څنګه کولای شو؟ستونزې او حل لارې

د غوسې زغملو شپږ اغېزمني لارې

غوسه د انسان هغه معلوم انفعالي حالت دی  چې د تیري او غچ اخیستلو په مهال رامنځته کیږي، او ټول انسانان یې پیژني، داسې څوک به نه وي چې غوسه نه پیژني، له غوسې هر څوک کرکه کوي او غندي یې د غوسې له ګټو تاوان ډېر ده، غوسه په اکثره وختونو کې ناروغي ده او درمل نه ده لکه ویل کیږي: غوسه د عقل دښمنه ده لکه لیوه چې د میږو دښمن دی، غوسه هغه انساني صفت ده چې هر چا ته تاوان رسوي د غوسې په حالت کې عقل مغـلوب شي او د عقل په مغلوبیت کې غوسې نیولی انسان د خیر او ګټې کار نه د شر او تاوان کار کوي. الغضب آداب وأحكام د. نايف بن أحمد الحمد.

ابو هریره رضي الله عنه وایي: یوه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: وصیت راته وکړه، هغه ورته وویل: غوسه مه کوه، هغه سړي بیا بیا ورته وویل: وصیت راته وکړه، هغه همدا ورته ویل: غوسه مه کوه.
عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رجلا قال للنبي صلى الله عليه وسلم أوصني قال: لا تغضب، فردد مرارا قال: لا تغضب. أخرجه البخاري في صحيحه كتاب الأدب/ باب الحذر من الغضب 5/ 2267.

امام الخطابي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې لیکي: د ( لا تغضب)  یعني غوسه مه کوه جملې مطلب دا ده چې له هغو اسبابو ځان وژغوره چې غوسه راپاروي او له نفس غوسې نه منعه نه شي کیدلی، ځکه غوسه طبیعي شی ده له طبعیته نه شي لیري کیدلی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله چاته وصیت کاوه د هر سړي حالت ته به یې کتل او د هغه له حالت او مزاج سره سم به یې هغه ته وصیت کاوه، داسې برېښي چې دا سړی غوسه ناک و ځکه یې څو ځله همدا یوه خبره ورته وکړه چې: غوسه مه کوه. فتح الباري شرح صحيح البخاري 10/ 520. لاندې د غوسې زغملو شپږ اغیزمني لارې:

 (1) د غوسې د زغملو او درملني لومړی طریقه (اعوذ بالله) ویل دي:

یعني په الله جل جلاله سره له شیطانه پناه غوښتل، دا د غوسې ختمولو ښه او غوره لاره ده، او په تجربو سره ثابته او ازمویل شوې ده، لکه قرانکریم وایي: که چرته شیطان وسوسه دراچوي نو له الله نه پناه وغواړه، بېشکه هغه اوریدونکی او پوه دی. ﴿وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ﴾ [فصلت: 36].

په حدیث کې راغلي: عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که ستاسو کوم یو غوسه شي او (اعوذ بالله من الشیطن الرجیم) ووایي غوسه به یې ختمه شي.
عن ابن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم: لو يقول أحدكم إذا غضب: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم؛ ذهب عنه غضبه. المعجم الصغير للطبراني3/ 157، برقم: 1017.

(2)د غوسې دویم علاج (چوپتیا) ده:

کله چې انسان غوسه شي باید چوپ پاته شي، هیڅ خبره دي نه کوي، د غوسې زغملو  دا طریقه که څه هم یو څه سختي او زور غواړي خو اغېز یې بیخي زیات او ګټوره ده، ستونزه او بدې پېښي عموما له خبرو پیل کیږي او د غوسې نیولي کس خبره د شر مقدمه وي، او په خبرو سره غوسه زیاتیږي نو که خوله پټه ونیسي له شر نه به خوندي او غوسه به یې کنترول کړې وي، امام  ابن رجب -رحمه الله تعالى وایي: چوپتیا د غوسې لویه دوا ده، ځکه کله چې د غوسې نیولي انسان غوسه ختمه شي بیا د غوسې د مهال په هره خبره سخت پښېمانه وي.

لکه په حدیث کې راغلي: عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خلک پوهـ کړئ، اسانتیا غوره کړئ سختي مه کوئ، او که ستاسو کوم یو غوسه شي نو چوپ  دي شي.
عن ابن عباس -رضي الله عنهما- عن النبي -صلى الله عليه وسلم- أنه قال: علموا، ويسروا ولا تعسروا، وإذا غضب أحدكم، فليسكت. مسند أحمد5/ 61، برقم: 2029.

(3)  اودس کول:

دغوسې له منځه وړلو دریمه غوره لاره اودس کول دي، دا ډېره مؤثره او خورا اغېزمنه طریقه ده، ازمویل شوې او په تجربو ثابته ده، او دا غوره طریقه رسول الله صلی الله علیه وسلم راته ښوولې ده، لکه په حدیث کې راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: غوسه له شیطانه ده او شیطان له اوره پنځیدلی دی، او اور په اوبو مري، نو کله چې ستاسو کوم یو غوسه شي اودس دي وکړي.
عن عطية رضي الله عنه قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: إن الغضب من الشيطان، وإن الشيطان خلق من النار، وإنما تطفأ النار بالماء، فإذا غضب أحدكم فليتوضأ. سنن أبي داود12/ 403، برقم: 4152، مسند أحمد36/ 421، برقم: 17302.

نوي طب هم ثابته کړې ده چې په سړو اوبو اودس کول یا مخ لاس وینځل د انسان عصبي سیسټم سړوي او اراموي، غوسه هم له عامه حرارته او د تنګسیا لامله پیدا کیږي، او په اوبو سره دا عوارض کمیږي او له منځه ځي. بله مهمه خبره دا ده چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم مطلق اوبه کارول نه دي ویلي بلکي اودس یې یاد کړی ده (فلیتوضأ) په دې کې بله ګټه دا ده چې اودس عبادت او د عبادت وسیله ده، او کله چې غوسې نیولی انسان د غوسې په مهال د اوداسه اراده وکړي نو په دې وخت کې د عبادت فکر هم د هغه دماغ ته لاره وکړي، او د عبادت فکر طبعا مومن ته د نرمي او عاجري احساس ورکوي او دا احساس د غوسې ضد دی نو طباعاً په غوسه کې کموالی راځي او اخیر د اوداسه په برکت له منځه ځي.

 (4) حالت بدلول:

انسان چې په کوم حالت غوسه شي د دې حالت په بدلولو سره یې غوسه کنترول کیدلی شي، که ولاړ وي باید کښېني، او کنه ډډه دي ولګوي، د حالت بدلول په انسان کې ذهني بدلون راولي، که نور هیڅ نه وي په یوه شي باندې ذهني تمرکز یې بدلوي او کله چې د غوسې حالت بدل کړل شي نو طبعاً غوسه یو آني حالت دی خامخا ورسره تغیر کیږي . لکه په حدیث شریف کې چې راغلي دي:

ابو ذر رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته وفرمایل: کله چې ستاسو کوم یو غوسه شي او ولاړ وي باید کښېني، که یې غوسه ختمه شوه خو ښه،  او که ختمه نه شوه ډډه دي ولګوي.
عن أبي ذر -رضي الله عنه- قال: إن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال لنا: إذا غضب أحدكم، وهو قائم، فليجلس، فإن ذهب عنه الغضب، وإلا فليضطجع. سنن أبي داود12/ 402، برقم: 4151، مسند أحمد 43/ 352، برقم: 20386.

 (5) د الله یاد او ذکر زیاتول:

د غوسې هیجاني حالت ته داسې وسایل لټول په کار دي چې په هغه سره ډاډ ترلاسه شي او د زړه د ډاډ له پاره د الله یاد بهترینه لاره ده، لکه قرانکریم د مومنانو په اړه وایي: هغه چې ایمان یې راوړی وي او زړونه یې د الله په یاد سره ډاډه کیږي، او خبر اوسئ چې د الله په یاد سره خامخا زړونه ډاډه کیږي:
الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ أَلا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ. [الرعد: 28]. او په بل ایت کې راغلي : وَاذْكُرْ رَبَّكَ إِذَا نَسِيتَ. [الكهف: 24]،
یعني کله چې په غوسه شې خپل رب یادوه، دلته امام عکرمه رحمه الله د ( اذا نسیت) تفسیر په ( إذا غضبت) سره کړی ده یعني چې کله غوسه شې نو خپل رب یادوه .

( 6) غوسه پهلواني نه ده:

  مسلمان باید پوه شي چې غوسه پیاوړتوب او پهلواني نه ده بلکي غوسه کمزوري، ضعف او  منفي کړنه ده، لکه په حدیث کې راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: پیاوړتوب په پهلواني کې نه ده بلکي پیاوړی هغه څوک دی چې د غوسې په وخت ځان کنترول کړي.
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم قال: ليس الشديد بالصُّرَعة إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب. أخرجه البخاري في صحيحه 5/ 2267، برقم: 5763.

یعني پیاوړی مسلمان هغه دی چې غوسه کنترولولی  شي، د غوسې کنترولول لکه په شرعي توګه د ثواب او اجر کار دی په ټولنیزه توګه هم خورا  ګټور دی، غوسه کنترولوونکی انسان پخپله له شر او شخړو لیري وي او د شریرو له تیري نه خوندي وي، زموږ په ټولنه کې دا ستونزه زیاته ده ځکه مو په کورونو، کلیو او سیمو کې شخړي او جنجالونه هم زیات دي، د غوسې زغملو دا شپږ لارې چارې په دې ستونزه کې ښه مرسته راسره کولی شي باید عامو مسلمانانو ته یې هم ورسوو.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: