اوبه، چای او څښاک

د قهوې او چايو ګټي او ضررونه

لكه چي د مخه مو وويل په قهوه او چايو كي به هرو مرو څه ګټي وي خو د پوهو او تجربه لرونكو ډاكټرانو او طبيبانو ليكنو او څرګندونو ته چي لږ څه  ځير سو پوهيږو چي دغه توكي د انسان روغتيا ته ستر تاوان رسوي.

که څوک غواړي چي لږ تر لږه دي ښکلى پاته سي تر ټولو لومړى دي چاى او قهوه پرېږدي. که د چايو او قهوې پر ځاى ايشېدلي اوبه وڅښل سي ښه به وي. ايشېدلي اوبه په بدن کي د هضم آلات د خپلو دندو د ښه تر سره کېدو لپاره په خو ځښت راولي،اينه صافوي او د جسم د رنګ په ساتلو کي ستره مرسته کوي.

يو هندى ليكوال د ” حسن وصحت “ په نامه كتاب په ۱۱۱ـ ۱۱۳مخونوكي وايي :

” د ډېرو لږو خلکو دې خبري ته فکر کيږي چي دوى چي د سهار د ناري په مهال کوم چاى او قهوه يا كاكاو (Coco)څښي، د دوى د دې څښاک اغېزه د دوى  پر جسم او دماغ  باندي څه ده. ډېرو نامتو طبيبانو چاى او قهوه بده ګڼلې او د دوى دا بد ګڼل بېله معقوله دليله نه دي. چاى او قهوه په جوړښت او اوصافو کي يو له بله سره ورته دي. په دې دواړو کي يو قابض تو کى چي ” ټينک اسيډ “(Tannic Acid) ورته وايي سته چي په چايو کي په سل کي ( ١٥) او په قهوه کي  په سل کي ( ٥ ) موجود دي. په دواړو کي داسي يو له منځه تلونکى، لطيف او خوشبويه توکى سته چي د وچېدو او سره کېدو پر مهال  څرګنديږي. په دواړو کي يو ډول  جوهر هم سته چي د چايو دا په” تئين“ Thayne) ( او د قهوي دا په ” کافئين“(Caffeine) شهرت لري. د دغو له تجزيې څخه  څرګنديږي چي دا وژونکي زهر دي چي د هغو له يوازي خوړلو څخه انسان او حيوان سمدستي مري. له دې تجربو څخه جوته سوې ده چي زموږ د چايو او قهوې جوشانده په حقيقت کي زهرجنه ده او دا زهر د تمباکو د نيکوټين سره يو شى دي. ځکه نو زموږ  جسم ته هرومرو لږ و ډېر نقصان رسوي. که  څوک د چايو د څښلو څخه پرهيز وکړي نو پرخوړو باندي به د ناړو ترشح ( راوتل ) بند کړي او چي بند نه سي، نو معدې ته درومي او بيا معده خواړه نه سي هضمولاى.

دا خبره څرګنده ده چي له ډېرو چايو څښلو څخه عصبي کمزوري پيدا کيږي. بد پرهيزه چاى چيښونکي  به  ژر يا وروسته په عضلاتي رېږدېدا ( رعشه )، بدهضمي، دماغي خراش او بي خوبي اخته سي.

يوه ډاکټر د قهوې په هکله ويلي دي : کمزورو يا ذکي الحس وګړو ته دي معلومه وي چي که دوى نوى د قهوې په څښلو پيل کړى وي، نو د  خوړو تر خوړلو وروسته د تيزي قهوې له  څښلو څخه به د دوي هاضمه سمدستي خرابه سي. دا جوته سوې ده چي نازک مزاجو او زود رنجو ښاغلو ته د قهوې څښل هيڅکله ښه نه دي. دا يوازي محرک شى دى او د جسم غړي ډېر ژر ځني خرابيږي او انسان ډنګر او ژړ سي. تر چايو او قهوې، کوکو يا چاکليټ ډېر ښه دي. دا جسم ته ډېر لږ ضرر رسوي چي د غذا په ډول د خوراک او څښاک دواړو ځاى نيسي. ځکه چي په  هغو کي غوړزګي، البومين او نشايسته لرونکي توکي سته “.

د هندوستان يو نامتو طبيب حکيم هري کشن لا ل  په  خپل کتاب ” پيغام جواني “ کي د نورو ناوړو شيانو تر څنګ د چايو او قهوې ډېر څښل هم د صحت او ځوانۍ د بربادۍ عامل بولي او د تيزي مساله لرونکي غذا، شرابو، تمباکو،  چاى او قهوې د نه استعمال توصيه کوي. د يوه بل کتاب چي ” په خوړو سره درملنه “ نوميږي په ۵۴مخ كي ليکلي دي :” چاى خوب لږ وي او که ډېر وخت پرله پسې وڅښل سي، نو وينه خرابوي، معده کمزورې کوي او د احتلام او انزال شکايتونه هم رامنځته کوي “.

دوه انګريزي ډاکټران فنبار ګارټن او ډينيل سټيل د خپل کتاب”Peptic ulcer “(د نس خوږ) په ۲۴ مخ کي وايي:” په امريکا کي تر سره سوو تجربو ښوولې ده چي هغه زده کوونکي چي ډېره قهوه يا کوکا کولا  څښي د هغو په راتلونکي ژوند کي د نس د خوږ ( د معدي د زخم ) ناروغي ډېره ليده سوې ده. مګر چاى او شراب داسي اغيزه نه ښندي “. خو يو بل ليکوال په ”د نس د خوږو درملنه “  نومي کتاب کي د چاى، قهوې او نور چيښاک تر سر ليک لا ندي ليکي چي: ”داسي ټول مشروبات او هغه څښاک  چي الکحل په ګډ وي هرومرو په نس کي تيزابي تعامل پيدا کوي او بايد د هغو له څښلو څخه پرهېز وسي“.

د ”صحت و زندګي“ كتاب په ۱۹۱ مخ كي ليكي :

”په چايو كي ” تئين“( د چايو جوهر )، البومين، ډيكسټرين، ټينين (Tannin) او معدني او نباتي اجزا او نور سته. تئين او ټينين د  هغو اغېزمني برخي دي. د چايو له ډېرو څښلو څخه چي بدن ته تئين ډېر ورسيږي نو د ډول ډول ناروغيو ور ته مخه سي؛ معده او هاضمه خرابه سي؛ د كولمو ناروغۍ را منځته سي؛ د زړه دربى دونه تېز سي چي د هغه د اختلاج او غورځېدو كيفيت رامنځته سي. د پلاو پلاو تحريك له امله  اعصاب ضعيفه سي، مثانه هم كمزورې سي او په وارو وارو متيازو راتلو ستونزه زياته سي؛ ګېډه  هم ضعيفه سي او د سړي شى خوا ته نه كيږي؛ څه چي خوري هغه هم ښه نه سي هضمولاى. د چايو بل عيب دادى چي وينه خرابوي او خوب لږوي او د محركو اغېزو له امله د نارينتوب ځواك كمزورى كوي، مني خرابوي او د جريان، احتلام او د انزال د سرعت ستونزي هم رامنځته كوي.

د فرانسې يوه نامتو ډاكټر موسيو اليوي د خپلو تجربو پر بنسټ ليكلي دي : څوك چي چاى ډېري څښي د هغه په دماغي ځواكونو كي خرابي را منځته كيږي. دماغ نازك رګونه يې كمزوري كيږي، د اورېدو په ځواك كي يې ضعف پېښيږي او په غوږونو كي يې ډول ډول آوازونه مونده سي، زړه يې غورځي او د څېرې رنګ ژړ واوړي. دغه راز د ډاګټر بلارډ نومي په وينا څوك چي  چاى څښي څه يې خواته نه كيږي او د بدهضمۍ، د زړه دربى او داسي نور عوارض هرو مرو  ورپېښيږي. يو شمېر نورو ډاكټرانو هم د چايو په هكله دغسي خبري كړي دي“.

دغه راز د پورتني كتاب په ۱۹۴مخ كي د قهوې په هكله كاږي :” قهوه هم د چايو غوندي روغتيا ته ضرري ده؛ بدهضمي او بې خوبي رامنځته كوي؛ د هغې له پرله پسې څښلو څخه د هاضمې په كار كي سستي راځي، د زړه سوى او دربى او د لاسونو او پښو رېږدېده رامنځته كوي. اعصابو او دماغ ته تحريك او ځواك بخښي، نبض تېز وي او خُوَلې او متيازي په زياته اندازه خارجوي “.

يو بل ايرانى ډاكټر د ”اطلاعات پزشكي “په نامه كتاب په ۵۰۷ مخ كي ليكي :

”قهوه او چاى تقريباً له يوې كورنۍ څخه دي. په قهوه كي كافئين او په چايو كي تئين سته او دواړه كېمياوي مواد باله سي. دغه دوې مادې چي الكالوئيډ يې بولي ټينيك اسيډ لري چي كه تجزيه سي يوريك اسيډ  (uric acid) توليدوي، له دې امله ډاكټران د هغو  څښل د بندونو د پاړسوب او درد ( نقرس ) او د پښتورګو د ډبري ناروغانو ته نه توصيه كوي. قهوه په ځانګړې توګه پر اعصابو اغېز ښندي. كه لږ وڅښل سي څوك نه مسموموي. كه سهار د شيدو سره يوه خوږه پياله تر خوړو وروسته وخوړل سي بده نه ده او ضمنا څنګه چي لږ څه قبض ماتوونكې ده د قبضيت د ماتولو لپاره ښه ده. او سړى كار ته چمتو كوي، خو په دې شرط چي په خوړلو كي يې افراط ونه سي. كه نه سړى د الكحلو غوندي مسموموي. دغه راز د چايو مسموميت تر قهوې لږ دى، خو څنګه چي تر قهوې ډېري خوړل كيږي خطر يې زيات دى، په تېره چي ډېري ګاټه وي. د چا چي فشار لوړ وي، يا ډېر عصبي كيږي يا د زړه په كسالت اخته وي بايد د چايو او قهوې له څښلو ډډه وكړي“.

بل ايرانى طبيب د ”راز سلامتي وطول عمر “په نامه كتاب په ۵۴۶مخ كي د ” چاى، قهوه او كاكاو “ تر سر ليك لاندي د يوه اوږده مطلب په ترځ كي ليكي :

” د چايو پاڼي تئين، مرفين، كوكائين، كودئين، ټينين او داسي نور لري چي له دغو څخه هر يو مهلك او خطرناك سموم دي، د انسان ګېډي ته ضرر رسوي او ژړوي او ډنګروي يې. دغه راز چاى د پوهانو د څېړنو له مخي راډيو اكټيف تشعشعات لري او له دې امله هم بدن ته ډېري مضري دي. په بدن كي يوريك اسيډ زياتوي او د نقرس ناروغي توليدوي.

د هاوايي د پوهنتون يو استاد ډاكټر ډوريس ام هيلګر وايي موږ ته جوته سوې ده چي چاى او قهوه د انسان په بدن كي ويټامين (B1) له منځه وړي. كله چي يو انسان د دې ويټامين د لږوالي سره مخامخ سي ستړى او عصبي وي، رېږدي، د شپې لخوا يې بدن په موضعي دردونو اخته كيږي او د ځان خارښت ور پېښيږي. دغه حالت د پښو د عضلو په رېږدېدو او د پښو د تلو په خارښت سره پيل سي، بيا د چا شى خواته نه كيږي او پاى كېداى سي د مړيني لامل يې سي“ .

د ” صحت بخش عادات“ نومي كتاب په ۱۵۷ مخ كي ليكي : ” په تش نس د چايو له څښلو څخه د اشتها كمى او د هاضمې خرابي رامنځته كيږي. د وخت په تېرېدو سره د چايو د ټينين د اغېزو له امله د ګېډي بلغمي غشا ( د نس دننه نرى پوست ؛(Mucos Membrane) ته هم نقصان رسېدلاى سي او په كولمو كي سوى احساسيږي“.

په دې  وروستيو کي  د يوې نړيوالي راډيو يوې خبريالي د افغانستان د ننګرهار اړوند د آدم خيلو په نامه د يوه کلي د يوه اوسېدونکي  ګل الدين نومي سره، کوم چي عمر يې يوسل وپنځلسو کالو ته رسېدلى دي او اوس لا هم ښه  تکړه دى، مرکه کړې ده، هغه په دې مرکه کي د خپل عمر د ډېرښت راز دا بللى چي تمباکو او چاى يې نه دي استعمال کړي.

يوه بله خبره چي ډېره مهمه او د يادولو وړ ده هغه دا ده چي په هند كي د چايو د پاڼو په ټولولو او د هغو د پروسيس او تخميرولو په بهير كي خواپاكي هيڅ نه مراعاتوي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: