ایمان | عقاید او اړوندعبادات، فضایل او آداب

د فتنو په عصر كې د مسلمان كړنلاره

د دجال فتنه به څرنګه وي؟

بسم الله الرحمن الرحيم
د كهف سورت د دجال له فتنې سره ډير ژور تړاو لري، د قوي او مستندو احاديثو نه ثابته شوې ده چې څوك د جمعې په ورځ سورت كهف ولولي نو د د جال له فتنې نه به خوندي وي، په ځينو احاديثوكې د پيل د لسو ايتونو او په ځينو كې د پاي د لسو ايتونو يادونه شوې.

د دجال په هكله خورا زيات قوي او مستند احاديث راغلي دي. له دغو احاديثو نه چې كومې خبرې په ډاګه زمونږ مخې ته راځي، په هغو كې ډيرې مهمې خبرې دي:
لومړۍ خبره دا چې هغه به په څرګنده توګه د كفر او د الله (جل جلاله) د نه منلو بيرغ راپورته كوي، او همدې لور ته به بلنه كوي، او د خدايۍ دعوه به هم كوي.

دويمه خبره چې له دغو احاديثو څخه ثابتيږي، هغه دا ده چې دى به په بشپړه توګه د فطرت او قدرت په طاقتونو برلاسى وي. لومړۍ خبره په احاديثو كې په داسې ډول بيان شوې چې د ده په ټنډه به ك، ف، ر (كفر ) ليكل شوى وي، دويمه خبره په احاديثو كې په بيلا بيلو ډولونو باندې داسې بيان شوې چې د هغه غږ به په ختيځ او لويديځ كې واورول شي، د كلونو مسافه او فاصله به په ساعتونو او دقيقو كې لنډه كړي، باران به هم و اوروي او پټي به هم راشنه كړي، د پټي او كښت په محصول كې به هم بې ساري زياتوالى راولي.

دريمه خبره چې په بيلابيلو ډولونو بيان شوې، هغه دا ده چې د ده اغيز به په ډير حيرتناك ډول باندې خلكو كې نفوذ وكړي. دا خبره په حديث كې په دې الفاظو كې بيان شوې ده چې سړى به سهار مسلمان وي خو ماښام به كافر وي. پردې برسيره دا خبره هم بيان شوې ده چې هغه مهال به د ايمان په لار تلل ډير سخت او ستونزمن او د کفر پر لار به تلل ډير اسان وي. له ده سره به يو جنت وي، چا چې د ده خبره ومنله، نو د هغه به د جنت ژوند وي، او چا چې د هغه خبره ونه منله، د هغه ژوند به د دوزخ ژوند وي. دا وو د هغه د ځانګړتياوو لنډيز.
د دې احاديثو په ليدو سره يو شمير معاصرو خلكو ويلي چې ګواكې دجال د كوم شخص نوم نه دى بلكې دا په اصل كې د يوه بشپړ تهذيب او تمدن نوم دى، او لويديځوال تمدن د خپلو ځانګيړنو پر اساس له هماغه ځانګړتياوو نه ډك دى چې يادونه يې په دغو احاديثو كې شوې.

زما په اند دا نظريه په كم فهمۍ بنا ده. ځكه په ځينې صريحو احاديثو كې په څرګنده توګه د يو شخص په اړه يادونه شته او له همغه سره دا ټول شيان تړل شوي دي. د دې پر ځاى چې انسان په قران باندې د پوهې لپاره خپل عقل او پوهه وكاروي، هغه په دې هيله وي چې قران او احاديثو ته داسې معنى ورواغوندي چې د ده د عقل او پوهې سره برابره راشي.
زمونږ دا ايمان او يقين دى چې قران مجيد د هر عصر لپاره راغلى دى، او رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) چې په كومو الفاظو كې د دجال د فتنې ذکر كړي، هغه ډير سخت الفاظ دي، رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي: هر پيغمبر خپل امت ته د يوې فتنې په اړه خبر وركړى او زه يې هم خبروم. په يوه دعا كې چې رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) به زياتره غوښتله د: و اعوذ بك من فتنة المسيح الدجال، الفاظ هم شامل دي.

منځلارى نظر

پدې مسئله باندې د پوهيدو لپاره زه د دې دواړو په منځ منځ كې يوه لار را وباسم او هغه داسې چې كوم احاديث چې په سورت كهف كې د دجال له فتنې سره تړاو ورکړل شوی دی، هغه هم پخپل ځاى درست او په حقه دي، او د هرې زمانې لپاره، يوازې د نن يا د هغه مهال لپاره چې قرآن پکې نازل شوى او يا د نن نه پنځلس سوه كاله وروسته لپاره هم نه بلكې تركومه پورې چې انسانان موجود وي د قرآن دا برخه به په همدغه ډول د رڼا او لارښوونې سرچينه وي څنګه به چې په واقعي توګه په هغه زمانه كې وي، كله چې د دجال څيره راڅرګنده شي. له همدې لحاظه زه په دوو شيانو كې توپير كوم: چې يو د دجال شخصيت دى، او دويم د هغه د فتنو ځانګړتياوې.
زما په اند د دجال د فتنو ځانګړتياوې په هر دور كې په يوه بڼه نه يوه بڼه باندې موجوديږي،او نن زمونږ په دور كې هم كه سترګې وغړوو نو هغه موجودې دي، نن هم انسان پخپله خداى جوړ شوى، په څرګنده توګه يې دا خبره اعلان كړې ده، چې ګواكې الله (جل جلاله) ته د انسان په كړو وړو كې د مداخلې او لاسوهنې څه اړتيا نشته. د انسان واك او اختيار، د فطرت په طاقتونو باندې ورځ په ورځ پراخيږي او په تيزۍ سره روان دى. د اغيز او نفوذ چې كوم وسايل نن پيدا شوي هغه په اصل كې ډير ژر د انسان په ذهن او ايمان كې ژور او د حيرانتيا وړبدلون راولي، او دا كيفيت په سترګو وينو چې سړى نن يو ډول وي سبا ته بل ډول.

په دې لحاظ، كه چيرې مونږ سورت كهف ولولو نو له پيل نه نيولې تر پايه به د دې هر يو ايت مونږ ته پخپل دور كې د لارښوونې د يوې ځانګړې رڼا او لارښود په توګه تر سترګو شي. ما د دې سورت د منځ نه يو څو ايتونه غوره كړي، چې په هغو كې يوه مكمله نسخه وړاندې كړى شوې ده. كه چيرې سړى پدې باندې منګولې ټينګې كړي، نو هغه د فتنو د هغو ټولو ځانګړتياوو نه خپل ځان خوندي ساتلى شي،چې د هغو يادونه په صحيح او مستندو احاديثو كې شوې ده.
وَاتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنْ كِتَابِ رَبِّكَ لا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ وَلَنْ تَجِدَ مِنْ دُونِهِ مُلْتَحَدا
وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطاً
وَقُلْ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُر-  الكهف ۱۸: ۲۷ ــ ۲۹

ژباړه:
او اى محمده! د خپل رب هغه كتاب خلكو ته ووايه چې تا ته وحې شوى دى د هغه خبرې هيڅوك نشي بدلولى او نه به له هغه پرته په هيڅ ځاى كې پناه تر لاسه كړاى شې. او له هغو كسانو سره خپل زړه ډاډمن كړه چې خپل رب سهار او ماښام رابلي. او د هغه خوښي ترلاسه كول يې يوازينۍ هيله وي. ستا سترګې بايد له هغوى نه وانه وړي. ايا ته د دنيا ښكلا خوښوې؟ او د هغه چا مننه مه كوه چې د هغه زړه مو له خپل ذكر نه غافل كړى، په خپلو خواهشاتو پسې روان او د ژوند كار يې له پولې وراووښتى دى.
او اى محمده ! د خپل رب له لوري په زغرده حق ووايه. څوك چې ايما ن راوړي ايمان دې راوړي. او څوك چې كافر كيږي كافر دې شي.

د خلاصون نسخه

كه وغواړم چې د دې ټولې برخې لنډيز وړاندې كړم نو هغه قران، ورورولي او د دعوت كار دى.
پدې برخه كې دا درې اصول بيان شوي دي، چا چې دا درې واړه په كلكه ونيول، يعنې د الله كتاب، د خپلو مسلمانانو ورونو سره د ورورولۍ اړيكې، او د حق لور ته دعوت… دا په اصل كې هغه نسخه ده چې سړى په هر دور كې له هغو فتنو نه خوندي ساتلى شي چې د دجال په څير د ده په ايمان پورې نښتې وي.
راځئ چې هر يو يې بيل بيل وګورو چې قران يې په اړه څه فرمايي، او په دې ټولو كې هر يو څومره زمونږ لپاره ارزښتناك كيدې شي، او په څه ډول يې مونږ په كلكه نيولى شو ترڅو خپل ځان پرې وروزو او خپل شخصيت پرې جوړ كړو.

1.    له قران سره اړيكې:

د درې ګونو اصولو لومړنى اصل، د قران سره تړاو دى. الله (جل جلاله) فرمايي:
(او تلاوت وكړه د هغه شي چې تا ته يې وحې شوې ستا د پروردګار له لوري.)
معنا دا چې د هغه کتاب تلاوت وكړه چې تا ته يې وحې شوې، او ستا د پروردګار له لوري راغلى دى، څرګنده ده چې لدې نه مراد قران دى چې اوس مهال زمونږ په لاسونو كې دى، او زمونږ په كورونو كې هم شته، او پدې اړه خو زمونږ ايمان دى چې دا د الله له پلوه نازل شوى دى.

د تلاوت معنى يوازې لوستل نه دي، د لوستلو لپاره په عربي كې د قرائت لفظ كارول كيږي، د تلاوت لفظ په خپل منځ كې جامعيت لري، په عربي ژبه كې دا لفظ په ا صل كې د يو شي په بل پسې د تللو لپاره كارول كيږي.
څرنګه چې په قرائت كې هم الفاظ يو په بل پسې راځي، له همدې كبله د تلاوت لفظ هم د لوستلو په معنى وكارول شو. خو په قران كريم كې چې په بيلابيلو ځايونو كې دا لفظ په كوم ډول راغلى، له هغه نه دا جوتيږي چې په ژبه لوستل، ځان پرې پوه كول، خپل ځان ته يې جذبول، د هغې خپرول، عمل پرې كول، دا ټول مفاهيم پدې كې شامل دى. ګواکې چې بايد زمونږ شخصيت، ذهن، زړه، روح او زمونږ عمل د هغه كتاب سره يو كلك تړاو ولري کوم چې د الله له لوري نه يې وحې شوې ده. دا د ټولو نه لومړى شى دى. ځكه كه څومره تورتمونه او تيارې خپرې شي، خو بيا به هم دا د رڼا سرچينه د تل لپاره موجوده وي او په داسې ډول به پاتې وي څنګه چې له نن نه ۱۴ سوه كاله مخكې وه.
د دې كتاب سره د زړه، دماغو او د ذهن د كلك تړاو نه پرته په مونږ كې هيڅوك هم دا خوب نشي ليدلى، نه څوك خپله روزنه كولى شي، نه خپل ځان بيلګه جوړولى شي، نه د دعوت كار كولى شي، بلكې هيڅ كار نشي كولى، تر څو پورې چې د الله د كتاب سره كلك تړاو نه وي.دا هغه كتاب دى چې خپل اوريدونكي يې بدل كړل، د هغوى موخې او عزمونه يې بدل كړل، د ژوند سرچينه يې وربدله كړه او په پاى كې يې خپل پيروان په نړۍ كې قائدين او لارښودان جوړ كړل. همدې كتاب د دوى ايمانونه پياوړي كړل، او ايمان يې د دوى په زړونو كې ننويست، او د دوى خپلمنځي اړيكې يې لاټينګې كړې. په دوى كې يې دننه د مننې او وفادارۍ صفتونه راپيدا كړل، او دوى نه يې يو پياوړى ټولګى جوړ كړ. نن هم كه څوك دا كار تر سره كولى شي نو يوازې پر همدې كتاب به يې تر سره كولى شي.بهرنۍ نړۍ كه هر څومره مونږ په خپلو دامونو كې راګير كړ ي يو، خو كه د دې كتاب د تلاوت سره زمونږ اړيكې ټينګې وي، نو ارومرو به تيارې په رڼاګانو بدليږي.
د قران كريم په اړه ويل شوي چې داسې كتاب دى چې په هغه كې څوك تغير او تبديل نشي راوستلى. نه له وړاندې نه او نه له شا خوا نه، څه باطل ورننوتى شي. دجال چې كله هم راځي نو رابه شي خو كه د دجال پيروان د خپل لوري نه هر څومره هلې ځلې وكړي چې د ايمان په قلعه كې سورى پيدا كړي، نو په هغې كې د سوري پيدا كولو هيڅ ګنجايش نشته.

له همدې كبله الله (جل جلاله) فرمايي:
(وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيز ٌ * لا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيد) حم السجده۴۱ــ۴۲
ژباړه: او په رښتيا چې دا قران غوره او بې مثله كتاب دى، نه ورته د مخې له لوري باطل راتلاى شي او نه د شا له لوري.دا د حكيم او ستايلي شوي ذات راليږلى كتاب دى.
دا كتاب د ټولو خزانو څخه غوره خزانه ده. كه چېرې يو شخص د يو څه په اړه سوچ وكړي ترڅو يې راټول كړي يايې ترلاسه كړي، په دې اړه ښه کلک عزم او هوډ ولري، او په زړه کې ورته د خورا زيات قدر او ارزښت په سترګه هم ګوري، لدې کبله چې تر ټولو شيانو څخه يې غوره بولي، خو له دې ټولو شيانو څخه كه غوره شى شته هغه د الله كتاب قران دى. الله (جل جلاله) فرمايي:
(هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ) يونس ۱۰: ۵۷
دا كتاب د هغو ټولو شيانو څخه غوره دى چې دوى يې راټولوي.

دا كتاب د هغو ټولو ناروغيو درملنه ده چې د سړي په زړه كې رامنځ ته كيږي. دا پخپله شفا ده، د شفا نسخه ده، او د هغو ټولو ناروغيو درملنه ده چې زمونږ په زړونو كې موجودې دي. الله (جل جلاله) فرمايي:
وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ – يونس ۱۰: ۵۷
دا د زړونو د ناروغيو لپاره شفا ده.
پدې كې د ننه هغه نور او رڼا پرته ده چې د سړي د ننه او بهر ژوند دواړه رڼا كوي.

قرآن به څه وخت موږ ته ګټه راورسوي؟

د دې كتاب خورا ډيرې ځانګړتياوې پخپله په دې كتاب كې بيان شوي. خو دا خبره په ډاګه ورسره بيان شوې چې ترڅو پورې سړى خپل ځان دې كتاب ته ونه سپاري، ايمان پرې رانه وړي، خپل ځان د هغه په مخ كې وانه چوي، او له ده سره مضبوطې اړيكې ونه ساتي تر هغه وخت پورې به دا كتاب ده ته گټه ورونه رسوي.
قران كريم د خپلو هغو لومړنيو لوستونكو حالتونه هم ذكر كړي چې هغوى پخپله قران مجيد د رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) څخه اوريدلى، ځانونو ته يې جذب كړى، عمل يې پرې كړى، او د هغه پيروان شوي دي. له هغو حالتونو څخه په ډاګه كيږي چې د دوى د قران مجيد سره څومره ژورې اړيكې وې.
د دوى آواز يوازې پر ژبه نه وه بلكې د دې پرځاى يې اواز په زړونو كې دننه وه، داسې حالت به وه چې كله به قران كريم لوستل كيدو نو دوى به د خپل ايمان زياتيدل محسوسول. زړونه به يې ليوني شول، له سترګو نه به يې اوښكې روانې شولې، پوستكي به يې نرم شول او ويښته به يې زيږه زيږه شول.
دا د قران پخپله څرګندونه ده، د كوم بهرني تاريخ پوه بيان كړى شوې كيسې نه دي. قران پخپله په ډاګه كړې چې پر لوستونكو او اوريدونكو به يې څنګه كيفيتونه راتلل. دا ټول كيفيتونه د تلاوت په لفظ كې شامل دي، خو كه چيرې د قران كريم لوستل په هغه ډول وكړى شي، څنګه يې چې كول پكار دي ؟ الله (جل جلاله) فرمايي:
د الله (جل جلاله) د كليماتو لپاره هيڅ شى بدلوونكى نشته او تاسې به پرته د هغه نه هيڅ ځاى د پناه پيدا نه كړئ. (۱۸: ۲۷ )
كله چې د هر لوري نه د باطل حملې وي، باطلې فتنې، باطلې فلسفې، باطلې نظريې او باطل خيالات په سړي باندې راغونډ شوي وي، او له بيلابيلو لارو نه په سړي كې د ننوتو هڅې كوي، په داسې حالاتو كې يوازې يوه غيږ د پناه ده چې هغه قران دى ! څنګه چې ماشوم د مور غيږ كې ځان وراچوي او پوهيږي چې پر دغه مهال له هرې فتنې څخه خوندي دى، همدا ډول كه سړى خپل ځان، خپل زړه، او خپل روح د قران په غيږ كې ورو اچوي نو بيا دى د هغو ټولو د ښمنانو څخه خوندي كيږي چې د څلورو واړو لوريو څخه د ده په ايمان او زړه باندې حملې راوړي.
په دې ايت كې يوه بله خبره په ځانګړې توګه ياده شوې، فرمايي: (لا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ) يعنې د الله (جل جلاله) د خبرو لپاره هيڅ شى بدلوونكى نشته.
د دې خبرې ارزښت په هره زمانه كې د قران لوستونكو محسوس كړى دى.
خو څنګه چې مونږ په شلمه پيړۍ كې دا قران لولو، له همدې كبله چې كله مونږ د خپل عقل او علم سره سم پرې غور كوو نو مونږ ته په دې كې ډيره د حيرانتيا نه ډكه نقشه تر سترګو كيږي. دا لوستنه او مطالعه مونږ په داسې نړۍ كې ترسره كوو چې په هغې كې هيڅ شى هم په خپل ځاى ټينګ نه دريږي، نه د سړي خيالات پخپل ځاى ثابت پاتې کيږي، نه يې نظريې او فلسفې پخپل ځاى دريږي، نه يې د درملنې هغه طريقه پر ځاى پاتې کيږي، چې دى يې د خپلو ناروغيو لپاره لټوي او ورپسې ګرځي، ان تر دې پورې چې د جامو ډول يې هم پر خپل ځاى نه دريږي، سهار او ماښام بدليږي رابدليږي. ګواکې د تبديلۍ يو پرله پسې عمل دى چې روان دى. د لويديځ مفكرين بار بار پدې اقرار كوي چې په تيرو ۵۰ كلونو كې چې په څومره تيزۍ سره دا د حيرانتيا وړ بدلونونه د انسان په خيالاتو او نظريو راغلي دي، د دې كومه بيلګه او مثال په انساني تاريخ كې نه ترلاسه كيږي. لنډه دا چې د ساينس هغه نظريې او حقيقتونه چې له پيړيو نه يې انسان ريښتيني ګڼي او باور پرې كوي، خپل دين او ايمان ترې ځاروي، هغه پخپل ځاى بدل شوي او ورو ورو همداسې بدليدو سره روان دي.
نن چې د چا نظريه د نړۍ پر فلسفو، نظريو، ساينس او پر اوسنۍ ټولنه پورې تړلې وي، هغه ښه پوهيږي چې د دې پيړۍ يوه ځانگړې نښه دا ده چې د بدليدو رابدليدو سره په مسلسله توګه مخ په وړاندې روانه ده. له همدې كبله نن ورځ انسان پر يو ځاى نه ټينګيږي، د هيڅ شي په اړه په يوه نظر نه پاتې كيږي، يوه شي باندې هم خپل لنګر نشي اچولى.
په داسې حالاتو كې الله (جل جلاله) وفرمايل چې هغه يوازينى كتاب دى، چې هيڅ ځواك يا طاقت يې نشي بدلولى، د زمانې له اغيز يا د كومې څيړنې په نتيجه کې پكې كوم بدلون نشي رامنځ ته كيدى، ځكه دا د الله (جل جلاله) خبره ده، د هغه له لوري څخه راغلې، هغه يې وحې كړې او د هغه كتاب دى. هغه د انساني مسايلو هغه فطري او مضبوطه د حل لاره وړاندې كړې چې د زمانې د بدليدو اغيز هم په کې د کوم بدلون لامل نشي كيدى. واقعا ً چې دا هغه كتاب دى چې كه چيرې نن سړى پدې څلي باندې خپل لنګر واچوي نو د ده كشتۍ به د هر ګرداب او طوفان څخه خوندي پاتې شي.
په قران كريم كې بيان شوي دي چې د فتنې په زمانه كې بايد سړى د قران لمن كلكه ونيسي، د قران تلاوت وكړي، او قران بايد په هغه ډول ولولي څنګه يې چې د لوستلو حق دى، ځكه دا هغه كتاب دى چې د زمانې د ټولو بدلونونو سره سره د ثبات او استقلال يوه بيلګه ده او د چا په غيږ كې چې پناه او راحت ترلاسه كيديشي هغه يوازې همدغه كتاب دى چې د ټولو فتنو او كړاوونو څخه ژغورنه وركولى شي.
دا هغه قيمتي او ارزښتناكې لارښوونې دي چې مونږ يې بايد په ذهن كې ونيسو ترڅو د خپل ژوند څه برخه ارو مرو د دې كتاب سره د تړاو لپاره وقف كړو، بايد دا كتاب په زړه او د ماغو كې كښينول شي خپل لارښود او دپناه ځاى جوړ كړى شي.

۲ ـــ د اهل الله وو سره اړيكې ساتل:

د فتنو څخه د ځان ژغورنې لپاره دويم اصل ورورولي ده، پدې اصل كې دوه خبرې دي، لومړۍ دا چې د كومو خلكو سره بايد اړيكې وساتل شي؟ دويمه دا چې د كومو خلكو سره اړيكې ونه ساتل شي؟ بلكې اړيكو پريښودلو نه كار واخيستل شي.
له هر څه نه وړاندې د اهل الله سره د اړيكو ساتلو لارښوونه شوې ده الله (جل جلاله) فرمايي:
له هغو كسانو سره خپل زړه ډاډمن كړه چې خپل رب سهار او ماښام رابلي او د هغه خوښي ترلاسه كول يې يوازينۍ هيله وي. (۱۸: ۲۸ )
دلته د صبر لفظ كارول شوى او صبر په عربى ژبه كې په اساسي ډول د تړاو او ټينګولو په معنى راځي. دلته دا لفظ په ځانګړو معناګانو سره كارول شوى چې وروسته به يې يادونه وكړو. زه دلته د صبر لپاره د اړيكو ټينګولو لفظ استعمالوم يعنې خپلې اړيكې د هغو خلكو سره ټينګې كړه چې خپل رب سهار او ماښام رابلي. د رب سره د تړاو لپاره قران دوه الفاظ كارولي يو لفظ د عبادت او بندګۍ دى: يعبدون، بل لفظ د بلنې او اواز كولو دى: يدعون، اكثره ځايونو كې دا الفاظ يو د بل پر ځاى هم كارول شوي دي لكه چې عبادت او دعا يو د بل په معنى راځي او د دواړو په منځ كې يو ژور تړاوشته.
عبادت خو دا دى چې سړى پخپل پوره شخصيت، او په مينه او عشق سره د هغه ذ ات بندګي وكړي چې د رب په توګه يې مني. داسې هم ممكنه ده چې سړى دې په عبادت كې لګيا وي، خو د دې سره سره، هغوى د خپل رب سره د دعا اړيكې نه لري، تاسې ته به ډير داسې خلك تر سترګو شي چې هغوى به وايي مونږ د الله په مينه كې دومره ورك يو چې مونږ ته د هغه نه د څه غوښتلو اړتيا نشته نه زمونږ دوزخ ته اړتيا شته نه جنت ته، اصل كې دوى د دعا اهميت او ارزښت نه پيژني، د عبادت او دعا په منځ كې خو يو ژور تړاو دى، په حديث كې راځي چې دعا د عبادت مغز ده، دا په اصل كې الله  جل جلاله رابلل دي، ايا د دعا په لفظ كې داسې خبره يا تعبير پټ شته چې د هغه له امله حديث د عبادت مغز ګڼلى دى؟ پدې اړه بايد غور وكړى شي، په قران او حديث كې د عبادت سره د استعانت لفظ هم كارول شوى لكه: (إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ  (الفاتحه ۱: ۴
مونږ يوازې ستا عبادت كوو او يوازې له تانه مرسته غواړو. له همدې كبله د عبادت د غوښتنو څخه يوه مهمه غوښتنه دا ده چې بايد د الله (جل جلاله) سره د استعانت يعنې د مرستې غوښتلو تړاو هم قايم وي.
پدې دور كې چې انسان په خپله سركشۍ، خپلسرۍ، پخپل قوت، ساينس او ټكنالوژۍ باندې نازيږي، په داسې حالاتو كې دا لارښوونه وركول كيږي چې هغه خلك دې ولټوي، چې خپل رب ته اواز كوي او د هغه لور ته بلنه وركوي، د هغوي سره دې اړيكې ټينګې كړي او پدې توګه دې يوه ټولنه رامنځ ته كړي.
كه تاسې غور وكړئ نو په بلنه او اواز كولو كې ډير شيان پټ دي.
لومړى شى دا دى چې سړى هغه چاته اواز كوي او راغواړي يې چې هغه دا باور ولري چې د هغه سره ځواك او طاقت شته زما مرسته كولى شي، نو تر څو چې د الله (جل جلاله) په ځواك او پوهه باندې باور نه وي، د هغه سره د دعا اړيكې نشي ټينګيداى.
دويم شى دادى چې الله (جل جلاله) اوري هم او ځواب هم وركوي، يعنې دا اړيكې كومې داسې هستۍ سره نه دي چې ګوندې هغه پور ته پر اسمانونو ناست دى او بس، د هغه په وړاندې دې يوازې سړى په سجده پريوزي او مننه دې وكړي، بلكې په حقيقت كې سړى هغه ذات ته اواز كوي او رابلي يې چې د هغه په اړه د ده پوره باور او احساس وي چې د ده اواز اوري، لكه چې هغه ژمنه كړې:
(وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ) البقره ۲: ۱۸۶
”او اى محمده ! كه چيرې زما بندګان ستا څخه زما په اړه پوښتنه وكړي نو هغوي ته وروښايه چې زه دوى ته نژدې يم. (ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ)  – المؤمن ۴۰: ۶۰
ما ته اواز كوئ، زه به ستاسې دعاګانې قبولې كړم.
نو په دعا كې دا عقيده او باور دواړه شامل دي چې الله (جل جلاله) په رحمت سره متوجه كيږي، اوري او دعا قبلوي.
خپله بندګي او د خپلې بې وزلي څرګندول او د خپلې بې وزلۍ احساس درلودل دا هم د دې يو اړخ دى، دا هم په بلنه او اواز كولو كې شامل دي، دا ټول شيان چې سره يوځاى شي نو د اړتيا، نيستۍ او بندګۍ تړاو د هغه ذات سره ټينګوي چې برلاسى هم دى عليم او حليم دى سميع او بصير هم دى، پدې سره د بنده او رب په منځ كې چې د دعا كوم تړاو دى د هغه يوه ځانګړې برخه په پوره وضاحت سره په ډاګه كيږي. ورپسې الله تعالى فرمايي:
”چې هغوى سهار او ماښام خپل رب رابلي او اواز ورته كوي“۱۸: ۲۸
د سهار او ماښام دوه معناګانې دي، يوه خو دا چې په واقعي توګه همدا سهار او ماښام ترې واخلو، چې پدې سره بيا مراد ترې لمونځ کيداى شي، ځكه همدا لمونځ دى چې دې كې سړى سهار او ماښام په ټاكلو وختونو كې الله ته اواز كوي او رابلي يې.بله معنى يې داسې كيدى شي، څنګه يې چې مونږ په خپلو خبرو اترو كې كار وو، چې فلانى شپه او ورځ دا كار كوي، يا له سهار نه نيولې تر ماښامه پورې پدې كې مصروف وي، پدې كې بيا د دوام او هميشه ډاريدلو معنى هم پرته ده. يعنې هغه خلك ولټوه چې له يو پلوه خو په هر كار كې الله يادوي، او بيا چې كوم كار الله تعالى ورسپارلى دى، يعنې پنځه وخته لمونځ په سهار او ماښام كې ترسره کول او په کې الله تعالى يادوي او اواز ورته كوي. په همدې توګه هغه خلك ولټوه چې د هغوي اړيكې خپل رب سره داسې ټينګې وي چې هره شيبه د دوي په زړونو كې د هغه د قدرت احساس، او د هغه په وړاندې يې پخپلو ځانونو كې د نيستۍ او بې وزلۍ احساس وي.
”هغه كسان چې د هغه د رضا غوښتونكي دي“۱۸: ۲۸
دلته د اواز كولو اصلي موخه او هدف په ګوته كړى شوي، په اصل كې خو بايد هر شى د الله  نه وغوښتل شي لكه چې همداسې حكم هم شوى دى، ان تر دې پورې چې په يوه حديث کې راغلي چې كه تاسې د څپلۍ تسمه هم غواړئ نو د الله نه يې وغواړئ. په حقيقت كې د هر څه نه غټ او مهم شى د هغه نظر او رحمت دى، دا هغه مهم شيان دي چې په لور يې دلته اشاره شوې ده.
په اصل كې نظر او وجه چې دلته راغلي د رحمت، خوښۍ او توجه لپاره كارول كيږي. د توجه لفظ د وجه نه اخيستل شوى، چې معنى يې د مخ ده. يعنې د الله جل جلاله د مخ د لټولو مطلب دا دى چې بايد د هغه رحمت، رضا او خوښي د سړي هدف وي، او مسلسل بايد همدا په نظر كې ونيول شي، چې پدې سره سړى د الله جل جلاله له توجه نه هم برخمن كيږي.
په اصل كې دا د هغوي هيله وه، خو دلته ورته د يُرِيدُونَ لفظ راوړل شوى دى، د يُرِيدُونَ معنى د ارادې كولو ده. د ارادې لفظ د هيلې د لفظ نه لږ وړاندې دى. غوښتل ځان ته شى دي، لټول ځانته او اراده ځانته. د ارادې په معنى كې هوډ او پريكړه هم شامله وي. له همدې كبله د تصوف په لړۍ كې صوفيان د هغه كس لپاره چې د دوى سره د تللو يا د دوي په لاره د تللو اراده كوي، د مريد لفظ كاروي، چې له ارادې نه وتلى، يعنې ده د دې خبرې پريكړه وكړه چې دى به په دې لار ځي. ګواکې د ده د ژوند موخه او د هغوي د لارښوونو هدف دا دى چې دى خپل رب ولټوي، د هغه رضا ولټوي، هغه خپل لوري ته متوجه كړي او سهار او ماښام هر وخت هغه ياد كړي. د هغه ذات سره خپلې اړيکې وساتي، چې د ده رب څښتن او روزونكى دى.

د صبر مفهوم او معنى:

قران كريم چې پدې ايتونو كې د اړيكو لپاره كوم لفظ كارولى دى، هغه صبردى. دا خورا عجيب لفظ دى، او په عجيبه سياق او سباق كې راغلى دى. په عربي ژبه كې د مينې لپاره د ربط لفظ هم كارول كيږي، خو دلته د صبر لفظ كارول شوى دى.
زما په فكر پدې كې هم يوه ځانګړې معنى پرته ده، او هغه دا ده چې په اصل كې خو اړيكې دا دي چې يو انسان د بل انسان لاس ونيسي او د خپل رب د رضا د لټولو په لار لاړ شي. خو پداسې اړيكو كې پاخه عزم او استقلال ته اړتيا ده. دا داسې اړيكې دي چې د دې په نتيجه كې سړى د خورا زياتو صدمو او ګواښونو سره لاس او ګريوان كيږي. كه چيرې سړى دې خبرې ته چمتو نه وي چې د صبر او زغم نه به هم كار اخلي نو د مينې او ورورولۍ اړيكې يې ټينګې نشي پاتې كيداى. دوه انسانان چې كله يو ځاى چيرته ځي نو د داسې خبرو سره مخ كيدل بايد په پراخه ټنډه او خواږه زړه ومني. له همدې كبله په نبوي حديث كې د هغه سړي ستاينه شوې ده چې د خلكو سره په ګډه يو ځاى ژوند كوي، او كه پدې كې ده ته څه تكليف رسيږي نو هغه زغمي او د صبر نه كار اخلي. زما په اند قران دلته د صبر لفظ د دې تعلق د پياوړتيا او استحكام او پدې لاره كې چې كوم د كړاوونو نه ډك شيان راتلونكي دي، د هغو په وړاندې د صبر سره قايم اوسيدل، د دغو ټولو معناګانو لپاره كارولى.
يو پلو ته يې وفرمايل چې خپلې اړيكې په اخلاص سره د دا ډول خلكو سره ټينګې كړه. او دا ځكه چې سړى يوازې او ځانته د دې خبرې تصور نشي كولى چې دى د فتنو په طوفان كې په سمه لار ټينګيدلى شي. نو ضروري ده چې د نورو خلكو مرسته او ملاتړ ورسره وي. دا د انسان د فطرت خبره ده چې كله يو له بل سره يوځاى كيږي او دوه كسان ترې جوړيږي، نو د مخالف قوتونو د مقابلې او د خپل كار د پرمختګ لپاره د دواړو په قوت كې په لوړه كچه اضافه والى راځي. ځينې خلكو خو دا خبره دې حدته ورسوله چې انسان يو ټولنيز حيوان دى، ځانته ژوند نشي تيرولى. خو دا هسې بيلې بيلې فلسفې دي، مونږ ته پكې د وړاندې تللو ضرورت نشته. اصلي خبره دا ده او زمونږ تجربه هم ده، او فطرت هم پرې شاهد دى چې هر كله انسان په ګډه او يو ځاى په يوه لار باندې ځي يا د منزل په لور وړاندې ګام اخلي او خپل منځي اړيكې ټينګې ساتي، نو د هغه په قوت كې به حتما هم په مثبت او هم منفي ډول د خپل پرمختګ، روزنې، د نفس د پاكونې او هم د فتنو د مقابلې كولو لپاره بې اندازې اضافه والى راځي.
خو په دې پسې وروسته يې فرمايلي دي:
”او له هغوى څخه هيڅكله نظر وانه ړوې“  ۱۸: ۲۸
يعنې ستا سترګې بايد د هغوي نه لرې اخوا ديخوا وانه وړي. په اصل كې چې كله سړى د فتنو په چاپيريال كې راګير شوى وي، او هلته په حقه ليار تلونكي او د حق لارې ډيرې كمې وي، هلته هغه كس ډير په درد راځي چې سړي ته لاس په لاس كې وركړي او اوږه په اوږه په حقه لار وړاندې ګام واخلي، هغه چې د خپل رب رضا سهار او ماښام لټوي. د داسې سړي د قدر او ارزښت احساس بايد دومره زيات وي چې د سړي نظر نه ترې بند شي، او نه ترې اخوا ديخوا واوړي بلكې په همدغو ملګرو پورې ميخ وي، بيا که د هغو قوارې او لباس هر څنګه وي، او د هغوي ژوند او دنياوي رتبه هر څومره وي. خو د ده نظر بايد پر همدوي باندې ميخ وي چې دا زما ورونه دي. دا زما ملګري، دوستان او مرستندويان دي، او زه بايد خپل ځان د هغوي سره تړلى وساتم. له دينه پرته سړى يوازې د روزنې، د حق دعوت او د جهاد ډګر نشي سر كولى.
د پام وړ خبره دا ده چې د سړي نظر د خپلو ملګرو نه ولې اوړي؟، او ولې سړى اخوا ديخوا په ملګرتياوو او خپلوليو پسې ګرځي ؟ دا خبره هم پدې ايت كې په سوچه او ډاګيزه توګه بيان شوې ده:
”ايا ته د دنيا ډول او سينګار خوښوې ؟“  ۱۸: ۲۸
دا حقيقت دى چې همدې د دنيا د ښايست او سينګار په لټولو كې د انسان اړيكې اغيزمنې كيږي. كه چيرې تاسې دا خبره د نن ورځې په ژبه بيانول غواړئ، نو داسې ويلى شئ چې د ژوند د معيار د لوړوالي په خيال كې اوسيدل. چې كله يو سړى په دنيا پسې لاس اچوي، او مراد له دنيا نه يوازې مال او دولت نه دى بلكې عزت او جاه، لوړه رتبه او ستاينه چې د اشتراكيت په ژبه كې ورته رياست او مملكت ويل كيږي…….دا ټول شيان په دنيا كې شامل دي، نو د ده سره د يو ځاى تلونكي ملګري عزت د ده په نظر كې كميږي. بيا د هغه لور ته نه ګوري او له سترګو نه يې ورو ورو غورځيږي.
دا د هر يوه سړي فطرت دى چې د پيروۍ او اتباع لپاره بيلګې او نمونې لټوي. كه چيرې تاسې د كوچني توب له ژونده نيولې تر اوسني ژوند پورې فكر وكړئ، او د خپلو احساساتو يو ځل جايزه واخلئ نو تاسې به ووينۍ چې كوم خلك ستاسې په مخ كې په بيلا بيلو ډولونو اوړيدلي راوړيدلي، ځينې مو خوښ شوي او ځينې مو نه دي خوښ شوي، ستاسې په زړونو كې به د تل لپاره دا هيله پيدا شوې وي، چې غټ شم او د هغه په څير شم. بيا چې سړى غټ هم شي په زړه كې يې هيله وي كه يو كس ښې او لوكسې جامې اغوستې وي او ډيرې ښې خبرې كوي، نو زړه غواړي چې كاشكې زه هم داسې واى. داسې څوك نه تر سترګو كيږ ي چې دا ډول هيلې دې ونه لري. نوپدې توګه سړى رنګارنګ بيلګې اخلي او په ذهن كې يې راغونډوي. بيا يې چې كومو بيلگو زړه وړى وي نو په هغو پسې روانيږي، او ځينې رد كوي او وايي په هغو پسې نه ځم. قران هم دلته لارښوونه وكړه چې ستا نظر د دنيا په ښايست كې نښتى پاتې نشي. د كومو خلكو چې د ژوند معيار د دنيا د ښايست او ښکلا په محور باندې تاويږي، هغوى خپله بيلګه مه جوړوئ او هغوي پسې د اقتدا كولو پخاطر خپل هغه دوستان پرې نه ږدئ چې هغوي بد حاله دي، په مال او معاش كې، په خبرو اترو كې، په رياست او مملكت كې كم دي بلكې خپل ځان د هغوي سره تړلى ساته. ستاسې د خپلې روزنې، د دعوت، د جهاد، بلكې په دنيا كې د غالب كيدو ټولې لارې، د داسې پياوړي ټولګي په رامنځ ته كولو كې پټې دي چې يو له بل سره كلك نښتى وي.
الله تعالى دلته د دري شيانو يادونه كړې چې پدې سره د هغو كسانو د بيلګې ځانګړتياوې په ډاګه كوي چې دنيا يې خپل اساسي هدف ګرځولې وي او منډې ترړې پسې وهي. نن هم كه تاسې وګورئ نو د دنيا فتنه موجوده ده، او هميشه به همداسې موجوده وي. او قران هم د پيل نه د دې يادونه كړې ده، زه نه وايم چې دا د نن زمانې پورې خاصه ده. خو دا چې زه يوازې همدا د نن ورځې دنيا ګورم، له همدې كبله دا په داسې زمانه كې وړاندې كوم چې د انسا ن د ټولې منډې ترړې محور يوازې دنيا جوړه شوې د ه. په ځا نګړې توګه په لويديځوال تهذيب او تمدن كې دا خبره په ډيره ناوړه توګه د انسا ن په ذ هن كې غورځول شوې ده چې ګواكې د افرادو او قومونو لپاره كه په دنيا كې كومه رتبه شته نو هغه مادي پرمختګ او د ژوند مادي معيار دى.       د شركتونو او كار خانو جوړول دي، دا د انسا ن لپاره د ژوند د غوره نه غوره معيارونه دي. سړى غوره هستوګنځى ولري، غوره وظيفه او ښکلى لباس ولري ـ ـ ـ ـ ـ ـ دا هغه شيان دي چې د انسان د پرمختګ بشپړه بيلګه پرې قايميږي. په مونږ كې كه څوك ځا ن څومره وساتي، بيا به هم دا خيالات په بيلابيلو ډولونو او طريقو باندې ده ته ورننوزي. كه يې چيرې كتل غواړو نو خپلو څلورو لوريو ته يې كتلى شو. د دې د حل لاره دا ده چې سړى د هغه تولګي سره يوځاى شي چې د غوره بيلګې درلودونکي وګړي وي، په هر كار كې الله تعالى يادوي او ذكر يې كوي او د هغه د رضا او خوښۍ پلو ته يې نظر وي. دا ټولې خبرې هم د صبر په جامع مفهوم كې پرتې دي.
د الله تعالى نه د غافلو خلكو سر ه اړيكې شكول:
د ورورولۍ د اصل لاندې دويمه لارښوونه دا ده چې د كومو خلكو سره بايد اړيكې پرې شي؟ هغه څه ډول خلك دي چې بايد د هغو خبره ونه منو، هغو پسې ولاړ نه شو، د هغو سره اړيكې ونه ساتو، هغوي ته په داسې هيله ونه ګورو چې مونږ هم د هغوي په څير شو؟. الله تعالى د دا ډول خلكو درې صفات بيان كړي. الله تعالى فرمايي:
” او د هغه چا اطاعت او مننه مه كوه چې د هغه زړه مو له خپل ذكر نه غافل كړى، په خپلو خواهشاتو پسې روان او د ژوند كار يې له پولې ور اووښتى دى “ ۱۸: ۲۸
يو پلو ته يې وويل: واصبر، خپل ځان د دا ډول خلكو سره وتړه، لدې ورسته يې بيا وويل: ولاتطع، او د هغو خلكو مننه مه كوه. دلته د نه مننې څخه يوازې دا مراد نه دى چې څوك مونږ ته ووايي چې دا كار وكړه او مونږ يې ونه كړو، بلكې لدينه مراد دا دى چې په هغو پسې منډې مه وهه، شا ته پسې مه روانيږه، د هغو كړنلاره مه غوره كوه، هغوي پدې هم پوه كړه چې مونږ خو بايد همداسې وكړو. دا ټول شيان په مننه كې شامل دي.
د لته درې ځانګړتياوې بيان شوې دي كومو خلكو چې دنيا خپل هدف ګرځولې، په هغوي كې دا ځانګړتياوې پيدا كيږي. د وګړو د ژوند، د قومو نو د ژوند او د ټولنيزو فلسفو جايزه واخلئ دا درې واړه خبرې په دوي ټولو باندې په بشپړه توګه سمې خيژي.
لومړۍ دا چې د هغه زړه مونږ د خپل ياد نه غافل كړى، او دى د خپل نفس د هيلو په پوره كولو پسې روان دى. د دا ډول سړي هر كار به د اعتدال له حد نه اخوا اوړي.
قران كريم د زړه لفظ يوازې د غوښې هغې ټوټې ته نه كاروي چې په جسم كې دننه وينه پمپ كوي بلكې د هغه زړه د مفهوم لپاره يې كاروي كوم چې د انسان د شخصيت مركز دى او هلته د ده ارادې، ارزوګانې، هيلې، او عزايم روزنه ترلاسه كوي، يا هغه خوځښتونه ترلاسه كوي چې د هغو لاندې دى عمل كوي او خپل ژوند تيروي. كوم زړه چې د الله تعالى له ياد څخه غافل كيږي، په هغه كې هيڅكله د الله تعالى د شتون ګنجايش نه وي. كيدى شي چې سړى پينځه وخته جومات ته ولاړ شي، كليسا ته ولاړشي، يا بلې عبادت خانې ته ولاړشي، په خپل ليك كې، وعظ كې د الله تعالى نوم واخلي خو هغه شى چې د شخصيت مركز دى او ټولې ولولې، شوقونه له هغه ځايه سرچينه اخلي، ټول عزايم او ارادې هلته ريښې نيسي، هغه زړه د الله تعالى د ياد نه خالي وي. الله تعالى (عن ذكرنا) وفرمايل نسبت يې خپل لور ته وكړ، يعنې د الله تعالى نه د ده زړه غافل وي. دا انجام او پايله ده د هغه چا چې دنيا پسې روان دى او هغه يې اساسي هدف ګرځولى.
له همدې كبله يې لومړى دا لارښوونه وكړه چې ګورئ هغو خلكو پسې هيڅكله ولاړ نه شئ، چې د هغوي په اړه تاسې احساسوئ چې د هغوي په شخصيت كې، په زړونو كې، په دماغو او روحونو كې هيڅكله د الله تعالى ياد نشته. هغوي دا سوچ نه كوي چې د الله تعالى رضا په څه كې ده؟، د الله تعالى خوښي او ناخوښي په څه شى کې ده؟. د ټول ژوند پلانونه پرته له اړتيا نه د الله تعالى لپاره سرته رسوي. له سهاره نيولې تر ماښامه پورې پرته له څه اړتيا نه الله تعالى ته خپلې منصوبې جوړوي، كه په كور كې دننه وي يا د باندې او يا بل چيرته خپلې منصوبې جوړوي. د دوي تلل راتلل، اخيستل پلورل او هر شى د دې خبرې نه خالي وي چې پدې كې د الله تعالى رضا څه ده ؟، د هغه رضا په څه شي كې ده؟ او د هغه خوښ او ناخوښ څه شى دي ؟.
دا د الله تعالى نه د انكار كولو پلو ته اشاره نه ده. دا خبره په ځانګړې توګه د سوچ او فكر وړ ده چې د الله تعالى څخه انكار خو بيخي جلا او ډير غټ شى دى. د الله تعالى څخه خو انكار ډير لږ خلك كوي. لكه چې لومړى هم همدا حال وه او اوس هم همدا حال دى. البته دا سوچ او فكر حتمي رامنځ ته كيږي چې ګوندې ــ العياذ بالله ــ د الله تعالى شتون ته اړتيا نشته. الله تعالى بې ګټې دى. په ژوند كې د الله تعالى هيڅ مقام نشته. د نړۍ پيداكوونكى هيڅوك نشته. د الله تعالى لپاره په زړه كې، په روح كې، په عقل كې، په فلسفه او نظام كې هيڅ ځاى نشته (نعوذ بالله ). دا د هغې خبرې پايله ده چې زړه د الله تعالى له ياد نه غافل وي !
د الله تعالى له ياد نه د غافل زړه دوهمه ځانگړتيا دا ده چې د هغه د ټول ژوند منډې ترړې د هغو شيانو په ترلاسه كولو كې لګيږي، چې د ده زړه او هوس يې غواړي. پر دې برسيره د دا ډول خلكو په ژوند كې هيڅ لوړ مقصد او يا كوم اصلي هدف نه په نظر كې وي او نه د دوي د دلچسپۍ لامل ګرځي دا دويمه بيلګه او نمونه ده چې بايد سړى ترې ځان وژغوري.
دريمه خبره دا ده چې كه چيرې د چا ټولې هلې ځلې، د سهار نه تر ماښامه يوازې پدې شي پورې تړلې وي چې خپلې هيلې څرنګه تر سره كړي، نو د دې مطلب دا دى چې دى په ناسمه لار روان دى. د اعتدال د پولې نه اوښتى دى. د ده دوستي وي او كه دښمني، خوښي وي او كه ناخوښي، هر شى يې د اعتدال نه اوښتي وي. هر څه يې چې غوره كړي دي د اعتدال نه پكې او ښتى دى. كه يې په ټولنيز ژوند كې د انسان د مسايلو د حل لاره راويستلې، نو د پولې نه پكې اخوا اوښتى، او كه يې د بل څه د حل لاره راوستلې نو په هغه كې يې د حد نه تجاوز كړى. د دې رويې پايله دا راوزي چې انسان خپل سرى او پوچ خولى كيږي او خپل ځان الله تعالى نه بې احتياجه ګڼي. دا د دې خبرې ثبوت دى چې سړى د الله تعالى د كتاب سره اړيكې شكولي او د الله تعالى په وړاندې د خپلې بې وزلۍ او نيستۍ له احساس نه بې احتياجه شوى دى. همدا د دنيا ژوند يې خپل معيار ګرځولى او په همدې پسې روان دى.
دا درې داسې صفات دي چې د دې په اړه يې وويل: چې ګوره په كوم كس كې، يا په كومو خلكو كې، يا په كومه ټولنه يا په كوم تهذيب او تمدن كې چې دا موجود وي، هغه خپله بيلګه، خپل پيشوا او خپل لارښود، مه جوړوه. هغوي پسې مه ځه بلكې خپلې اړيكې د هغو خلكو يا د هغې ټولنې سره ټينګې كړه، چې د هغوي د سهار او ماښام د ذكر محور الله تعالى او د هغه رضا او خوښي وي.

۳ ــ د الله تعالى لور ته بلنه:

انسان ته ورپيښې بې شميره فتنې چې له دننه او بهر نه، د ده د ايمان او عمل د لوټولو او بربادولو لپاره په ده پسې روانې دي، له هغو نه د خونديتوب لپاره پدې قراني نسخه كې دريم اصل دا بيان شوى چې د حق لور ته بلنه وركړي او د الله تعالى لور ته د بلنې دنده تر سره شي.
الله تعالى فرمايي:
”او اى محمده ! د خپل رب له لوري په زغرده حق ووايه. څوك چې ايما ن راوړي ايمان دې راوړي. او څوك چې كافر كيږي كافر دې شي“ ۱۸: ۲۹
يعنې حق خو هغه كيدى شي چې الله تعالى دركړى. د كوم شك او شبهې ګنجايش پكې نشته. پر همدې باندې تا ته لارښوونه كيږي چې دا وړاندې كړه او خلكو ته ووايه چې حق ومنئ. بيا د دې خبرې پروا مه كوه چې څوك يې مني او څوك يې نه مني. دا كار خو يوازې ترسره كول دي، برابره ده كه يې خلك ومني او كه يې ونه مني. منل او نه منل د هر سړي خپل كار دى. ځكه الله تعالى هر چا ته واك او اختيار وركړى، ازادي يې وركړې چې څه يې خوښه وي ودې كړي. په دنيا كې همدا د انسان ازموينه ده. له همدې كبله الله تعالى وفرمايل: چې د دې خبرې د پروا كولو نه پرته خپل كار روان ساته چې څوك يې مني او كنه. د خلكو منل يا نه منل د هغوي خپله كاميابي يا ناكامي ده. تا نه د دې خبرې پوښتنه نه كيږي. پدې خبرې سره د مايوسۍ دروازه تړل كيږي او د الله تعالى په لاره كې د هڅو كولو او د هغه د رضا د ترلاسه كولو لپاره نوې ولوله او جذبه ترلا سه كيږي چې د ډاډ او اطمينان لامل ګرځي.
د قران كريم دا ايت زمونږ لپاره د ډير ارزښتناكه درس حيثيت لري. نن د لويديزوال تهذيب يرغل هم په ډير قوت سره روان دى او بل پلو ته د دنيا عبادت هم روان دى. په كورونو كې تلويزونو نه روان دي چليږي، كيبل، ډش او انټرنيټ هم ښه په درز كې روان دي، كور هم خوندي نه دى او په كورونو كې ايمانونه هم خوندي نه دي.
پداسې حالاتو كې هغه كومه لاره ده چې په هغې سره ايمان خوندي پاتې كيدى شي ؟ هغه كومه لاره ده چې د هغې نه مونږ د الله تعالى په لار سم پاتې كيدى شو تر څو پرې ولاړشو ؟ پدې ايتونو كې د دې مسئلې د حل لاره وړاندې كړى شوې. كه چيرې تاسې دا درې خبرې ياد وساتئ: د الله تعالٰى د كتاب تلاوت، د ښو خلكو سره اړيكې ساتل، او الله تعالٰى چې كوم پيغام راكړى هغه نورو خلكو ته رسول، نو ايمان مو ژغورلى شئ.
د شفا د نسخې دا درې داسې برخې دي چې د دې په واسطه الله تعالى په دنيا كې، د فتنې او دنيا پرستۍ په زمانه كې، مونږ د ايمان په لار باندې برابر ساتلى شي، كه مونږ پدې باندې تلل غواړو.
كه سړى د پيل نه تر پايه ټول سورت كهف ولولي، د اصحاب كهف له كيسې نه نيولې د حضرت موسى او ذوالنون تر كيسې پورې په هره يوه كيسه كې هغه اشارې موجودې دي چې كه يې سړى ولولي، عمل پرې وكړي نو د نن دور د زښته زياتو فتنو مقابله پرې كولى شي.
د الله تعالى څخه سوال كوم چې مونږ ته پدې ايتونو د پوهيدو او عمل كولو توفيق راكړي. امين
وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد واله وصحبه اجمعين

ليكنه: خرم مراد
ژباړه: حزب الله مصلح

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: