤ پښو ترمنځ د فاصلې رعايت.
  • د سجدې او رکوع په وخت کې د «الله اکبر» ويل.
  • په رکوع کې درې ځلې د «سبحان ربي العظيم» ويل.
  • په سجده کې درې ځلې د «سبحان ربي الاعلی» ويل.
  • تر رکوع وروسته قيام او درېدل.
  • په سجده کې د دې ترتيب (لومړی ګونډې، لاسونه او وروسته مخ) رعايت او د سجدې په پای کې د برعکس ترتيب رعايت.
  • د ښځو لپاره د لاسونو ترمنځ د سر ايښودل او د نارينه وو لپاره د اوږو سره د لاسونو موازي ايښودل.
  • د نارينه وو ګېډه (شکم) له ګونډې، څنګل له څنګه او مړوند (ساعد) له ځمکې لرې ساتل، خو د ښځو برعکس باید چسپېدلې وي.
  • د دوؤ سجدو ترمنځ کيناستل.
  • د نارينه د ناستې په حالت کې ښۍ پښه ولاړه، کيڼه (چپه) څمولې او ښۍ پښه داسې ولاړه وي چې ټولې ګوتې يې په ځمکه نښتې وي.
  • ښځې پښې ښۍ خوا ته باسي او په کيڼ (چپ) لنګر کېني.
  • د فرض په دوؤ وروستيو رکعتونو کې د فاتحې سورة لوستل.
  • په وروستۍ قعده کې وروسته له تشهد څخه د درود لوستل.
  • له درود څخه وروسته د دعاء غوښتل.
  • ښۍ او کيڼې (چپې) خوا ته سر اړول.
  • مقتدي دې تم شي ترڅو امام سلام وګرځوي.
  • د سهار په لمانځه کې له دویم رکعت څخه د اول رکعت اوږدول.

 

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب