د غيبت کوونکو پر وړاندې زمونږ وظيفه څه ده؟

الف- د هغه مسلمان ورور له عزت او ابرو څخه دفاع
د اسماء بنت يزيدل رضي الله عنها څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د خپل مسلمان ورور په غياب کې د هغه له ابرو څخه دفاع وکړي، نو د دوزخ له اور څخه خلاصون يې د الله په ذمه دی.

ب- غيبت کوونکی شخص ته نصيحت وکړو او ګوت څنډنه ورته ورکړو.
له عايشې رضي الله عنها څخه روايت دی، چې وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مې وويل: چې ستا لپاره همدومره بس دی، چې په صفيه (مېرمن) کې دا او دا خبرې شته دی (راويان وايي چې مطلب يې له دا او دا څخه د هغې لنډ قد و) نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: دا سې څه دې په ژبه وويل، چې که د درياب له اوبو سره ګډ شي نو د درياب او به به ترخې او بدبويه کړي، عايشه رضي الله عنها وایي، چې بيا مې ورته د يو کس قيصه وکړه نو ويې فرمايل چې، زما دا نه دي خوښ، چې د بل چا قيصې وکړم او خپله هم داسې او هسې يم.

له عايشې رضي الله عنها څخه روايت دی، چې د صفيې بنت حيي اوښ مريض شو، نو له حضرت زينب رضي الله عنها سره بل اضافي اوښ و، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته وفرمايل چې ته دې خپل اضافي اوښ ورکړه، هغې ورته وفرمايل، چې: هغه يهودۍ ته خپل اوښ ورکړم؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېر په غوصه شو، او د ذی الحجی، محرم او د صفر مياشتې يو څه برخه يې له هغې څخه لرې تېره کړه.

ج- که چېرته د غيبت کوونکي شخص د منع کولو وس نه لرو، نو مخکې له دې چې په غيبت کې ورسره شريک شو، بايد له مجلس څخه پاڅېږو.

عمرو بن شعيب رضي الله عنه له خپل څخه روايت کوي، او هغه له خپل پلار څخه روايت کوي، چې دوی يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وړاندې ياد کړ، چې تر هغې خوراک نه کوي، چې ورته تيار شوی نه وي، او تر هغې سفر نه کوي، چې خلک ورته د سفر وسايل برابر نه کړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: د هغه غيبت مو وکړ، نو خلکو ورته وويل: ای د الله رسوله! مونږ هغه څه درته ياد کړل چې په هغه کې شته دی! رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: همدومره دې بس دی، چې د خپل ورور هغه څه يادوې چې په هغه کې شته دی.

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب