د قرآن پوه یا عالم مقام به څه وي؟

عن عايشه قالت رسول الله صلی الله عليه وسلم : الماهر با لقرآن مع السفرة الکرام البررة و الذی يقرء القرآن و يتتعتع فيه وهو عليه شاق له اجران  . ( رواه البخاری )        

ترجمه : د حضرت عايشه رضی الله عنها نه روايت دی . چه چا په قرآن کې مهارت حاصل کړی وي او هغه د ياد نه يا د مخې نه په بهتره طريقي سره او بې تکليفه روان لولي هغه به د معزز وفا دارو  او فرمانبردارو فرښتو سره وي او کوم بنده چه قرآن پاک د ښه نه يادولو يا د نه روانېدو په وجه سره په زحمت او مشقت سره داسې وايي چه به هغی کې نښلي نو هغه ته به دوه اجرونه ورکول کيږي ( يو دتلاوت او بل د زحت او مشقت ) . صحيح بخاری و صحيح مسلم .

د قرآن لوستلو او په هغه باندې د عمل کولو انعام

عن معاذ الجهنی قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم من قراء القرآن وعمل بمافيه اُلبس و الداه تاجا يوم القيامة ضوء هُ احسن من ضوء  الشمس فی بيوت الدنيا لو کانت فکم فما ظنکم با لذی عمل بهذا . ( رواه احمد و ابو داؤد )

ژباړه : د حضرت معاذ الجهنی نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چا چې قرآن ولوستو او په قرآن يې عمل وکړ –  نو د قيامت په ورځ به د هغه د والدينو  په سر باندې داسې تاج ور په سر شي چې د هغې رڼا به د لمر د رڼا نه ډيره ښايسته وي – هر کله چې هغه رڼا د دنيا په کورونو کې وي او لمر د آسمان نه زمونږ په خوا کې را کوز شي ددې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : نو ستاسې څه ګمان کوﺉ د هغه چا په باره کې چا چه خپله دا عمل کړی وي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب