دینونه او مذاهب

د قاديانيت پېژندنه

نولسمه پيړۍ دتاريخ په لحاظ څه خاص امتيازات او ځانګړتياوي لري او هغه داچې په اسلامي هېوادونو کې ذهني او نظرياتي کشمکش ډير په تيزى سره روان ؤ . په دغه کشمکش کې دهندنيمې وچې اول مقام درلود ځکه چې په يوه وخت کې دشرقي ( اسلامي ) او غربي تمدنونو او همدارنګه دنوى اوزوړ تعليمې نظام د مبحث جګړه ګرمه روانه وه . په ١٨٥٧ زيږديز کال په هندوستان کې دازادۍ کوششونه دناکامۍ سره مخ شوى وو اودهندنيمې وچې د مسلمانانو زړونه مات شوي اونفسي شکست يي خوړلى و، دنااميدي کمبله پرمسلمانانو غوړيدلى وه . مسلمانان ددوه قسمه غلامۍ ښکار شوى وو په هندوستان کې يې خپلو برياو اوفتوحاتو ته توسعه او پراخوالى ورکاوه او ددې ترڅنګ دعيسوي دين پاپانو او پادريانو په هندوستان کې عملاً په دعوت او بلنه  پيل کړى ووهغوى غوښتل چې داسلام په مصادرو کې شک پيداکړى.  دمسلمانانو نوى نسل ددين په ارتباط معلومات ضعيفه وو او دددين سره يي پوره اشنايي نه درلوده ځکه چې په مکتبونو او پوهنتونو نو کې چې کوم نصاب لوستل کيده هغه ددين او اسلامي شريعت څخه عاري او خالي وو. اوځاى ناځاى به ددين دمنلو او قبلولو واقعات هم اوريدل کيده اوداسې پيښوته به ډير شهرت ورکول کيدو. بلکې اساسې خطر الحاد او دعقيدي تزلزل وو . وخت ناوخت به دمسلمانو علماو او عياشو پادريانو ترمنځ مناظري اومباحثي کيدلى .اګر چې دغه مناظري به مسلمانو علماو ګټلي مګر هلته چې کوم عقيدوي تزلزل اوذهني کشمکش وو دغه وړو کارونو او پيښوددې تزلزل مخه نه شوه نيولى. بل اساسي مصيبت پدې وخت کې داوو چې داسلامي ډلو اومذاهبو ترمنځ اختلاف اوکشمکش هم اوج ته رسيدلى وو . دمذهبي مباحثو بازار ښه تود وو ددې مناظرو او مباحثو نتيجه به داشوه چې وهل ټکول او ان تر وژلو پورې به خبره ورسيده په ټول هندوستان کې مذهبي خانه جنګي شروع وه دغه کارونو ددين اوعلماؤ وقاراوعزت ته ډير صدمه رسولى ؤه پدى مذهبى فرقوکې بى ﻻرى صوفيانودالهام دعوى،عجيب اوغريب خوارق العادة زيري او  ورا‍ٴ طبيعه قيصې کولې چې دا دعوام الناس لپاره په زړه پورى کار وو او صوفيانوداکارډيرپه درزکې روان کړى وو.
په مسلمانانو نااميدۍ حکومت کاوه د (١٨٥٧)زيږديز کال د مختلفوکوششونو هغه که  دينى وو او که عسکري  ناکامۍ يې په مسلمانانو يوخاص تاثيرپريښى وو دپنجاب په ايالت کې چې کوم عقيدوى انحراف،او دينى ضعف موجود وو، هغه ددې له امله وو چې د (٨٠)کالو راپديخواپرى سکانو حکومت کاوو اودمسلمانانو ددين او عقيدى نه د لرى کولو لپاره يې پوره کوشش کړى وو .دنولسمې پيړۍ  په پايي کې ميرزا غلام احمد قادياني دخپل نوى دعوت او تحريک سره عام منظر ته راښکاره شو اودغه زمانه په ډيرو لحاظو د ميرزا دعوت ته جوړه وه، ځکه چې اسلام ته په داخل کې انحرافي ډلو ډير چلنچونه مواجه کړى او همدارنګه عيسايت داسلام په مخکې خنډ او په اسلام کې پادريانو دشکوکو او شبهاتو پيداکولو هڅه هم دهيرولو نه ده پدغسې يو حالت کې ميرزا خپل دعوت شروع کړ.
مخکې ددې نه چې د مرزا غلام احمد قادياني په عقايدو او ديني او تحريکي سير باندې خبره وکړو ښه به داوي چې په بيوګرافۍ او شخصي ژوند باندې يې هم رڼا واچو تر څو ددې څېره ښه بربنډه شي .

نسب او خاندن :

 د مرزا غلام احمد قادياني دنسب لړۍ مغل قوم ته رسيږي په کتاب ( ابريه ) کې خپله ليکي چې زما قوم مغل دى په همدې کتاب کي وايي چې زما دنسب سلسله دفارس څخه شروع شوى ده او ځان ددوې حديث مصداق ګڼي چې پيغمبر (ص) فرمايي ژباړه : که ايمان د ثريا ستورو پورې معلق او تړلى وي دفارس يو سړې به يي راښکته کړي محدثين وايي چې دوى نه دحضرت سلمان فارسي اولاد مراد دى او ځني محدثين ددې حديث مصداق امام ابوحنيفه ښايي.
خپل يوبل کتاب ( اربعين) کې ليکي دغه کورنۍ او خاندان په ظاهر کې دمغلو دلړۍ نه ده خو ځينې کتابونو کې يي ليکل شوى چې زمونږ مشران او مشهور سادات دفارس نه راغلي دى اودغه خبره د خداى (ج) کلام نه معلوميږي چې زمونږ کورنۍ دفارس څخه ده . اوپدې باندې زمونږ پوره يقين دى ځکه دکورنيو او خاندانونو حقيقت صرف الله ته معلوم دى نو دالله علم يقين دى اودنورو علم  شکي دى .
ددې وينا او خبرې  نه داسې معلوميږي چې مونږ خو اصل مغل يو مګر حديث نه داسې معلوميږي چې زمونږ کورني اصلاً دفارس ده . دايي دخپلو ليکلو او خبرو تناقض دى.

زیږون او تعليم يي :

 مرزا غلام احمد قادياني دسکانو دحکومت په اخر کې چې ١٨٣٩ يا ( ١٨٤٠) زيږديز کال په ضلع ګورداس پور او قاديان کلى کې زيږيدلى دى چې دامنطقه د (٥٠) يا (٥٥) ميله د لاهور شمال شرق ته پرته ده چې او س هندوستان پورې اړه لري . د غلام مرتضى زوى دعطا محمد لمسى او دګل محمد کړوسى دى او مور يي چراغ بي بي نوميده .
مروجه تعليم يي د مولوى فضل الهى چې دى حنفى عالم وو وکړ دى د قاديان اوسيدونکى و او يوڅه علم يي د مولوى فضل احمد ىڅخه چې د اهل الحديثو له جملې څخه وو او په فيروزپور کې اوسيده وکړ،او حکمت  يي ديوشيعه عالم چې ګل على شاه نوميده  ولوسته او دپلار څخه يي دطبابت يو څه زده کړه وکړه په يو ځاى کې خپله ليکي چې زما مطالعې سره ډيره مينه وه او کوشش مې دا وو چې مطالعه وکړم . ولې  زه پلار ددې نه دشفقت له وجهي منعه کولم چې مطالعه مه کوه او دپلار په ډير اصرار سره مطالعه ماپريښوده او پلار مې خپل ا بايي وطن ته دخپلو ځمکو د  نګراني لپاره وليږلم او ډير وخت پدې کې مصروف وم چې زما ډير وخت يي ضايع کړ دا ځمکه مي پلار ته رنجيت سنګ ورکړى وه ځکه چې دى درنجيت سنګ په حکومت کې ماموريت کولو.  ددې نه وروسته دسيالکوټ په ښار کې په محکمه کې په ډيرې لږې تنخوا مقرر شو چې ١٨٦٤ نه تر (١٨٦٨) زيږديز کال پورې وو په همدې کال په محکمه کې يو امتحان چې ( مختاري ) په نامه وشو چې د ازادو وکيلانو په خاطر واخستل شو اودې هم پدې امتحان کې شرکت وکړ مګر دې پدې امتحان کې ناکام شو ددې نه وروسته يي دسيالکوټ په يو مکتب کې يو څه انګريزي تعليم هم وکړ په بټاله کې دژوند اختيارولو په مهال ددرسي تعليم سره سره يي دنجوم علم ته هم مخه وکړه دملک شاه صاحب چې ددې فن ښه استاد وو ناسته ولاړه يي شروع کړه په همدې مهال يوعرب چې محمد صالح نوميده سيالکوټ ته راغى چې هغه هم دنجوم علم ماهر وو اوهغه سره يي دکور ناسته ولاړه شروع کړه د نجوم دعلم نتيجه داشوه چې د ډيرو داسې شيانو په ارتباط به يي خبرې کولې چې هغه به داسلام سره سرنه خوړو او په اسلام کې به شرکيات وو،  دبيلګې په توګه يو ځاى کې ليکى چې دهر ستورې سره يو ملايکه مقرره ده چې هيڅ کله ترې  نه جدا کېږي چې ستورى دجسم او ملايک دروح حيثيت لري اوددنيا ټول انقلابونه او تحولات ددوى داثراتو نتيجه ده بل ځاى وايي ( څومره چې په اسمانونو کې ستورى موجود دى دادځمکې دکائناتو دتکميل او تربيت لپاره په کار مصروف او مشغول دى، دنيا کې چې څه کېږي هغه دنجوم تاثيرات دى . دوکيلانو په امتحان کې دناکامي او دپلار څخه دهغه د ( تقاعد ) روپۍ د غلا کولو وروسته بيرته قاديان ته راغى . يوه بله دسيسه يي په کار واچوله او هغه دا چې ( ٤٠) ورځې انزوا يي غوره کړه ان تردې چې خپلو ماشومانو سره يي هم ځان بې رابطې کړ او په اورادو او وظايفو لګيا شو، دغه دوري اته يانهه مياشتي په برکي ونيولى خپله وايي چې خوراک مې بلکل کم کړى وو . او ډير عجائب اوغرائب  مې وليدل . مرزا غلام احمد دغه مجاهده او رياضت يواځي زهد او تقوا نه بلکې ددې نه دده نور اهداف او موخي هم وي اول  داچې دپلار بدګماني چې پرد پيداشوى وه هغه بايد پدې رياضت سره لري کړي اګر که هغه  دومره بدګمانه شوى و چې هغه بدګمانې لري نشوه په دغه دوران کې يې ديو بل کار رياضت هم وکړ، چې هغه ته مسمريزم وايي چې يو چاته توجه کول په هغه اودوهم کس باندې خپل اثر اچول چې دغه کاريو خاص رياضت ته ضرورت لري چې مرزا صاحب دغه کار په ( چهله ) کې ښه پوره تمرين کړى وو

 د اسلام مخالفينو سره مذهبي مناقشي او مباحثې:

ميرزا غلام احمد لاهور او ځني نور منطقوته سفرونه وکړل او ديو منظم پلان له مخې يي دغه سفرونه پرمخ بوتلل او خپل تاثير يي په عوامو باندې داچولو کوشش وکړ دټولو ترمخه يي په بټاله کې دمولانامحمد حسين بتالوى سره ليدنه وکړه اوپه ډير مهارت سره يي هغه په خپل زهد او تقوا اعتمادي کړ ددې نه وروسته په امرتسر کې دمولانا عبدالله غزنوى سره چې يو صوفي مشربه عالم وو  ملاقات وکړ او هغه نه يي دعاوي واخستي همدرانګه په لاهور کې دعامو مسلمانانو اعتماد يي هم کسب کړ ځکه چې ځان يي ورته دتقوا او زهد يوه نمونه کړه . پدې مرحله کې داسلام مخالفينو سره يي دمباحثي او مناظرې بازار ګرم وساته او دخپل اسلامي غيرت مظاهره يي په هر ځاى کې وکړه او پدې لړ کې ديوانګريز داکتر ( ايچ ،  ډى ګريس چې د کرسچين کالج پروفيسرو مناظره وکړه چې پدې مناظره ميرزا غلام احمد په عوامو او خواصو کې داسلام يو غيرت مند مبلغ په صفت وپيژندل شو په لاهور کې ډير تعداد خلک دده طرفداران شول. دپلار دوفات څخه وروسته دې په کلي ډول ازاد شو او کوم قيد چې دپلار لخوا پده وو هغه ترې ليرې شو  سره  ددې چې څه مشکلاتو سره مخ شو بالخصوص مالي مشکلات چې دده ژوند يي ولړزاوه ځکه پلار يې (٨٠٠) روپى اخستې کله چې وفات شو نو يو سل اوتيا روپيو ته دغه تقاعد راپريوتو چې دمياشتي (١٥) روپۍ کيدى او هغه هم دمرزا صاحب دمشر زوى غلام قادر په نامه وي پدې شپو ورځوکې مرزا صاحب ډير قرضداره شو تردې چې دپلار جايداد يي هم ګرو کړ. ورثه يي محکمې ته عارض شول اوخپل حقوق يي ترې واخستل مرزا صاحب په ډيرې مايوسۍ او پريشانې حالت کې ژوند کولو، يو څه وخت فکر کولو وروسته يي بله دسيسه په کار واچوله چې هغه دپيرې او مريدي لاره وه دمال دراټولو او جاه غوښتنې لپاره په هندوستان کې ډيره مناسبه او بهتره وه پدې مرحله کې به يي په جرايدو اواخبارونو کې داسلام مخالفينوته چلينج ورکولو چې (١٨٧٧) نه تر (١٨٧٨) زيږديز کال پورې دغه سلسلې ته دوام ورکړ دې کار يې د پيژندګلو او تعارف دايره نوره هم پراخه کړه اودې يي داسلام ديومجاهد په حيث خلکو ته ورپيژند.
پدې وخت کې ديوبل مهم کار اعلان يي وکړ او هغه داچې په اخبارونو او جرايدو داسې اعلان راغى چې د ( براهين احمديه) په نامه کتاب يي ليکلي چې په پنځوس جلدونو مشتمل دى او پدې کتاب کې دري سوه دلايل د اسلام په حقانيت او دقرانکريم په صداقت ليکل شوى دى که داسلام مخالف ددې رد او جواب وليکي اودخپل دين حقانيت ثابت کړى  لس زره روپۍ انعام به دى مخالف ته ورکول کېږي .پدې شکل باندې يي غوښتل چې د مسلمانانو زړونه لاس ته راوړي دى سره سره يو بل اعلان يي هم په اخبارونو کې نشر ته وسپاره چې ددې کتاب دنشر او طبع کولو لپاره اعاني اوکومک ته ضرورت دى او مسلمانان دي پدې ثواب کې ځان شريک کړي . مسلمانانو دومره کومک وکړ چې د دغه ٥٠ جلده کتاب دچاپ څخه څو چنده زيات وو مرزا صاحب په خپل کار کې حد څخه هم زيات کامياب شو اوډيري زياتې روپۍ يې لاس ته راوړي خپل قرضونه او ګروي يي پرې خلاصې کړي په (١٨٨٠) کې  ددې کتاب دوه جلده نشر شول چې اول جلد د فهرست شکل لرو او په دوهم جلد کې يو څه نثر لږ نظم يوه حصه متن او يوه اندازه حاشيه باندې مشتمل وو چې د دواړو جلدونو مجموعي صفحې (١٣٨) وي دوه کاله وروسته په ١٨٨٢ زيږديز کې تغيراوانحراف پيداشوى وو چې دې جلد کې د الهاماتو په مفهوم باندې بحث کړي وو او دهغه اقسام يي بيان کړي وو او ځان ته يي دالله (ج) لخوا دابراهيم او مدثر خطاب کړي وو په ١٨٨٤ زيږديز کې څلورم جلد چاپ او نشر شو چې دي کې دتير جلد نه انحراف نورهم زيات شوى وو اوهمدارنګه پنځم جلد هم نشر شو او پدې جلد کې يي ځان دحضرت مسيح (ع) سره تشبيه کړى وو اوليکلې يې دي چې زما فطرت او دحضرت مسيح ع فطرت ډير زيات مشابه دي لکه يو جوهر اودوه ټوټې ياديوې ونې دوه ګلان داسې حيثيت لري. پدې جرياناتو کې يې روپې هضمې کړي اولوبه يي ختمه کړه په همدې وخت کې يې خپلو مريدانو ته وظيفه ورکړى وه چې دعامو خلکوپه اذهانو کاروکړي او غوږونو ته يي ورسوي چې مرزا صاحب مستجاب الدعوات دى دهر مصيبت اومشکل لپاره چې دعاوکړي دعايي قبليږي . خومهمه خبره داده چې په دعا اقلاً (٥٠٠) روپۍ شکرانه ورکړاى شي چې په هغه وخت کې دا ډيري زياتې روپې وي مريدانو يي دا بازار هم ډير تود اوګرم وساته او ډېرې روپي يې په لاس راوړي

د غلام احمد قادياني امراض:

 په خپلو ليکنو کې يې دډيرو امراضو څخه شکايت کړى دى چې ځنې يي دادي :ددماغ ضعيفوالۍ، سردردي ، کم خوني ، قولنج ،بد هضمې اسهال او تش جوابي چاى، چې بالاخره له اسهال څخه مړ هم شو.
قادياني فتنه په دري مرحلو ويشو!
١- ١٨٨٢ نه تر ١٨٩٠ زيږديز پورې پدې مرحله کې مرزا صاحب دالهاماتو دعوى کړي او ځان مجدد او دمسيح (ع) په مثل ګڼې چې دحضرت عيسى دنزول نه يي انکار کړى.
٢- ١٨٩١ زيږديز څخه ١٩٠١ زيږديز پورې او پدې مرحله کې يې د موعود مسيح او معهود مهدى دعوي کړى ده .
٣- ١٩٠١ نه تر ١٩٠٨ زيږديز پورې چې پدې مرحله کې يې دنبي اورسول دعوي کړى .
عبد الرحیم صراف

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: