د كاڼي كرښې

•    تر ټولو هوښيار انسان هغه دی چې خپل نفس حقير ګڼي او هغه کار ترسره کوي چې له مرګ نه وروسته ورته ګټه رسوي او له ټولو ناپوهه انسان هغه دی چې د خپل نفس خبره مني او بيا له الله تعالی څخه د خير اميد هم کوي.
•    قناعت نه ختمېدونکې خزانه ده.
•    بې ګټې کارونه پريښودل ستره دينداري ده.
•    ښه مشوره ورکول امانت دی اوغلطه مشوره ورکول خيانت دی.
•    شر اوفساد څخه لاس په سرکيدل هم دصدقې په څېر ثوابونه لري.
•    شرم او حياء سرترپايه خير دی.
•    صحت اوفراغت دواړه داسې نعمتونه دي چې هرچاته په لاس نه ورځي.
•    په لګښت کې ميانه روي کول نيم اقتصاد دی اوپه سوچ اوفکر سره لګښت کول نېمه ګټه ده.
•    د ښه تدبيرپه څېر پوهه نشته.
•    څوک چې په وعده وفا نه کوي نود هغه ديانت کمزوری وي.
•    له عقل څخه پرته بل دولت نشته دی. (عقل لويه سرمايه ده)
•    دجهالت په څېر نېستي اوتنګسه نشته.
•    په چا کې چې امانت داري نه وي په هغه کې ايمان هم نشته.
•    د ښو اخلاقو سره د محبت په څېر بل غوره تدبير نشته.
•    په تواضع اوعاجزۍ سره د سړي درجه لوړيږي.
•    په خيرات اوصدقه ورکولو سره مال نه کميږي.
•    خپل مسلمان ورور ته پېغور مه ورکوه هسې نه چې سباته په هماغه جال کې ونښلې.
•    په دنيا کې ډيرفکر: کله چې ته د دنيا په ترلاسه کولوکې ډير فکر کوې تا له خپل رب او دين څخه غافلوي نو بيا چې ته سم سيده په ټولو غړو پکې مصروف شې نو څه حال به دې وي؟
•    مهر دې کم او غوښتنه دې لوړه! عمر رضي الله عنه يو سړی وليد چې لمونځ يې په بيړه سره وکړ او د دعا لپاره يې لاسونه پورته نيولي وو او داسې دعايې کوله: اللهم زوجني من الحورالعين يعني ای الله ته زما نکاح له حورو سره وتړه. عمرفاروق رضي الله عنه ورته وويل: چې غوښتنه دې ډيره لوړه او مهر يې ډيرکم دی.
•    کوم لورته؟ يوه سړي له امام ابوحنيفه رحمه الله څخه پوښتنه وکړه کله چې غواړم په کوم حوض او يا وياله کې ولامبم او خپلې جامې وباسم او حوض او يا ويالې ته داخل شم نو قبلې ته مخ کړم او که شا، کوم يوغوره کار دی ؟امام صاحب ځواب ورکړ چې غوره دا ده چې خپل مخ خپلو جامو ته کړې هسې نه چې څوک يې در څخه پټې نه کړي.
_____________________________________________________
سرچينه:

قافله مياشتنۍ تربيتي او دعوتي مجله، د ۱۳۸۹ كال جوزا مياشت، پرلپسې ۴۱ ګڼه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب