د غيبت حرمت

ليكوال : سيف الاسلام

الحمدلله رب العالمين والصلاة والسلام علي قائد المجاهدين محمد وعلي آله واصحابه اجمعين.

وبعد

قال الله تعالي: ﴿ وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ ﴾ [الحجرات: ۱۲].

ژباړه: غیبت دې نه کوي ځينې ستاسو د ځينو نورو ، ایا خوښ ګڼي یو له ستاسو چې د خپل مړ ورور غوښه وخوري تاسو به دا بد ګڼلي وو ، له الله ﷻ څخه ووېرېږئ. بې شکه الله ﷻ توبه قبلوونکی او رحم کونکی دی.

غیبت څه ته وایي؟

غیبت د یو مسلمان ورور په غیاب کې د هغه بد بیانول، یا هغه پسې خبرې کول دي، کومې چې هغه بدې ګڼي. او دا یوه عظیمه ګناه ده کومه چې نن سبا زمونږ په ټولنه کې ډېره عامه او مروجه ده او ډېره عادي ګڼل کېږي.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ – رضي الله عنه – أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ: «أَتَدْرُونَ مَا الْغِيبَةُ؟» قَالُوا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: «ذِكْرُكَ أَخَاكَ بِمَا يَكْرَهُ». قِيلَ: أَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ فِي أَخِي مَا أَقُولُ؟ قَالَ: «إِنْ كَانَ فِيهِ مَا تَقُولُ فَقَدْ اِغْتَبْتَهُ, وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فَقَدْ بَهَتَّهُ». أَخْرَجَهُ مُسْلِمٌ.

ژباړه: له ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – فرمایلي: ایا تاسو پوهېږئ چې غیبت څه ته وایي؟ صحابه کرامو وویل: الله ﷻ او د هغه رسول ﷺ ښه پوهېږي، پیغمبر – صلي الله علیه وسلم – وفرمایل: د خپل مسلمان ورور په هغه ځای کې ذکر کول، او یا یې یادول کوم چې هغه بد ګڼي،بیا صحابه کرامو پوښتنه وکړه: که چېرته دغه عمل کوم چې مونږ یادوو په دغه ورور کې وي بیا؟ پیغمبر ﷺ وفرمایل: کوم عمل چې ده کې وجود لري او ته یې یادوې دا تا غیبت وکړ، او کوم عمل چې ده کې وجود نه لري او ته یې یادوې نو دا تا بهتان وکړ.

عَنْ أَبِي مُوسَیٰ رَضِي الله عَنْهُ قَالَ قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ! أَيُّ الْمُسْلِمِينَ أَفْضَلُ؟ قَالَ: «مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ» (متفق عليه).

ژباړه: له ابو موسیٰ رضي الله عنه څخه روایت، وایی: ما له رسول الله ﷺ څخه پوښتنه وکړه چې کوم یو له مسلمانانو څخه ډېر غوره دی؟ هغه مبارک وفرمایل: غوره له مسلمانانو څخه هغه څوک دی چې نور مسلمانان د ده د لاس او ژبې له ضرر څخه په امن وي.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ» (متفق عليه).

ژباړه: له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: څوک چې په الله ﷻ او د قیامت په ورځ ایمان لري، هغه دې یا د خیر خبره وکړي او یا دې چپ شي.

غیبت کبیره ګناه او نن سبا زیاته عامه ده، خصوصا په زنانه وو کې، او په دې ګناه کې صرف غیبت کوونکی نه دی شامل، بلکې هغه سړی ورسره هم شامل دی چې غیبت کوونکي ته یې غوږ نیولی وي او په غور یې اوري، باید غیبت کوونکي ته وویل شي چې تا غیبت شروع کړ او دا یوه عظیمه ګناه ده. زموږ په ټولنه کې شراب بد ګڼل کېږي، مګر غیبت هیڅ خبره نه ده، اګر چې دواړه کبیره ګناهونه دي.

په کوم وخت کې غیبت مباح دی؟

۱ــ چې یو فاسق انسان وي او ستا اراده د خیر وي او بل مسلمان ته د هغه له فسق څخه خبر ورکړې او د هغه بد اوصاف ورته بیان کړې ترڅو ترې لرې ووسېږي.

۲ــ چې یو قاضي ته د یو ظالم ظلم او بدې بیانوې کوم یې چې تاسره کړي وي.

۳- چې یو مسلمان ورور له تا څخه د یو شخص به باره کې مشوره اخلي، او له تا څخه د هغه د اخلاقو پوښتنه کوي، غواړي چې خپلولي ورسره وکړي.

۴- چې یو څوک په یو نوم شهرت لري مثلا، ګوډ ماما، یا کوڼ کاکا، له چا څخه د دغسې نومونو پوښتنه کول چې ترڅو هغه ته ځان ورسوې.

د غیبت کفاره:

که چېرته ستا دا خبرې هغه چاته رسېدلې وي چې تا یې غیبت کړی وي، نو بیا به ورڅخه معافي غواړې او ورته به وایې چې له ماڅخه سهوه شوې ده.

او بل به الله ﷻ ته په حقه توبه وباسې او استغفار به زیات وایې.

الله ﷻ مو دې مخکینۍ ګناه د غیبت ټوله راته معاف او اینده مو دې الله ﷻ له غیبت څخه وساتي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب