د قدر شپې نښې

ژباړه : عباده بن صامت رضي الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د قدر د شپې پوښتنه وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : دغه شپه د روژې د مياشتي په آخرو لسو شپو کي پر طاق ، طاق تاريخ باندي ده څوک چي په دغه شپه د ايمان او ثواب په نيت عبادت وکړي نو تېر ګناهونه به يي ټوله وبخښل سي. نښاني يې دادي چي دغه شپه روښانه ، پراخه او پاکه شپه ده ارامه شپه ده ميانه ده نه ډيره يخه ده او نه ډيره ګرمه ده ګويا ( د انوارو د اورېدو ) په وجه سپوږمئ صفا ده په دغه شپه کي به په شيطانانو پسې ستوري نه ويشتل کېږي او ددغه شپې نښاني دادي چي لمر ددغه شپي په سهار د پلوشو پرته راخيږي برابر لکه د څوارلسم سپوږمۍ او په دغه سهار د لمر ختو په وخت کي الله جل جلاله  شيطانان د راختو څخه منعه کړي . ( په خلاف د نورو ورځو چي شيطانان  د لمر ختو سره را پورته کېږي )

۶: عن عبادة بن صامت رضي الله عنه  ان سئل رسول الله صلی الله علیه وسلم  عن ليلة القدر فقال في رمضان في العشر الاواخر فانها في ليلة وترفي احدى وعشرين   اوثلث وعشرين او خمس وعشرين اوسبع وعشرين او تسع وعشرين او آخر ليلة من رمضان من قامها ايمانا واحتسابا غفرله ماتقدم من ذنبه ومن اماراتها انها ليلة بلجة صافية ساکنة ساجية لا حارة ولا باردة  کان فيها قمرا ساطعا ولا يحل لنجم ان يرمي به تلک اليلة حتى الصباح ومن اماراتها ان الشمس تطلع صبيحتها لاشعاع لها مستوية کانها القمر ليلة البدر وحرم الله على الشيطان ان يخرج معها يومئذ.([۹] )

فايده : د پورتني حديث مضمون په لومړنيو حديثو کي تير سوى دى يوازي ددې حديث په آخرکي د قدر د شپې نښاني بيان سوي دي چي ښه روښانه دي نور تفصيل ته اړتيا نه لري .
ددې څخه علاوه په نورو روايتو او د هغه خلګو په ويناوو کي نوري نښي هم بيان سوي دي . په ځانګړي ډول د قدر د شپې په سهار چي لمر پلوشي نه لري دغه نښانه په ډيرو روايتو کي راغلي ده او خامخا به وي نوري علامي ضرور نه دي چي خامخا به وي.عبدة بن ابي لبابة رضي الله عنه  فرمايي : چي ما دروژې دمياشتي داوويشتم په شپه ددرياب اوبه وچيښي بالکل خوږې وي .
ايوب بن خالد رحمة الله علیه  ليکي : زما و غسل ته اړتيا پيښه سوه دغه شپه د روژې درويشتم وو نو ما په دريابي اوبو غسل وکړى ددرياب اوبه بالکل خوږي وي . عالمانو ليکلي دي: چي د قدر په شپه ټول شيان پر سجده کېږي آن تر دې چي درختي هم پر سجده سي بيا بيرته پورته سي خو ددغه حالت کشف و هر چاته نسي کېدلاى .
۷:عن عائشة رضي الله عنها  قالت قلت يا رسول الله! ارايت ان عملت اي ليلة ليلة القدر ما اقول فيها قال قولي اللهم انک عفو تحب العفو فاعف عني  ( ۲)
ژباړه عائشة رضي الله عنها  فرمايي : چي ما د نبي صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړه چي که ما ته د قدر شپه معلومه سي نو کومه دعا ووايم رسول الله صلی الله علیه وسلم  راته وويل : دا دعا ووايه:اللهم انک تحب العفو فاعف عني.
ژباړه : اې خدايه ! ته عفوه خوښوي نو ماته عفوه وکړي.
فايده : دا ډيره ښه جامع دعا ده ځکه چي الله جل جلاله  د آخرت ټولي غوښتني راپوره کړي تر دې نو ښه کار چيري دى.
من نه گوىم که طاعت بپذىر                 قلم عفو بر گناهم کش
ژباړه : داسي نه وايم چي عبادت مي قبول کړه بلکي د عفوي قلم مي پر ګناه راکش کړه يعني بخښنه راته وکړه .
حضرت سفيان ثوري رحمة الله علیه  فرمايي: په دغه شپه کي د نورو عبادتونو په پرتله په دعا مشغولېدل زيات غوره دي. ابن رجب رحمة الله علیه  فرمايي : يوازي په دعا دي نه مشغوله کېږي بلکي په مختلفو عبادتونو مشغولېدل غوره دي. لکه لمونځ ، تلاوت ،دعا ، مراقبة او داسي نور ځکه د نبي صلی الله علیه وسلم  څخه دغه ټوله ثابت دي. همدغه قول ښه دى ځکه په تيرو حديثونو کي د لمانځه او نور عبادتونو فضيلتونه په دغه شپه راغلي وه.

مأخذ: فضایل اعمال

 

—————————————

([۹] ) درمنشور عن احمد و بيهقي ومحمدبن نصر وغيرهم.

([۲]) رواه احمد و ابن ماجة والترمذي وصححه کذافي المشکوة.
عبدالهادي حماد

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب