د قرآن د څرګندونو په اړه ډېره مهمه موندنه
اردن کي د لوط علیه السلام د قوم د وران سوی ښار کنډوالې، کومي چي تراوسه ناڅرګندي وې وموندل سوې
امريکايي پلټونکو د لوط علیه السلام د قوم ښار ”سدوم“ د لسو کالو کيندنو په پایله کي کشف کړ او وايي چي: په دغه ښار کي ژوند یودم پای ته رسېدلی دی.
دغه خبر به ډېرو بهرنيو رسنيو کي په ډېره چټکی سره انعکاس وموند.
لاندي ډېر ارزښتناک او مسلمانانو ته په زړه پوري مطلب العربيه ډاټ نیټ د تېري پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۴ لمریز کال د تلي په ۲۳مه خپور کړ چي دادی تاسي يې لوستلو ته رابولم. همت
لیکوال: کمال قبیسي
كمال قبیسي لبنانی ژورنالیست دی، په ۱۹۴۶ع.کال زېږېدلی دی، ژورنالیستیک کار يې لومړی په لبنان کي پیل کړ. بیا په ۱۹۷۵ع.کال په لبنان کی د کورنۍ جګړې تر پیلېدو وروسته برازیل ته کډه سو او په بېلابېلو ژورنالیستیکو او فرهنګي کارونو اخته وو. په ۲۰۰۸ع.کال يې په دبی کي په العربیه ټلويزيون کي کار پيل کړاو ورسره جوخت يې العربيه ډاټ نیټ ته هم لیکني ورکولې. خو د ۲۰۰۹ کال په نيمايي کي لندن ته ولاړ او له هغه ځایه د العربیه ټلويزيون سره کار کوي. د حنجرې په سرطان اخته وو، خو اوس يې اعلان کړی دی چي ځني جوړ سوی دی.
- کمال قییسي
ژباړن: عبدالمالک همت
د لوی څښتن له لوري د لوط د قوم د ناوړو کارونو له امله د سزاورکولو په اړه د ټولو آسماني کتابونو، په ځانګړې توګه د قرآن کریم ډېر مبارک مخونه د دغه بدمرغه قوم په یادونو ډک سوي دي. خو ترنن مهاله دا خبره څرګنده نه وه چي د لوط د قوم ښار چيري وو؟
امريکايي څېړونکو تر لسو کالو پرله پسې زیار ګاللو او څېړنو او پلټنو وروسته څرګنده کړې ده چي دوی د لوط د قوم ــ کوم چي ۳۵۰۰ کاله دمخه د الله په عذاب اخته سوي وه ــ کنډوالې پیدا کړي دي.
العربيه ډاټ نیټ هم ددغي مهمي او نادري تاريخي پېښي په اړه پر رامنځ ته سوو څېړنو باندي رڼا اچولې ده. په رپوټ کي ویل سوي دي چي د لوط د قوم د سرغړونو او د هغو په پایله کي د الله تعالی له لوري د نازل سوي عذاب تفصیلات د قرآن کريم په نهو سورتونو کي راغلي دي. پر قرآن کریم سربېره په نورو آسماني کتابونو او صحيفو کي هم د لوط د قوم د پوپنا کېدو یادوني ترسترګو کيږي.
د لوط د قوم نارينه وو د خپلو جنسي غوښتنو د پوره کولو لپاره د ښځو پرځای نارینه وو ته د انسانی فطرت په خالف ميلان درلود. د لوی څښتن ستر پيغمبر حضرت لوط علیه السلام خپل قوم له دغه ناوړه کاره منع کړ او په دې اړه يې د الله له لوري د سختي نيوني وعید ورته واوراوه. خو له بده مرغه د هغه قوم د هغه د مېرمني په ګډون د هغه د خبرو له منلو څخه ډډه وکړه. ځکه نو الله پر هغو باندي د پخې خټي ډبري واورولې. د عذاب ورکولو پرمهال یوازي لوط علیه السلام، د هغه د کورنۍ څو تنه غړي(د هغه له مېرمني پرته) او د هغه ځيني ملګري ژوندي پاته سول، نور ټول د الله جل جلاله په عذاب اخته سول.
لوی څښتن د قرآن کریم د ”العنکبوت“ د سورې په ۳۵ آیت کي د لوط د قوم پوپناکېدو ته په اشارې سره ويلي دي چي د لوط پر قوم عذاب نازل سو، خو د هغو وران سوی ښار راتلونکو انسانانو ته د عبرت په توګه باقي پاته سو:﴿وَلَقَدْ تَرَكْنَا مِنْهَا آَيَةً بَيِّنَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (35)﴾(او موږ د دغه وران کړی سوي ښار ځيني څرګندي نخښي د هغو خلکو لپاره پرېښوولې چي له عقل څخه کار اخلي. (یعني د هغو د ښار کنډوالې اوس هم موجودي دي او د عبرت نخښي او نښانې ځنی جوړي سوي دي).
د قرآن د دغو څرګندونو سره سره د لوط د قوم د وران کړی سوي ښار په اړه تر اوسه انسانان کومي غوڅي پایلي ته نه وه رسېدلي او د ”سدوم“ د ښار په اړه يې څه نه وه موندلي. خو دادی اوس د امريکې د ځمکپوهانو او لرغونپوهانو يوه ډله د اردن په”تل الحمام“ سیمه کي تر لسو کالو کيندنو او څېړنو وروسته د هغو نخښو پر موندلو بریالۍ سول چي تر ډېره مهاله ناڅرګندي وې. د امريکې د پلټنو د ډلي د مشر Steven Collins کوم چي د مکسيکو د ایالت د ” ترينتي ساوت ويسترن پوهنتون” پروفیسر دی د څرګندونو سره سم دغه نخښي هماغه د ”سدوم“ د ښارخرابې دي کومي چي څرګندوي چي په دغه ښار کي ژوند ناببره په ټپه درېدلی دی.
دا د اردن په جنوب کی هغه سیمه ده چي اوس يې تل الحمام بولي، کومه چي دلته د سدوم ښار وو او ناببره وران سو.
د ژوندانه د ښکارندو یو دم او ناببره پای ته رسېده
د العربیه ډاټ نيټ د څرګندونو سره سم د امریکا د لرغونو آثارو د څېړنو د کارپوهانو ډلي Popular Archaeology د پروفیسر کولينز تر مشرۍ لاندي څو کاله د جنوبي اردن په کنډوالو کي څېړني وکړې او د روان کال د ستمبر پر ۲۸ مه يې د انځورونو او لازمو څرګندونو سره يو ځای اعلان کړه چي دوی د ”سدوم“ نومي ښار په موندلو کي بریالي سوي دي. دغه ښار د حضرت لوط علیه السلام د قوم دی کوم چي د لوی څښتن په عذاب اخته سوي وه. چي ورسره جوخت دغه خبر په ډېره پراخه توګه په عربي او لوېدیزو رسنيو کی خپور سو.
دغو کارپوهانو ويلي دي چي د دغه وران سوي ښار له کنډوالو څخه څرګنديږي چي دا په برونزي پېر کي یو لوی او پراخ ښار وو چي په هغه کي د ځينو لرغونو ودانیو د شتون پته هم لګيږي. او دلته يو پیاوړی دولت وو چي د اردن پر ټوله جنوبي سیمه يې واکمني درلوده.
په تورات کی هم د لوط د قوم د پوپنا کېدو یادونه سوې ده. د تورات په ”سفر تکوین“ کي ذکر سوي دي چي : ”الله تعالی د لوط قوم ته په اور او ګوګړو(کبریت؛ هغه ژيړ رنګې ماده چي په ډېر سرعت سره اور اخلي) سره عذاب ورکړ او لکه څنګه چی توقع وه هماغسي په بشپړه توګه وران نه سو“. د امریکايي څېړونکي کولینز او د هغه د ملګرو ويناده چي:”په حقیقی معناوو د لوط د قوم د ښار پیدا کېده د يوې ورکي سوي خزانې پیدا کېده دي“. هغوی وايي: له څېړني څخه موږ دا نتیجه ترلاسه کړې ده چي د لوط د قوم په ښار کی ژوند ته يودم د پای ټکی ايښوول سوی دی. هغوی زیاتوي: دا پېښه له ۱۵۴۰ تر ۳۵۰۰ قبل المیلاد کي سوې ده. البته دا هم باید وویل سي چي د امريکايي پلټونکو تر کيندنو دمخه د اردن د ناوې په سیمه کي، په برونزي پېر کي د ژوند په اړه معلومات دومره ډېر نه وه، ان د لرغونو آثارو په نخشو کي په دې هکله چي په دغه سیمه کي دي یو لرغونی ښار وي یوه اشاره غوندي هم نه وه.
د څېړونکو ويناده چي د سدوم ښار پر دوو برخو لوړ او کښته ښار باندي وېشلی ښکاري. په دغه ښار کي د پخو خښتو يو دېوال د لسو مترو په جګوالي او د 5.2 مترو په پلنوالي هم موندل سوی دی. د ښار د معبد او برجونو د دروازو پاتي شوني هم موندل سوي دي. دا سي ځای هم موندل سوی دی چي ښيي د ښار د دوو برخو بېلوونکی وو. ځکه چي په ځانګړو حمايوي توکو سمبال سوی دی. ډېری ډبري او خښتي پکښي کار سوي او ښکاري چي ډېرو کارګرو کار پکښي کړی دی. خو دلته یودم د ژوند ټول مظاهر د برونزو د پېر د نيمي په پای کي ختم سوي دي.
دلته یوه خبره د یادولو وړ ده او هغه داده چي کيندني ښيي چي د سدوم د ښار ورانېده په اور او ګوګړو نه دي سوي، بلکی په دې هکله قرآن کریم بل ډول اشارې لري. اوښکاري چي کوم کوچنی ستوری پر ښار لوېدلی وي او لاندي باندي کړی يې وي او لوط علیه السلام ځني ژغورل سوی وي. ([1]).
پروفیسركولينز، کيڼ لوري ته، د هغه موندل سوي ښار د پاتي شونو په منځ کي کوم چي د الهي سزا له امله پوپنا سو .
پروفیسركولينز، کيڼ لوري ته، د هغه موندل سوي ښار د پاتي شونو په منځ کي کوم چي د الهي سزا له امله پوپنا سو
د ”سدوم“ او د هغه د هلاک سوو اوسېدونکو په اړه د قرآن کريم آیتونه
د ”العربيه نټ“ په وينا په تورات کي د بیان سوو روايتونو سره سم لوط علیه السلام د ابراهیم علیه السلام وراره وو. دوی دواړه په یوه سيمه کي، یعني په لوېديزه تراډه کي، اوسني رام الله ته نږدې په ”بیت ایل“ کي اوسېدل. بیا دواړه د خپلو کورنیو او د پسونو د رمو سره يو له بله سره بېل سول. حضرت لوط علیه السلام د اوبو او وښو څخه ډکي ختیزي سیمي ته مخه کړه کومه چي اوبه او څړځايونه پکښي ډېر وه او د سدوم او عمورې ښارونو ته نږدې پرته وه. خو هغه بالاخره سدوم د خپلي استوګني لپاره غوره کړ.
ډېرو رسامانو د پېړيو په اوږدو کي د سدوم د ښار د نادري ورانۍ د څرنګوالي په اړه د ډول ډول خيالونو نيلي ځغلولي او ډول ډول رسمونه يې ايستلي دي ، چي دغه هم له هغو انځورونو څخه يو دي.
کله چي حضرت لوط علیه السلام سدوم ته ورسېدی، د هغه ځای خلک يې په فواحشو ککړ وموندل. نو يې وپتېیل چي هغوی اصلاح کړي، د لوی څښتن لوري ته يې وبولي او له دغو ناوړو کارونو يې راوګرځوي، ورته ويې ويل:﴿ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴾ [الشعراء:۱۶۳]
ژباړه: له لوى څښتن څخه وبېرېږئ او زما خبره ومنئ.
خو هغو د لوط علیه السلام د خبرو له منلو څخه ډډه وکړه او له دغو خبرو څخه يې منع کړ:
﴿ قَالُوا لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ يَا لُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِينَ (167) ﴾ [الشعراء:۱۶۷]
ژباړه: هغو وويل : اى لوطه ! كه ته له دې خبرو لاس وانه خلې، نو كوم خلك چي زموږ له كلو څخه ايستل سوي دي ته به هم له هغو څخه سې.
لوط علیه السلام پر خپلو خبرو ټينګار وکړ، ورته ويې ویل: ﴿أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِنَ الْعَالَمِينَ (80)﴾ [الاعراف: ۸۰]
ژباړه: آيا تاسي داسي بې حيايي كوئ چي تر تاسي دمخه په ټوله نړۍ كي چا نه ده كړې؟ بیا يې خپلي خبري ته څه نور تفصیل ورکړ، ويې ويل: ﴿أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِي نَادِيكُمُ الْمُنْكَرَ﴾[العنکبوت: ۲۹]
ژباړه: آيا تاسي د نارينه وو سره بد فعلي كوئ او ( د توكم د پيدا كېدو ) لار بندوئ او په خپلو مجلسونو كي بدكار كوئ؟
قوم يې بل جواب نه درلود بې له دې چي ورته ووايي: ﴿ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ (29)﴾[العنکبوت: ۲۹]
ژباړه: كه ته رشتينى يې، نو پر موږ باندي د لوى څښتن عذاب نازل كړه.
بیا لوط علیه السلام لوی څښتن ته داسي شکایت وکړ: ﴿رَبِّ نَجِّنِي وَأَهْلِي مِمَّا يَعْمَلُونَ (169) ﴾[الشعراء: ۱۶۹]
ژباړه: ای زما پالونکې! ما او زما كورنۍ د دوى له بدو عملونو څخه وژغوره.
نو لوی څښتن ملایکي ورواستولې چي ډاډ ورکړي چي: ﴿لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ ﴾ [العنكبوت:33]
ژباړه: مه بېرېږه او غم مه کوه! موږ تا او ستا کورنۍ او پیروان ژغورو.
او د هغه کار يه اړه يې خبر کړچي دوی ترسره کاوه: ﴿ قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ (31)﴾ [العنكبوت:3۱]
ژباړه: ملایکو ورته وویل: موږ به د دغه ښار اوسېدونکی هلاک کړو، ځکه چي دوی ظالمان دي.
بیا يې تفصیل ورکړ چي: ﴿إِنَّا مُنْزِلُونَ عَلَى أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ رِجْزًا مِنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ (34)﴾[العنكبوت:3۴]
ژباړه: موږ به د دې ښار پر اوسېدونکو باندي يو عذاب د دوی د نافرمانۍ او فسق او فجور له امله نازل کړو.
بیا هغو ته د هغي سزا ورکول چی په پام کي وه پیل سول: ﴿ فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنْضُودٍ (82) مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ (83) ﴾ [هود : ۸۲ ـ ۸۳ ]
ژباړه : بيا كله چي زموږ د پرېكړي مهال راورسېدى، نو موږ هغه سيمه پر بل مخ را نسكوره كړه او پر هغې باندي مو د پخې خټي د ډبرو لاندي باندي باران واوراوه، چي له هغو څخه هره يوه ډبره ستا د څښتن لخوا په نخښه سوې وه او له ظالمانو څخه دغه عذاب اوس هم ليري نه دى.
﴿فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ (73) ﴾ [ الحجر : ۷۳]
ژباړه : په پاى كي د لمر څرك سره سم دوى يوې ځواكمني چاودني ونيول
او په دې توګه د الله ژمنه ترسره سوه: ﴿ فَأَنْجَيْنَاهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ (83) ﴾ [ الاعراف: ۸۳]
ژباړه: بیا موږ لوط، پر ده باندي ایمان راوړونکي او د ده کورنۍ ته نجات ورکړ، پرته د هغه له مېرمني څخه چي د پوپنا سوو څخه سوه (کومه چي له خپلي کورنۍ څخه بېله سوې وه او د ګمراهانو سره يو ځای سوې وه).
او بالاخره : ﴿ وَلَقَدْ تَرَكْنَا مِنْهَا آَيَةً بَيِّنَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (35)﴾ [العنكبوت:35]
ژباړه: او موږ له هغه ښار څخه څرګندي نخښي او آثار پرېښوول، څو هغو کسانو ته د عبرت درس وي چي د عقل او پوهی له مخي کړنه کوي.
كولينز د سدوم د آثارو په منځ کي. په دغو آثارو کي هيڅ داسي نخښه نه ښکاري چي دغه ښار دي په اور وران سوی وي.
د یادوني وړ ده : کوم څه چي تر اوسه د دغوکيندنو له انځورونو څخه څرګنديږي هغه د تورات خبره نه تاييدوي چی وايي: د سدوم ښار په اور او ګوګړو وران سو، بلکی د قرآن خبره د اوسنۍ څېړني سره سمه ده. ځکه که پر دغه ښار د اور او کبريت عذاب نازل سوی وای، نو اوس به په دغه کشف سوي ښار کي د اور کومي نخښي لیدل سوي وای. په قرآن کریم کي په دې اړه داسي ويل سوي دي: ﴿ فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ (73) فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ (74) ﴾ [ الحجر : ۷۳ ـ ۷۴ ]
ژباړه : په پاى كي د لمر څرك سره سم دوى يوې ځواكمني چاودني ونيول او موږ هغه سيمه پر بل مخ را واړول او د پخې سوي خټي د ډبرو باران مو پر واوراوه.
بل ځای داسي راغلي دي: ﴿ ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآَخَرِينَ (172) وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ مَطَرًا فَسَاءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِينَ (173) ﴾ [ الشعراء : ۱۷۲ ـ ۱۷۳]
ژباړه : بيا مو پاته وګړي پوپنا كړل او پر هغو مو يو ډول اورښت وكړ. ډېر ناوړه اورښت وو چي پر بېرول سوو واورول سو. پای.
([1]) د لوط علیه السلام د قوم د پوپنا كېدو تفصيل قرآن كريم داسي بيان كړى دى :
﴿فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ (73) فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ (74) إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَاتٍ لِلْمُتَوَسِّمِينَ (75) وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُقِيمٍ (76)﴾ [ الحجر : ۷۳ ـ ۷۶ ]
ژباړه : په پاى كي د لمر څرك سره سم دوى يوې ځواكمني چاودني ونيول او موږ هغه سيمه پر بل مخ را واړول او د پخې سوي خټي د ډبرو باران مو پر واوراوه. په دې پېښه كي د پوهو خلكو لپاره ستري نخښي دي. او هغه سيمه چي دغه پېښه پكښي سوې وه په لويه لار كي واقع ده . ( له مكې څخه د شام په لار كي پرته ده ).
﴿ فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنْضُودٍ (82) مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ (83) ﴾ [هود : ۸۲ ـ ۸۳ ]
ژباړه : بيا كله چي زموږ د پرېكړي مهال راورسېدى، نو موږ هغه سيمه پر بل مخ را نسكوره كړه او پر هغې باندي مو د پخې خټي د ډبرو لاندي باندي باران واوراوه، چي له هغو څخه هره يوه ډبره ستا د څښتن لخوا په نخښه سوې وه او له ظالمانو څخه دغه عذاب اوس هم ليري نه دى.
﴿ ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآَخَرِينَ (172) وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ مَطَرًا فَسَاءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِينَ (173) إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ (174) وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ (175)﴾ [ الشعراء : ۱۷۲ ـ ۱۷۵]
ژباړه : بيا مو پاته وګړي پوپنا كړل او پر هغو مو يو ډول اورښت وكړ. ډېر ناوړه اورښت وو چي پر بېرول سوو واورول سو. رشتيا چي په دې كي يوه نښانه ده. خو بيا هم له دوى څخه زيات يې نه دى مسلمانان. او بېشكه چي ستا څښتن هم برلاسى دى او هم مهربان دى.
(وګوري د ژباړن له خوا د ژباړل سوي کتاب ”پوپناسوي ولسونه“ ۸۷ او ۸۸ مخونه).