د لرغوني يونان په اړه

د تاريخ له په زړې پورې پيرونو څخه يو هم د لرغوني يونان کولتور دی. د دې مدنیت د اوج پير په قبل الميلاد پنځمه او څلورمه پيړۍ کې وو. د همدې پير پر مهال د يونانیانو مدنیت وغوړيده. دوی زياتې سترې مفکورې درلودلې چې تاریخ ته د دوی د اهمیت څرګندوي کوي.‌ موږ اوس هم د انګريزې ژبې د ګڼو کلیماتو په ګډون د خپلې پوهې په برخه کې د يونان مدنیت پوروړي يو. د ژبې تر څنګ ګڼې نورې مفکورې له يونان څخه راغلې دي چې: ډیموکراسي، خمکنی ساينس، موسيقي،‌ رياضي،‌ سپورټ او شاعري په کې شامل دي.

لرغوني يونانيان د جنوب لويديځې اروپا په يوه سيمه کې اوسيدل. دا خاوره زياته غرنۍ او سمندر ته نږدې پرته وه. يونانیانو کرکيله او د بيړيو چلول په ښه توګه زده کړي وو. يونانیان پر ګڼو ټاپوګانو او ټاپو وزمو هستوګن وو او دوی د ښارونو جوړول پیل کړل. دا ښارونه له نورو ولسونو سره د سوداګرۍ مرکزونه وو.‌ مشهور يې د سپارتا، آتن او د کورينت ښارونه دي. که څه هم دې ښارونو له يو بل سره زیات توپیر درلود، خو ټولو د لرغوني يونانيانو پوهه او مهارت په ښه توګه څرګنداوه.‌

د سپارتا په ښار کې ټول ځوانان د پوځ لپاره روزل کیدل. ماشومان چې به کله را زلمي شول، پوځي خدمت لپاره برتي کیدل. نجونې به هم ښوونځي ته تللې او هلته به يې د خپل دين، د کورنۍ تربيې او د پوځي فعاليتونو په اړه زدکړې کولې. په سپارټا کې اوسپنیزې پیسې دود وې او د سپارتیانو لپاره خورا مهمه وه چې فقیر سړی په کې موجود نه وي. سپارتيان په دې عقیده وو چې د دوی لپاره د فردی برياليتوب پر ځای د ټول ښار بريالیتوب مهم دی.

آتن له سپارتا سره ډير توپیر درلود، خو بيا یې هم اوسيدونکي په دې فکر وو چې ښار یې خورا مهم دی. د آتن اوسيدونکو د خپل ښار چاپیره ديوالونه راتاؤ کړي وو چې خوندي یې کړي. د دې دیوالونو تر منځ پروت لوی ښار خورا ښکلی وو ځکه چې په منځ کې يې تپې، مارکيټونه او مجسمې وې. آتن په ځانګړي توګه د لويو ښوونځيو او تياترونو له پلوه مشهور وو. د آتن ماشومانو به د زده کړې لپاره په ښوونځیو کې زیات وخت لګاوه. کله چې به زلمیان شول، بيا ښوونکي، سياستپوهان او ساينسپوهان وو.

د سپارتا او آتن په څير، د کورينت ښار اوسيدونکي هم پر خپل ښار ډیر وياړل.‌ دوی غوره ودانونکي وو چې په کسبونو کې يې زیات مهارت درلود. دوی ګڼې ودانۍ، معبدونه، سړکونه او پلونه جوړ کړې وو. بهرنیان د دوی له ودانیزو مهارتونو خورا اغیزمن شوي وو او په کورينت ښار کې يې له هستوګنې څخه خوند اخيسته. دې کار د کورينت ښار د سوداګرۍ او کاروبار لپاره ډیر مهم کړی وو.‌ خلک به د بيلابیلو اجناسو د پیر او پلور لپاره له لرې ځایونو څخه کورينت ته راتلل. کورينت په يو خورا بډای ښار بدل شوی وو او هلته هستوګنه خورا ګرانه وه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب