ټولنهقانون، شریعت او مصدرونه یې

د قاضي لپاره د خلکو د ټولنیزو دودونو او رواجونو د پېژندلو ارزښت

په دې مقاله کې به د موضوع د فحوی سره سم، د قاضي د یو څو مهمو ځانګړتیاو او صفتونو یادونه وکړو؛ او دا چې قاضي مخکې له دې چې د خلکو تر منځ پرېکړې او فیصلې وکړي؛ او د هغوی ستونزې هوارې کړي، له یو لړ مهمو موضوعاتو څخه باید باخبره واوسي، په دې مقاله کې مو همدې مطالبو ته ځای ورکړی دی، هیله ده چې تر پایه پورې یې راسره ولولئ.

په پیل کې باید دومره ووایو چې: په اسلامي ټولنه کې فقیه او قاضي د ټولنیزو ستونزو په هوارولو او د حق تلفیو په له منځه وړلو کې خورا مهم نخچ لري؛ له همدې کبله قاضي باید په معاصرو مسائلو باندې د پوهې ترڅنګ، د خپلې سیمې او ټولنې له دودونو او رواجونو، ستونزو او دردونو څخه هم باید پوه واوسي.

خبره به لومړی له مُطلق او مقید څخه را پیل کړو: فقهاوو کرامو په دې اړه ویلي دي چې: په اسلامي شریعت کې د ټولو هغو مسائلو چې په مُطلق (په عمومي او نامعینه) شکل د هغې یادونه شوې ده؛ د دې ښکارندوینه کوي چې دا مسئله د هرې سیمې او د هرې ټولنې د عُرف سره تړاو لري او د خلکو دودونو او رواجونو ته ورسپارل شوې ده. دلته په دې مقاله کې به په دې اړه د درې مثالونو یادونه وکړو:

لومړی مثال: د غلا د تعریف په اړه فقهاوو کرامو لیکلي دي چې: په مخفي او پټه توګه د هغه ځای څخه چې عموماً خلک پکې د خپلو مالونو ساتنه کوي، د ارزښتمن مال پټولو ته غلا ویل کېږي.

(په فقهي اصطلاح کې هغه ځای ته چې خلک پکې د خپل مال ساتنه کوي (حِرز ) ویل کېږی. که پورتني تعریف ته ځیر شو؛ نو جوته به شي چې په دې جمله کې (هغه ځای څخه چې عموماً خلک پکې د خپل مال ساتنه کوي) په مُطلق ډول یوازې د حِرز (ځای) یادونه شوی ده؛ خو ورسره په څنګ ګې دا نه دي ویل شوي چې دا ځای کوم چې خلک پکې د خپل مال ساتنه کوي، باید څه ډول وي؟ په غلا کې د حرز مسئله د هرې ټولنې د دود او رواج سره تړاو لري(1). په مُطلق ډول د احکامو د ذکر د مسئلې د لا ښه وضاحت لپاره غواړو چې دوه نور مثالونه هم له تاسو سره شریک کړو:

دویم مثال: د بیع او شراء په مسئله کې که چېرې یو تن له بل چا څخه یو جنس واخلي؛ او له توافق او هوکړې څخه وروسته بیا له یو بل څخه جلا شي؛ نو آیا دا اخستونکی شخص دوکاندار ته د اخستل شوي جنس د بېرته ورګرځولو حق لري او کنه؟ دې جدا والي ته په فقهي اصطلاح کې (تفریق في خیارِ المجلس) ویل کېږي او دا مسئله هم په اسلامي شریعت کې په مُطلق ډول ذکر شوې ده او د بائع او مُشتري تر منځ د تفریق او جداوالي اندازه د هرې ټولنې عُرف او دود ته ورسپارل شوې ده. په دې اړه درېیم مثال کولی شو چې د شړو او ناهمواره ځمکو د آبادولو د مسئلې یادونه وکړو.

درېیم مثال: د ډاګونو، شاړو او بې څښتنه ځمکو او بېدیاوو چې لا تر اوسه ترېنه استفاده نه وي شوي؛ د هغې د ښېرازتیا، آبادولو او په هغې کې د کرلو او د ژوند کولو لپاره هلو ځلو او چمتو کولو ته په فقهي اصطلاح کې (إحياءُ المَوَات) ویل کېږي، او مَوَات ورته ځکه ویل کېږي چې دا ځمکې هم لکه د مړو په څېر دي چې لا تر اوسه پوری لازمه ګټه ترېنه نه نده اخستل شوی؛ او دا مسئله هم په اسلامي شریعت کې په مُطلق ډول بیان شوی ده او د خلکو عُرف او دود ته د درناوي په خاطر په مقید شکل نه ــ بلکې په مُطلق ډول بیان شوی ده.[ددې مسائلو په اړه دې د لا زیاتو معلوماتو لپاره د (المُغني و الشرحُ الکبیر کتاب 4 جلد او 9 صفحې ته دې مراجعه وشي].

دا خبره هم شاید ټولو ته څرګنده وي چې: کله کله یو فقیه او قاضي د خپل چاپیریال او اوسېدونکي سیمې څخه خورا متأثره کېږي، او هغه خلک چې دا د هغوی په منځ کې ژوند کوي؛ پر ده باندې اغېزې پرې باسي.

له همدې کبله کله چې مونږ د امام شافعي ــ رحمه الله ــ په ژوند کې فکر کوو؛ او د هغه ژوند تر څېړنې او کتنې لاندې نیسو؛ نو جوتېږي چې پر امام شافعي ــ رحمه الله ــ باندې لومړی د عراق اوبیا له هغه څخه وروسته، د مصر هغې سیمې او چاپیریال چې نوموړی هلته ورغلی ؤ او له مصریانو سره یې ګډ ژوند کړی ؤ؛ نو پر امام شافعي صاحب باندې یې خورا تأثیر کړی ؤ، له همدې کبله د امام شافعي ــ رحمه الله ــ هغه نظریات چې له ده سره په عراق کې وو، د قول قدیم (د پخوانيو نظریاتو) او هغه نظریات چې له ده سره بیا په مصر کې وو، د قول جدید (تازه نظریاتو) په نامه سره یادول کېږي. [د لا زیاتو معلوماتو لپاره دې په عربي ژبه د ((العُرف وأَثَرُه في الأحكامِ)) کتاب ته چې د محمد جميل عبد الرحمن تصنیف او لیکنه ده، 67- 68 صفحو ته دې مراجعه وشي].

بله مهمه خبره داده: کله چې یو فقیه او قاضي د خلکو په منځ کې ژوند کوي؛ نو د هغه د مهمو ځانګړنو او صفتونو څخه یو هم باید دا وي چې: د خلکو د اعرافو (عُرف او عادت)، رواجونو او ټولنیزو دودونو څخه باید په بشپړه توګه باخبره واوسي؛ او دا له دې کبله چې تر څو وکولی شي په سمه او درسته توګه د هغوی راولاړې شوې ستونزې حل او د هغوی جنجالونه په آسانه توګه هموار کړي.

که چېرې داسې وشي چې یو تن د یو بل هېواد څخه قاضي صاحب ته راشي او له ده څخه د یوې مسئلې په اړه پوښتنه وکړي؛ نو یو قاضي حتی دې خبرې ته هم باید متوجه واوسي، چې د دې مسئلې په اړه د پوښتونکي شخص د خلکو عادت څه دی! او په دې مسئله کې د دوی دود او رواج څه دی، د سمدلاسه فتوا پر ځای مناسبه خو داده چې نوموړی باید له پوښتونکي شخص څخه دقیق او باوري معلومات راجمع کړي او ددې معلوماتو د راجمع کولو څخه وروسته دې بیا هغه ته شرعي حکم بیان کړي.

که چېرې قاضي داسې ونه کړي او د خپل همېشني عادت او پخپل فکري بنیاد یو چا ته فتوا ورکړي؛ او یا لکه څرنګه چې په کتابونو کې دا مسئله په کوم شکل چې لیکل شوی وي، کټ مټ هغه ته په هماغه شکل بیان کړي ؛ نو پوه دې شي چې دې قاضي له خلکو سره ظلم کړی دی او په خپل دین باندې نه پوهېږي ــ بلکه د خپل دین په اړه جاهل دی ــ او د مسلمانانو د اجماع پر خلاف ئې عمل ترسره کړی دی؛ او حتی ځینې فقهاوو خو ویلي دي چې: دې قاضي په خپل دې کار سره د اسلامي شریعت په حق کې د یو ستر جنایت ارتکاب کړی دی؛ او دا کار په حقیقت کې په دې معنا سره دی چې که څه هم نوموړي د فتوا دروند مسؤلیت او ستره دنده په غاړه اخستی ده؛ خو په اصل کې نوموړی د دې لوړ منصب لیاقت او أهلیت نه لري؛ نو پخپله هم بې لارې شوې دی او خلک ئې هم له ځان سره بې لارې کړي دي او په خپله هم تباه شوی دی او هم ېې د ټولنې خلک له ځان سره تباه کړي دي. [د لا زیاتو معلوماتو لپاره دې د ((إعلامُ الموقعين)) کتاب ته چې د امام ابن القيم ــ رحمهُ الله ــ تألیف او لیکنه ده 3 جلد او 14صفحې ته مراجعه وشي].

په دې اړه علامه سرخسي چې یو حنفي عالم دی داسې وائي: د مجتهد په اړه تر ټولو جالبه خبره داده چې:
یو مجتهد باید تر مناسب حده پورې د قرآن کریم د أحکامو په اړه دقیق معلومات ولري او د قرآني الفاظو په مختلفو معناګانو باندې باید پوه واوسي او همداراز د حدیثو په علم کې د حدیث د راویانو او هغه د سند په بیانولو او پېژندلو کې تر ډېره حده باید کافي تجربه ولري؛ او کله چې قیاس تر سره کوي؛ نو باید حق ته پکې ورسېږي؛ او همداراز د خلکو له رسمونو، رواجونو او عنعناتو څخه په بشپړه توګه باخبر او په دې اړه باید کره معلومات ولري. (د لا زیاتو معلوماتو لپاره دې د المبسوط کتاب 16 جلد / 62 صفحې ته دې مراجعه وشي).

د دې پوهې له مهمو ګټو څخه یوه داده چې:تر څو یو قاضي په ښه توګه وکولی شي د خلکو تر منځ شخړې او خپل منځي اختلافات حل کړي، بدبینۍ او خصومت، دښمنۍ او روان کړکېچونه له منځه یوسي؛ او د خلکو په ناخوندي (نا امنه) ژوند کې د هغوی د سوکالۍ لپاره خپل رغنده نخچ ولوبوي؛ او طبیعي خبره ده چې دا کار حکمت او پوهې ته اړتیا لري؛ او په دې لاره کې قاضي له یو لړ خاصو أسالیبو او تګلارو څخه باید استفاده وکړي. قاضي باید له خپل ځان څخه لاندینۍ پوښتنې وپوښتي چې: که چېرې یوه دعوا رامنځ ته شي؛ نو څه ډول به له حق څخه دفاع او مقابل لوري ته به مثبت ځوابونه او قناعت بښونکي دلیلونه وړاندې کوي؟

په دې لړ کې دا خبره هم باید و رته معلومه وي چې: په کومو څېزونو باندې په دې ټولنه کې خلک له ماسره حق ته ژر غاړه ږدي او هغه کوم داسې مسائل دي چې ماته زما په قضاء او پرېکړو کې ننګونې او ستونزې رازېږوي؟

د طلاق او د قذف (2) او داسې نورو مهمو فقهي موضوعاتو په اړه قاضي ته باید دا خبره څرګنده وي چې ددې ولس چې زه ورسره ګډ ژوند ترسره کوم، کوم الفاظ صریح دي او کوم کلمات یې په کنایاتو او اشاراتو باندې دلالت کوي؟

د یو قوم د الفاظو، خویونو او دودیزو مراسمو پېژندل د قاضي لپاره د هغوی تر منځ په سمه توګه د فیصلو کولو لپاره خورا اړین دي، همداراز یو لړ نور مسائل؛ لکه: د مړي له لوري وصیت کول، قسم خوړل، د واده په مراسمو کې د خلکو دودونه، په پلورلو او پیرودلو (خرید و فروش)، هِبه( ډالۍ ورکولو) او داسې نورو مهمو ټولنیزو او فقهي مسائلو باندې پوهه، د یو قاضي لپاره ډېره مهمه او اړینه مسئله بلل کېږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1) :مترجم.
(2) : د قذف لغوي او اصطلاحي معنا:
قذف لکه څرنګه چې ابن منظور په خپل مشهور کتاب (لسانُ العرب) کې لیکلي دي:
د لغت له مخې ( د تیږې) غورځولو یا ویشتلو ته ویل کېږي، مثلاً: عربان وائي: (قَذَفَ بِالشَّئِ)؛ یعنې په یو څیز باندې یې وویشته. او (قَذْفُ المُحْصِنَة)، یعنې یوې عفیفې (پاک لمنې او بې ګناه) مېرمنې ته یې ښکنځلې وکړې او د هغې په حق کې یې زیانمن او پرېوتي کلمات وکارول. او په اصطلاح کې قذف لکه څرنګه چې ابن عابدین په خپله حاشیه کې (په 4 جلد او 47 صفحه کې لیکلي دي): یو چا ته د زنا او د لواطت نسبت کولو او ورپسې د تورونو او تهمتونو تړلو ته قذف ویل کېږي. هغه څوک چې په نورو پسې تورنه تړي، دېته قاذف او پر چا باندې چې تهمت تړل شوی وي، هغه ته مَقذُوف ویل کېږي. که په لنډه توګه ووایو: که چېرې یو شخص را ولاړ شي او بل تن چې مُکلف (مُسلمان، عاقل، بالغ، عفیف، او آزاد وي) او د زنا کولو توان ولري، د زنا په تور یې تورن کړي؛ دېته قذف ویل کېږي.

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

ترجمه: محمد خالد (ملکزی)

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: