د قرآنکريم د تلاوت د ترک کولو حکم څه دی؟

سوال : زيات کسان دي ډيرې مياشتې تريږي مګر هغوی بغير له کوم عذر قرانکريم نه تلاوت کوي ،ځنې کسان بيا ليدل کيږي چې بې ګټې مجلې هميشه مطالعه کوي

جناب عالی په دې اړه ستاسې نصيحت څه دی .

ځواب : سنت دی چې نارينه او ښځې په تدبر او فکر په کثرت سره قرانکريم تلاوت کړي فرق نه کوي هغه د قرآنکريم له مخې وی يا له حفظ ځکه الله تعالی فرمايي : « كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الألْبَابِ (ص- ٢٩)»

« او ډير برکتناک کتاب دی چه مونږ تاته (ای محمد ) نازل کړی دی ترڅو چې دوی د هغه په آيتونو کې غور وکړي او د پوهې او فکر خاوندان ترې درس او عبرت واخلي ».

او فرمايي : « إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ تَبُورَ (٢٩)لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ غَفُورٌ شَكُورٌ (٣٠)» [فاطر]

« کوم کسان چې د الله کتاب لولې لمونځ قایموی او څه چې مونږ هغې ته روزي ورکړی ده له هغې په پټه او ښکاره د الله تعالی په لار کې لګښت کوي ،په يقني ډول هغوی د داسې سوداګرۍ هيله من دي چه په هغې کې هيڅ کله زيان نه وي ،په دغه سوداګرۍ کې هغوی هر څه ددې د پاره ورکړی دي تر څو چه الله تعالی د هغوی اجر او ثواب په پوره توګه ورکړي او له خپلې پیرزوينې څخه لا زيات ورکړي بيشکه چه الله ډير بخښونکی او قدردان دی ».

ذکر شوی تلاوت په تلاوت کې تدبر او پيروۍ کولو ځخه عبارت دی او په تدبر ،فکر او اخلاص سره تلاوت کول د اطاعت او فرمابردارۍ وسيله ګرځي د قرآنکريم تلاوت زيات اجر او ثواب لري جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« اقْرَءُوا الْقُرْآنَ فَإِنَّهُ يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ شَفِيعًا لِأَصْحَابِهِ»

« د قرآنکريم تلاوت کوﺉ ځکه قرآنکريم د قيامت په ورځ ستاسې شفاعت کوي »

او فرمايي «خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ»

« غوره د تاسې هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته يې هم ور زده کړي »

او فرمايي :« مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللَّهِ فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ وَالْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، لَا أَقُولُ [الم] حَرْفٌ وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ وَلَامٌ حَرْفٌ وَمِيمٌ حَرْفٌ»

هر څوک چې د کتاب الله يو حرف ووايي د هغه په مقابل کې يوه نيکي ده او د هرې نيکۍ بدله لس برابره ده ،نه وايم چه (الم ) يو حرف دی بلکه ،الف يو حرف دی او لام يو حرف دی او ميم يو حرف دی .

له پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ نه ثابته ده چه  هغوی عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنه وفرمايل :« اقْرَإِ الْقُرْآنَ فِي كُلِّ شَهْرٍ. قَالَ: قُلْتُ: أُطِيقُ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ، فَقَالَ: اقْرَأْ فِي كُلِّ سَبْعِ لَيَالٍ مَرَّةً»

« په هره مياشت کې يو ځل قرآن وایه ، ومې ويل ددې نه زيات توان لرم ، ويې فرمايل :په هفته کې يو ځل د هغه ختم کوه ».

د پيغمبر صلی الله عليه وسلم اصحابو به هره اونۍ د قرآنکريم ختم کولو .

سړی کولای شي په يوه اونۍ کې قرآن ختم کړي مګر د دريو ورځو نه کم وخت کې د قرآن ختم ښه نه دی ځکه پيغمبر صلی الله عليه وسلم عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنه ته وصيت وکړ چې حد اقل په دريو ورځو کې قرآن مه ختم کوه ځکه د قرآن ختمول له دريو ورځو کم ددې سبب کيږي چې په په ويلو کې عجله او بيړه وشي او بې له تدبر قرآن وويل شي ، قرآنکريم بې اودسه لوستل جايز نه دي مګر که له ياده ولوستل شي نو بيا باک نه لري که سړی بې اودسه وي .

مګر جنوب سړی به نه له مخې قرآن وايي او نه هم له ياده څو يې چې غسل نه وي کړی ځکه ، امام احمد او صاحبان يې په حسن سند له علی رضی الله عنه نه روايت کوي

چه علی رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ وايي : «كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَا يَحْجِزُهُ وَرُبَّمَا قَالَ يَحْجُبُهُ مِنْ الْقُرْآنِ شَيْءٌ لَيْسَ الْجَنَابَةَ»

پيغمبر صلی الله عليه وسلم بغير له جنابت بل هيڅ شي له قرآن ويلو نه منعه کولو

 فتاوي البلد الحرام – شیخ ابن باز، فتاوی المرأة ص (199،200 )

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب