د لباس اړوند شرعي احکام

ګرانو مسلمانانو ورونو! نارینه اوزنانه دواړو ته د لباس په اړوند د اسلام د مبارک دین هدایات واضح کوم ترڅو يې عملي کړئ .. وفقنا الله تعالی وایاکم.

۱ـ هغه لباس چې د زنانه و په شکل ګنډل شوي وي، نارینه ته ممنوع دي او د نارینه په شکل ګنډل شوي زنانه و ته ناروا دي.

۲ـ د زنانه د رخت څخه نارینه او د نارینه د رخت څخه د زنانه کالي نه شي ګنډلای.

۳ـ ډېر تنګ لباس چې د اندامونو حجم پکې معلومېږي، نارینه او زنانه و دواړو ته ناروا دي .. لکه تنګ پتلون.

۴ـ نارینه ته د سرو زرو ګوته او د ورېښمو جامې ناروا دي.

your ads

۵ـ د نارینه لپاره د سر څه ویښتان کټ کول او څه پرېښودل او زنانه ته هم د نارینه په څېر ويښتان جوړول نا روا دي.

۶ـ ږيره کلول، لنډول او سپینه ږیره [د غیر مجاهد لپاره] تورول او لوی لوی بریتونه پرېښودل ناروا دي.

او بریتونه په چاړه کلول صحیح نه دي، بلکې په قینچی کینول په کار دي.

۷ـ نارینه ته پایڅې د ښنګرو څخه لاندې کول لویه ګناه ده.

۸ـ نیکټایی اچول کبیره ګناه ده ..امام ابو داود رحمه الله په دې باب ودرولی دی:

باب الصلیب فی الثوب عن ام المومنین عایشة رضی الله عنها.ان سول الله صلی الله علیه وسلم کان لایترک فی بیته شیا فیه تصلیب ج ۲ ص ۲۱۶

۹ـ ډېرې نرۍ جامې اغوستل.

۱۰ـ نارینه ته همېش سرتور ګرزېدل ښه نه دي.

۱۱ـ نوکان اوږدول، وريځې ویستل .. د سر ویښتانو پورې نور ویښتان تړل، د سر ویښتان کرل.

۱۲ـ د کبر او فخر او ریا لپاره د شهرت جامې اغوستل.

۱۳ـ د کافرانو د لباس په شان لباس اچول ناروا دي.

۱۴ـ نارینه ته په لاسونو او پښو نکریزې کول [بې له عذره شرعي] او ګوته او ورغوی سره کول.

۱۵ـ د ضرورت نه سوا زیاتې جامې کول ناروا او اسراف دی .. هم نارینه او هم زنانه ته.

۱۶ـ بې ږیرې هلکانو ته د پېکي ویښتان اوږدول رانجه کول، د اجنبي خلکو سره سفر ته تلل ناروا دي.

۱۷ـ د سرو زرو غاښونه ایښودل ناروا دي.

۱۸ـ زنانه و ته لباس لپاره بازارونو ته تلل او غير محرم خلکو سره بحث کول ناروا او نارینه لپاره کمال بې غیرتي ده.

۱۹ـ د زنانه تصویرونو ته کتل .. او د واده زلمی د ناوې سره د خلکو تر مخ کېنول او هلک ناوې کول سخته لویه ګناه ده.

۲۰ـ د نارینه په مجلس کې زنانه و ته وینا او د تقریر وخت ورکول لویه بې غیرتي او ګناه ده.

ترنورو په رسولو کې خپله ایماني وظیفه اداء کړئ.

والسلام … د اسلام خادم ضیاء الله حکیمی – رودات.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب